سوره زمر ۷-۸
p-839-Az-Zumar-ayaat-7-8 د زمر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (839)
تفسیر ساده و روان آیات 7 و 8 سوره زمر
په سر کې پام وکړئ د زمر د مبارکې سورې اوم ایت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:
«إِن تَکْفُرُوا فَإِنَّ اللَّـهَ غَنِیٌّ عَنکُمْ وَلَا یَرْضَى لِعِبَادِهِ الْکُفْرَ وَإِن تَشْکُرُوا یَرْضَهُ لَکُمْ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّکُم مَّرْجِعُکُمْ فَیُنَبِّئُکُم بِمَا کُنتُمْ تَعْمَلُونَ إِنَّهُ عَلِیمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ»
که تاسو كفر اختیار كړئ، نو بېشكه الله له تاسو ښه بې پروا دى، او هغه د خپلو بنده ګانو لپاره كفر نه خوښوي، او كه تاسو شكر وباسئ (نو) دى دغه (شكر) تاسو ته خوښوي، او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو جاروتل دي، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې كول به مو، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه خبر دى.
په تېره برخه کې د انسانانو او چارپایانو پېدایښت او دې ته چې دا د خدای نعمتونه دي اشاره وشوه. دا ایت د شکر کولو موضوع څیړي او فرمایي: ځینې کسان نعمتونه له خدایه ویني او په هر حال کې شاکر او منندویي دي. خو ځینې بیا یا له نعمتونو غافله دي او یوازې له هغو استفاده کوي یا که نعمتونو ته پام کوي هم، هغه د خدای له لورې نه ګڼي. هغوي خیال کوي چې کوم نعمتونه ورسره دي د هغوي د خپل کوشش او زیار نتیجه ده نو ځکه د خدای شکر نه باسي.
په داسې حال کې چې څرګنده ده خدای تعالی د انسانانو شکر او مننې ته اړتیا نه لري. په دې معنا چې که د دنیا ټول خلک کفر او کفران وکړي او د خدای انکار وکاندي یا ټول ناشکري وکړي، خدای ته هیڅ فرق نه کوي. ځکه چې خدای تعالی بیخي زمونږ وجود ته اړتیا نه لري نو زمونږ مننې او شکر ایستلو ته به یې څه ولري.
حقیقت دا دی چې که خدای تعالی خپل بندګان په شکر او د نعمتونو په مننې مکلف کړې دي په دې وجه نه ده چې هغه د انسانانو شکر ایستلو ته اړتیا لري بلکې په دې خاطر ده چې په انسان کې د شکر ایستلو د روحیې زیاتیدل دهغه د معنوي او اخلاقي ودې سبب کیږي نو ځکه قران له خدایه د شکر او مننې د حکم تر څنګ فرمایي: د خپل پلار او مور د زحمتونو مننه هم وکړه. «أَنِ اشْکُرْ لِی وَ لِوالِدَیْکَ» (لقمان، 14)
ایت په دوام کې د انسانانو په کړنو کې یو کلي اصل ته اشاره کوي او فرمایي: هر څوک باید د خپلو کارونو مسوولیت ومني او د خپلو کړو ځواب ووایي. هیڅوک حق نه لري د خپلو کارونو پړه په نورو واچوي او له مسوولیته وتښتي. ځکه چې خدای تعالی په قیامت کې د هیچا بار په بل چا نه اچوي او د خپل علم په بنیاد چې د انسانانو په باطن او د هغه په عملونو یې لري، له هغوي به پوښتنه او ورسره حساب کتاب کوي.
درسونه:
۱: دیني اوامر لکه لمونځ او روژه، هیڅکله زمونږ عبادت ته د خدای تعالی د ضرورت نښه نه ده. بلکې لکه څنګه چې استاد د شاګردانو د علمي ودې لپاره هغوي ته مشق ورکوي د خدای تعالی اوامر هم زمونږ د معنوي ودې او لوړتیا لپاره دي.
