سوره ص ۸۴-۸۸
p-836-Sad-ayaat-84-88 د صاد سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (836)
تفسیر ساده و روان آیات پایانی سوره صاد (آیات 84 تا 88)
تلاوت آیات 84 و 85 از سوره صاد
«قَالَ فَالْحَقُّ وَالْحَقَّ أَقُولُ»، «لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنکَ وَمِمَّن تَبِعَکَ مِنْهُمْ أَجْمَعِینَ»
(خدای) وفرمایل: په حق قسم او حق وایم.
چې دوزخ به له تا او په هغوي کې له هغه چا چې پېروي دې وکړي، له ټولو ډک کړم.
په تېره برخه کې مو وویل چې کله ابلیس د خدای له دره وشړل شو، وې ویل چې تر هغه وخته چې ژوندی وي انسانان به ګمراه کوي چې ورځنې خپل غچ واخلي.
په دې ایتونو کې خدای تعالی د ابلیس په ځواب کې فرمایي: حق دا دی چې یوازې هغه کسان چې ستا پیروي کوي او ستا په وسوسو او بلګنو پسې روان وي، ګمراه کیږي، هغوی به په قیامت کې دوزخ ته ځي خو کوم کسان چې د خپل عقل او پاک الهي فطرت په اساس ستا په وسوسو ونه غولیږي او ستا د پیروۍ په ځای د الهي پیغمبرانو او د هغوی د حقه تعلیماتو پیروي وکړي په قیامت کې به ستا ملګري نه وي او له دوزخه به وژغورل شي.
درسونه:
۱: خدای تعالی هم په خپله حق دی او هم یې خبره حق ده او اصولا د هر یو شي حق والی له خدایه راغلی دی.
۲: په قیامت کې به هره ډله له خپل فکري امام او پیشوا سره محشوریږي، ښه له ښو سره، نیک له نیکو او بد له بدو او شرغواړو سره.
تلاوت آیات 86 تا 88 سوره صاد
«قُلْ مَا أَسْأَلُکُمْ عَلَیْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَکَلِّفِینَ»، «إِنْ هُوَ إِلَّا ذِکْرٌ لِّلْعَالَمِینَ»، «وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِینٍ»
(ای پیغمبره) ووایه: زه (په دې رسالت او د دین د پیغام په رسولو) له تاسو هیڅ بدله نه غواړم او له هغو کسانو نه یم چې له خپله ځانه یو څه جوړوي (او په خدای پورې یې تړي)
دا (قران) د نړیوالو لپاره بې له تذکر او یادونې بل څه نه دی.
او له یوې مودې وروسته به یې ضرور خبر واورئ.
دا ایتونه د صاد سورې وروستي آیتونه دي او د خدای د رسول د بعثت او د قرآن مجید د نازلیدلو د هدف په اړه په څو ټکو ټینګار کوي. د دغو ایتونو له مخې، د نبوت د دروغجنو مدعیانو اپوټه چې په دنیاوي او مادي انګېزو او تمو سره د نبوت ادعا کوي، ټولو پېغمبرانو منجمله د خدای وروستي استازي حضرت محمد (ص) په ډاګه ویل چې له خلکو هیڅ تمه نه لري، نه له هغوي په ژبه مننه او قدرونه غواړي او نه هم مادي یا معنوي بدله، نه مال او مقام او نه څه بل څه .
هغوي ځانونه خلکو ته د الهي پیغام د رسوونکو او رسولانو په توګه معرفي کوي او په خپله د دغه پیغام په مینځ پانګه کې هیڅ رول نه لري. دا د ځینو هغو کسانو د عقیدې په اپوټه ده چې ادعا کوي پیغمبران ښه خلک وو چې ښه کارونه به یې د خدای په نامه خلکو ته رسول چې په دې طریقې سره خلک ښو کارونو ته وهڅوي.
حقیقت دا دی چې په خپلو خلکو او زمانه کې د پیغمبرانو وینا او عمل په دې ډول و چې حتی مخالفانو هم د هغوي په ژوند کې څه کمزوری ټکی نه شو پېدا کولی که نه وي هغه به یې لوی کړی او د هغوي په خلاف به یې ترې د پروپاګنډې او منفي تبلیغاتو په توګه کار اخستی و. پیغمبران نه یوازې په مادي ګټو پسې نه وو بلکې د خدای د دین د تبلیغ په لاره کې یې ډېرې ځورونې او تکلیفونه لیدل او ځینو خو یې په دې لاره کې سرونه هم ورکول.
دا ایتونه فرمایي: د پیغمبرانو او الهي اسماني کتابونو هدف، له غفلت او تیارو د خلکو راویستل دي. هغه غفلتونه چې په دنیاوي چارو پورې د زړه تړلو په وجه راپېدا کیږي او د دې سبب ګرځي چې انسان له مرګ او قیامته غافله شي او یا د حق په انکار سره د کفر او شرک په تیارو اخته شي.
د صاد سورې وروستی ایت مخالفانو ته خطاب کوي او فرمایي: که تاسو د حق په خبره ایمان رانه وړئ او هغه سنجیده وانخلئ، نو ډېر زر به یې حقانیت درک کړئ خو بیا به نو ناوخته وي او هغه ورځ به ستاسو لپاره هیڅ ګټه ونه لري ځکه چې د جبران وخت به تېر وي.
درسونه
۱: کوم کسان چې د دین د تبلیغ په لاره کې دي ، باید د پیغمبرانو په شان، له خلکو هیڅ ډول مادي تمه او هیله ونه لري او دا د حق د پیغام په رسولو کې د هغوی د کامیابۍ لپاره لازمي شرط دی.
۲: په وینا عمل او معاشرت کې تکلف او ست ستو، د دین په تبلیغا کې د کامیابۍ مخه نیسي. دین باید په ساده، روښانه، عام فهمه ژبه او په داسې توګه چې د اجرا او عمل وړ وي خلکو ته بیان کړی شی ، که نه وي د انسانانو د زحمت او له دینه د هغوي د تښتېدو سبب کیږي.
۳: د اسلام د پیغمبر او قرآن رسالت نړیوال دی او د کوم خاص ولس لپاره نه دی او له عربو او یا له هغوي کسانو سره چې د پیغمبر په وخت کې اوسیدل مخصوص نه دی.
۴: قران کریمی، د نصیحت او پند کتاب او د انسانانو د بیدارۍ او هوښیارۍ کتاب دی .
۵: د قرآن او د اسلام د پېغمبر او تعلیماتو حقانیت به په راتلونکې کې ټولو ته څرګند شي که څه هم ځینې کسان دغه ارزښمتن تعلیمات ونه مني.
عزیزانو د خدای په فضل مو د صاد سورې ژباړه او تفسیر پای ته ورساوه په راتلونکي برخه کې به که خدای کول د زُمَر سورې ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو تر هغه وخته مو په لوی خدای سپارو.
کلید واژه: بسوی نور، صاد، قیامت، دوزخ، پیامبران، قرآن