Sep 07, 2020 12:04 Asia/Kabul

p-834-Sad-ayaat-75-78 د صاد سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (834)  

آیات 75 تا 78 سوره صاد  

ابتدا تلاوت آیات 75 و 76  از سوره صاد گوش

«قَالَ یَا إِبْلِیسُ مَا مَنَعَکَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِیَدَیَّ أَسْتَکْبَرْتَ أَمْ کُنتَ مِنَ الْعَالِینَ»، «قَالَ أَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِی مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِینٍ»

 (خدای تعالی) وفرمایل: ای ابلیسه! څه شي ته  منعه کړې چې  هغه څه ته چې (د خپل قدرت) په لاسو مې جوړ کړي سجده وکړې؟ آیا کبر دې وکړ او که نه له لوړ پوړو څخه وې؟

وې ویل: زه تر هغه غوره یم، زه دې له اوره پېدا کړی یم او هغه  له خټې.

 په تېره برخه کې مو وویل چې د لومړي انسان له پنځولو وروسته خدای تعالی پرښتو ته امر وکړ چې پر وړاندې یې سجده وکړي نو ټولو سجده وکړه خو ابلیس نافرماني وکړه. دا ایتونه فرمایي: خدای تعالی ابلیس وپوښته چې ولې دې آدم ته له سجدې سر وغړاوه آیا  ستا مقام دومره لوړ و چې آدم ته د سجدې په حکم کې ته نه شاملېدلې؟ یا دا چې د خپل کبر او غرور په وجه د هغه په وړاندې سجدې ته حاضر نه شوې.

خو ابلیس په ځای د دې چې ومني چې غلط کار یې کړی او په خپل کار پښېمانه شي او توبه وباسي، آدم یې تر ځانه کم او سپک مخلوق وګاڼه چې د سجدې کولو وړتیا نه لري.د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره یې داسې پرتله وکړه چې: زه پېری یم چې له اوره پېدا شوی او آدم له خټې دی او څرګنده ده چې اور تر خټې غوره دی!

د ابلیس د دغه پرتلې په اړه د څو ټکو یادونه ضروري ګڼو:

۱:  لومړی دا چې دا برتله هیڅ سم بنیاد نه لري، ځکه چې هیڅ منطقي اوعقلاني دلیل نیشته چې ثابته کړي  اور تر خاورې غوره او لوړ دی.

۲: دوهمه دا چې که فرضا ابلیس تر آدم لوړ هم وي خو کله چې خدای تعالی د آدم په وړاندې د سجدې امر ورکوي نو د سجدې او تواضع پرېښودل د خالق نافرماني حسابیږي  چې له هیڅ سم منطق سره د توجیه وړ نه ده.

دریمه دا چې  آدم ته د سجدې امر له دې امله نه و چې ګني هغه له خاورې پېدا کړی شوی دی بلکې د الهي روح په وجه ؤ چې په آدم کې پوکل شوی و او له دې امله یې پر ټولو مخلوقاتو لوړاوی موندلی ؤ.

  درسونه :

۱: مجرم او د غلط کار کوونکي ته هم باید د خبرې او دفاع کولو فرصت ورکړی شي چې د خپل جرم محرک او لامل ښکاره کړي.

۲:  د انسان پېدایښت تر نورو مخلوقاتو لوړ او متمایز دی. نه یوازې ځمکني ژوندي ساري او حیوانات بلکې د اسمان پرښتې او پېریان هم چې نه لیدل کیږي د انسان لوړې مرتبې  ته نه رسيږي.

۳: د خدای د جوت امر په وړاندې باید تسلیم شو او له غلطو او غیر منطقي استدلالونو ډډه وکړو.

۴:  کوم کسان چې د خدای په وړاندې خضوع او تواضع نه کوي او د خدای امر ته تسلیم نه دي،  د نړۍ د پالونکي په وړاندې یو ډول کبر او غرور لري.

۵: توکم پالنه او له یوۂ توکم او نسله د بل نسل وړ ګڼل یو ډول شیطاني فکر او شیطاني کار دی.

  تلاوت آیات 77 و 78  از سوره صاد  

«قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّکَ رَجِیمٌ»، «وَإِنَّ عَلَیْکَ لَعْنَتِی إِلَى یَوْمِ الدِّینِ»

(خدای ابلیس ته) وفرمایل: نو له هغه (ځایه) ووځه چې ته له شړل شویو یې.

او په تا به د قیامت تر ورځې زما لعنت وي.

 سره له دې چې ابلیس له پېریانو ؤ او د کلونو کلونو عبادت په وجه د پرښتو په لیکه کې راغلی و خو د آدم په وړاندې د سجدې په مساله کې یې نافرمانۍ وښودله چې د خدای امر ته تسلیم او مطیع نه دی او هغه څه چې په خپله یې غواړي، کوي یې. د هغه قصه د هغه چا په شان ده چې په ډېر کوشش سره د یو لوړ غر څوکې ته ختلی وي خو سر ته له رسېدلو وروسته یې د وړوکي شان غفلت  په وجه پښه وښوییږي او له څوکې راګوزار شي. ابلیس هم د همدې نافرمانۍ په وجه  له هغه لوړ مقامه راوغورځیده او د خدای له دره وشړل شو.

د دغه ایتونو په اساس د خدای له دره د ابلیس پر شړل کېدو سربېره، د قیامت تر ورځې پورې به پر هغه د خدای لعنت هم وي.

دلته ښایي د چا ذهن ته دا پوښتنه پېدا شي چې د یوې نافرمانۍ لپاره یعنې د آدم په وړاندې یوازې د سجدې نه کولو  دومره لویه سزا څه توجیه لرلی شی؟

د دې په ځواب کې باید ووایو چې  نافرماني ناخوښ او غلط کار دی خو تر هغې مهمه د نافرمانۍ توجیه کول دي، حضرت آدم هم په هغه جنتي باغ کې چې خدای ورته برابر کړی و نافرماني وکړه او منع کړی شوې میوه یې وخوړله . خو د آدم او ابلیس فرق دا دی چې  آدم خپل غلط کار توجیه نه کړ بلکې له خدایه یې په ډېره کلکه او عذر و زاریو سره بخښنه وغوښتله او توبه یې وکړه. نو ځکه یې خدای توبه ومنله او خپل خاص رحمت یې پرې ولوراوۂ

  درسونه :

۱: کبر او غرور او فخر کول، د خدای له رحمته تر محرومتیا پرته بله پایله نه لري او د انسان د پرېوتلو سبب کیږي.

۲:  ضروري ده د ټولنې نامطلوبه عناصر او هغه کسان چې د خدای د قوانینوخلافورزي او سرغړونه یې کوي له ټولنې وشړل شي.

۳: شېطان صفته کسان  چې په حسد، کینې کبر او غرور اخته دي باید په ټولنه کې سپک او تحقیر کړی شي. پای.

 صاد، ابلیس، آدم، سجده، خاک، فرشتگان، شیطان