Sep 07, 2020 07:34 Asia/Kabul

p-835-Sad-ayaat-79-83 د صاد سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (835)  

  تفسیر ساده و روان آیات 79 تا 83 سوره صاد  

   تلاوت آیات  79  تا 81  از سوره صاد  

«قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِی إِلَى یَوْمِ یُبْعَثُونَ»، «قَالَ فَإِنَّکَ مِنَ الْمُنظَرِینَ»، «إِلَى یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ»

ابلیس وویل: ای پالونکیه، نو ماته تر هغه ورځې چې (خلک) راپاڅول شي مهلت راکړه.

(خدای) وفرمایل: ته له مهلت موندونکو یې.

تر ټاکلي او معلوم وخته.

 په تېره برخه کې مو وویل چې  آدم ته د سجدې  په هکله د خدای له امره وروسته ابلیس نافرماني وکړه او آدم ته یې سجده ونه کړه. خو د ابلیس ستونزه یوازې د سجدې کول نه وو بلکې دا وه چې  له خپل کاره  چې د خدای نافرماني وه د توبې او د پښېمانۍ په ځای یې هڅه وکړه پر آدم خپل لوړاوی ثابت کړي او خپل کار یې توجیه کړ. له همدې امله د خدای له در او د پرښتو له لیکو وشړل شو.

دا  ایتونه فرمایي:  شیطان د خدای له دره د وتلو په وخت وغوښتل چې  خدای ورته د قیامت تر ورځې مهلت ورکړي او تر هغې یې عمر اوږد شي. البته  د شیطان له خوا د دغه مهلت غوښتل د دې لپاره نه وو چې خپل تېر غلط او بد کار جبران کړي بلکې د انسانانو د ګمراه کولو لپاره یې غوښته چې له هغوي خپل غچ واخلي. په حقیقت کې د ابلیس بله غلطي دا وه چې  د دې په ځای چې ځان ګرم او ګناهکار وګڼي، انسان یې ګناهکار وګاڼه او وې ویل: دا آدم د خدای له دره زما د ویستل کېدو سبب شو.

د خدای د حکمت له مخې هغه ته مهلت ورکړل شو خو در قیامت تر ورځې نه بلکې تر یوې ټولې مودې چې خدای ترې خبر دی. دا  ټاکلی وخت ښایي  په ځمکه کې د انسان د ژوند د ختمېدو وخت وي یا هغه ورځه چې د خدای وروستی حجت  یعنې د  زمانې امام حضرت مهدی عجل الله تعالی فرجه الشریف په ځمکه واکمن شي او یا بله کوم ورځه وي چې یوازې خدای ترې خبر دی.  

 درسونه:

۱: د ابلیس کبر او غرور  سبب شو چې له خدایه د بخښنې او مغفرف په ځای د انتقام اخستلو لپاره مهلت وغواړي.

۲:  د خدای لپاره ځینو مخلوقاتو ته د اوږد عمر ورکول اسان کار دی. هغه، هر چاته یې چې حکمت او مصلحت وغواړي اوږد عمر ورکوي که هغه کس نېک وي او که بد.

۳:   د ابلیس ستونزه د خدای او قیامت نه پېژندل نه وو، بلکې د هغه د بې لارۍ جرړه،  تکبر او د ځان لوړ ګڼل  او ضد ؤ. دا روحیه سبب شوه چې ابلیس د خدای پر وړاندې ودریږي او له امره یې سر وغړوي.

 

  تلاوت آیات 82  و 83 از سوره صاد  

«قَالَ فَبِعِزَّتِکَ لَأُغْوِیَنَّهُمْ أَجْمَعِینَ»، «إِلَّا عِبَادَکَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِینَ»

ابلیس) وویل: ستا په عزت مې قسم چې هغه ټول به ګمراه کړم.

مګر (په هغوي کې) ستا خالص شوي بندګان

 ومو ویل چي شيطان له خدایه وغوښتل چې اوږد عمر ورکړي او خداي هم هغه ته تریوې ټاکلې مودې چې پخپله ترې خبر دی فرصت ورکړ. خو وروسته له دې چې خدای هغه ته مهلت ورکړ شیطان  قسم وکړ چې د دغه مهلت اخستلو مقصد یې د انسانانو ګمراه کول او غولول دي  نه د خپلو تېرو کړو اصلاح او جبرانول.