۲: خدای تعالی له خپلو بندګانو سره د عدل او انصاف په اساس سلوک کوي او هر څوک د خپل کار انعام یا سزا ویني، له همدې امله په قیامت کې قومي او نسلي نسبتونه یا خپلوۍ هیڅ ګټه نه لري.
۳: خدای تعالی زمونږ انسانانو له نیتونو ښه خبر دی او کارونه مو زمونږ د نیتونو په اساس محاسبه کوي.
تلاوت آیه 8 از سوره زمر
«وَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِیبًا إِلَیْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِیَ مَا کَانَ یَدْعُو إِلَیْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّـهِ أَندَادًا لِّیُضِلَّ عَن سَبِیلِهِ قُلْ تَمَتَّعْ بِکُفْرِکَ قَلِیلًا إِنَّکَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ»
او كله چې انسان ته سختي ورسېږي (، نو) خپل رب بلي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكى وي، بیا چې كله هغه (الله) ده ته له خپل لوري نعمت وركړي (، نو) هېر كړي هغه ذات چې ده به له دې (نعمت) نه مخكې د دغه (تكلیف لرې كولو) ته باله، او د الله لپاره شریكان وګرځوي، د دې لپاره چې د هغه (الله) له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته ووایه: ته په خپل كفر سره لږه نفعه واخله، بېشكه ته له دوزخیانو څخه يې.
د تېر ایت په دوام کې چې د انسان د شکرایستلو یا کفران خبره یې کوله دا ایت د هغې یوې بیلګې ته اشاره کوي اوفرمایي: ځینې کسان کله چې په ژوند کې له ستونزو او مشکل سره مخامخ شي لکه جسمي ناروغۍ یا اقتصادي مشکلات خدای تعالی بیا بیا یادوي او ترې غواړي چې ستونزه یې ورهواره کړي او که دغه مشکل له هغوي د څه ګناه یا غفلت په وجه رامینځته شوی وي نو وې بخښي او ګناه ورته معاف کړي.
خو همدا کسان چې کله مشکل ختم او ستونزه رفعه شي او یا ورته د خدای له لورې کوم نوی نعمت ورکړی شي خدای او نعمتونه یې او تېرې ستونزې هیروي او په دنیاوي چارو بوختیږي.
کله کله هغوي دومره په دنیاوي چاور کې بوخت شي چې خدای یې بیخي هیر شي او ګمان کوي چې دا نور خلک دي چې د هغوي په ژوند کې ټاکونکی او اغیزشیندونکی رول لري نو نورو ته هم وایي چې د خدای په ځای دغه کسان وبلي او د نورو د بې لارې کیدو سبب هم ګرځي.
درسونه :
۱: په موسمي او وقتي ایمانونو کې چې د اضطرار او سختۍ په وخت په انسان کې پېدا کیږي، انسان یوازې د ژوند په یوه برخه کې خدای یوادوي خو د ژوند په ډېره برخه او وخت کې یې خدای هېر وي. دغه شان ایمان هیڅ کارسازه او موثره نه دی.
۲: که څه هم د انسان لپاره د ژوند مشکلات سخت او کړوونکي دي خو هغه ته ځینې ګټې هم لري. د دغو سختیو یوه لویه ګټه دا ده چې انسان د غفلت له خوبه بېداروي او خدای او قیامت ته یې پام وراړوي.
۳: کم ظرفیته او کم اصله انسانان چې کله هوسا او په ارام شي نو خپلې تېرې ستونزې او د هغو په اواري کې د خدای رول هېروي.
۴: په دنیا کې هره کامیابي د واقعي نېکمرغۍ نښه نه ده. داسې ډېر کافران او منکران شته چې له پرېمانه دنیاوي نعمتونو برخمن دي خو د دنیا کامیابۍ د اخرت د کامیابۍ په پرتله ډېرې کمې او معمولي دي.
خدای په اماني.
کلید واژه: بسوی نور، زمر، نعمت، شکر، سپاس، سپاسگزار