سوره زمر۵-۶
p-838-Az-Zumar-ayaat-5-6 د زمر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (838)
زمر 5-6
اول تلاوت آیه 5 از سوره زمر
«خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ یُکَوِّرُ اللَّیْلَ عَلَى النَّهَارِ وَیُکَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّیْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ کُلٌّ یَجْرِی لِأَجَلٍ مُّسَمًّى أَلَا هُوَ الْعَزِیزُ الْغَفَّارُ»
هغه اسمانونه او ځمكه په حقه پیدا كړي دي، هغه شپه په ورځ تاووي (نغاړي) او ورځ په شپه تاووي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو مقرر كړى شوې نېټې ته روان دى، خبردار شئ! همغه ښه غالب، ښه بخښونكى دى.
په تېره برخه کې په خلقت او د چارو په چلولو او تدبیر کې د خدای د یوازیتوب او یکتایۍ خبره وشوه او دا چې عقیدې ، دیني عملونه او کړنې باید له هر ډول شرک او خرافاتو پاک وي چې خدای یې قبول کړي. دا ایت د یوازیني خدای په ستاینه کې فرمایي: د ټولو ستورو منجمله لمر او سپوږمۍ خلقت د هغه په لاس کې دی او کوم قوانین چې هغه جوړ کړې پر هغوي واکمن دي. کوم مدارونه چې ستورې او لمر پکې په حرکت کې دي د خدای له خوا ټاکل شوې او مشخص آثار او تبعات لري. د مثال په توګه پر لمر د ځمکې څرخیدل او د ورځې او شپې په یو بل پسې راتلل یا د کال مختلف موسمونه د خدای د خلقت او قوانینو بېلګې دي.
بې له شکه دغه ټول خلقتونه، د لوی حکمت او هدف په اساس دي نه دا چې د نړۍ د هیښنده ټولګه په اتفاقي ډول او بې له کوم هدفه جوړه شوې وي نو ځکه ایت په پېل کې د خلقت د نظام په حقوالي ټینګار کوي.
ایت په دوام کې فرمایي: د کّرو حرکت په حساب کتاب او اندازې سره دی. په خپل مدار کې د هغوی حرکت به تر یوې ټاکلې مودې روان وي او آخر به یې دغه حرکت ختم شي
۱: هم د تکوین اوخلقت نظام د حق په اساس او هدفمن دی (همدې ایت ته په پام سره) او هم د تشریع او د اسماني کتابونو نازلیدل د حق په اساس دي.
۲: په خپل مدار کې د اسماني کّرو منظم حرکت، په حساب کتاب سره او دخدای تر امر لاندې دی. دا حرکت تر هغه وخته دی چې خدای ورته ټاکلی دی.
تلاوت آیه 6 از سوره زمر
«خَلَقَکُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَکُم مِّنَ الْأَنْعَامِ ثَمَانِیَةَ أَزْوَاجٍ یَخْلُقُکُمْ فِی بُطُونِ أُمَّهَاتِکُمْ خَلْقًا مِّن بَعْدِ خَلْقٍ فِی ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِکُمُ اللَّـهُ رَبُّکُمْ لَهُ الْمُلْکُ لَا إِلَـهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ»
هغه تاسو له يو نفس نه پیدا كړي يئ، بیا يې له هغه نه د هغه ښځه پیدا كړه او ستاسو لپاره يې له څارویو نه اته جوړې پیدا كړې، هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، له هغه پرته بل هېڅ حق معبود نیشته ، نو تاسو كوم طرف ته ګرځول کیږئ.( او په غلطه لاره روان یئ؟)
د تېر ایت په دوام کې چې د اسماني کرو د خلقت په هکله و، دا ایت د ځمکې د مخلوقاتو په تېره بیا انسان او حیواناتو د خلقت په هکله فرمایي: تاسو ټول له یوۂ انسانه پنځول شوې یئ چې میرمنه یې هم د هغه له جنسه پنځول شوې ده. د ټولو انسانانو نیا نیکه آدم او حوا دی چې د ځمکې په مخ لومړي انسانان وو او د انسانیت نسل له هغوی خپور شوی دی.
له دې وروسته اهلي او ساتل کیدونکو حیواناتو ته چې د انسانانو لپاره غوښه، شودې او جامه او سپرلي برابروي له زرګونو کاله مخکې تر اوسه موجود وو، اشاره کوي او فرمایي: دا خدای دی چې تاسو لپاره یې ډول ډول حیوانات رام کړل:غوا، ګډې بزې او اوښان چې د هر یو نر او ښځه یې په یو ډول د انسان په خدمت کې دي.
ایت په دوام کې د مور په خیټه د انسان د پېدایښت مرحلو ته اشاره کوي او فرمایي: په هغه ځای کې چې د مور او پلار له سترګو پټ وي ماشوم په درېو پیاوړو استرونو کې پوښل شوی وي. خدای تعالی نطفه مرحله په مرحله روزي او په یو ډول یې له یوه صورته بل صورت ته بدلوي چې له نهو میاشتو وروسته یې د کامل انسان په توګه د مور له خیټې پېدا کړي.
ایت په پای کې د خدای د وجود منکرانو او هغو کسانو ته چې له خدای سره شریکان ټاکي فرمایي: دا هغه خدایدی چې هم ستاسو پنځوونکی دی او هم مو پالونکی او بې له هغه هیڅوک د دغه شان خلقت یا روزنې طاقت نه لري. نو تاسو ولې بې لارې شوې یئ او د خدای په ځای په نورو نورو خدایانو پسې روان یئ.
درسونه :
۱: ټول انسانان چې د هر نسل رنګ او توکم یا ژبې وي له یوۂ مور او پلار او له یو جنسه او نسله دي، نو ځکه له یو بل سره برابر دي.
۲: که څه هم ښځه او سړی له جسمي نظره له یو بل سره ځینې فرقونه لري خو دواړه له یو نوعه دي او په انسانیت او د انساني کمالاتو په لاسته راوړولو کې یو شان دي.
۳: د انسان خلقت په څو مرحلو کې ترسره کیږي او د مور په خیټه کې د هغه دوران د خدای له پټو معجزو یوه معجزه ده،. د ماشوم په پېدا کیدو سره د خدای د دغه معجزې عظمت لا نور ښکاره کیږي.
۴: خدای تعالی زمونږ خالق، د چارو چلوونکی او زمونږ د وجود مالک دی. ټول نعمتونه باید له هغه وګڼو، په هغه ایمان راوړو او یوازې په هغه تکیه وکړو ځکه چې نور هم زمونږ په شان د هغه مخلوق او مملوک دي.
خدای په اماني.
کلید واژه: بسوی نور، زمر، آسمان، خورشید، آفرینش، زمین، ماه