عجیبه دا  ده چې شیطان د خدای په عزت قسم خوري چې انسان به ګمراه کوي. دا چې ابلیس ادعا کوي چې ټول انسانان بې لارې کولی شي په حقیقت کې د خدای په وړاندې د هغه  کبر او غرور د اوج نښه ده او د دې ښودونکې چې هغه انسان کمزوری اوناتوانه ګڼي. په داسې حال کې چې د قران د ایتونو له مخې یوازې هغه کسان چې د شیطان پیروي وکړي ګمراه کیږي او شیطان هیڅوک  خپلې پیروۍ ته نه شي مجبورلی ځکه چې انسان مختار او د خپل اختیار خاوند دی  او د شیطان د وسوسو پر وړاندې ودریدلی شي. لکه څنګه چې د سبا سورې شلم ایت په ډاګه وایي چې  ځینې مومنان د شیطان پیروي نه کوي.

په خپله شیطان هم  له هغه کلي ادعا وروسته چې  ټول انسانان به ګمراهوي،اعتراف کوي چې  د خدای خالص او مخلص بندګان د هغه له لاسرسۍ بهر دي او دی پکې هیڅ د نفوذ لاره نه لري. طبیعي ده چې انبیاء او امامان د خدای خالص بندګان دي هغوي له هر ډول ګناه او خطا خوندي او  په دیني تعبیر معصوم دي. نورو انسانان په هغه اندازه خالصیږي او په دنیا پورې یې تړښت کمیږي ، د شیطان له وسوسې او لاسرسۍ بهر او په امان کې دي.

 د انسانانو د ګمراه کولو لپاره شیطان ته د خدای له خوا د مهلت په باره کې مختلف نظرونه ذکر شوې دي. خو په لنډه توګه ویلی شو چې  خدای تعالی انسان یو با اختیاره مخلوق پیدا کړی او د اختیار لازمه او تقاضا دا دا چې د یوانسان په وړاندې مختلفې لارې وي چې هغه په خپله  خوښه یوه لاره انتخاب کړی شي. له بلې خوا، دې ته په پام سره چې خدای غواړي انسان کمال ته ورسیږي  کمال ته د رسېدلولپاره ضروري ده چې هڅه او کوشش او د شیطان په وړاندې مقاومت او ټینګتیا ولري. لکه څنګه چې  د علمي ودې او کمال لپاره باید راحت طلبي پرېښودل او ځینې سختۍ وزغمل شي.  د معنوي ودې لپاره هم ضروري ده چې انسان د سرکښو غریزو اواحساساتو په وړاندې ودریږي .

د یادولو وړ ده چې  شیطاني وسوسې همیشه  د انسان نفساني غوښتنې او غریزې لمسوي. البته ځينې سست ایمانه او ضعیف النفس انسانان   دغه وسوسه ګر  دښمن ته تلسیمیږي او کیدی شي ډېر کسان دهغه له لښکریانو سره یو ځای شي.

 درسونه :

۱: انسان په خپل ژوند کې همیشه د شیطان له خطر سره مخامخ دی او هیڅکله باید ځان د شیطان له شره په امان کې ونه ګڼي. ځکه چې ابلیس قسم خوړلی چې ټول به بې لارې کوي.

۲:  کله کله یوه  ګناه د لویو ګناهانو لپاره سریزه جوړیږي شیطان په  یوې ګناه اخته شو  او هغه آدم ته سجده نه کول وو خو دا د لویې ګناه لپاره سریزه شوه او هغه دا چې په ټول تاریخ کې به انسانان غولوي او له لارې به یې غړوي.

۳:  بې له خدایه له نورو د زړه پاکول او په عمل کې اخلاص د ابلیس له لومو دخلاصیدو شرط دی او انسان د شیطاني وسوسو په وړاندې خوندي کوي.

 

  ----------------                     

کلید واژه: بسوی نور، صاد، شیطان، ابلیس، سجده، قیامت، وسوسه