Sep 09, 2020 08:48 Asia/Kabul

p-841-Az-Zumar-ayaat-11-16 د زمر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (841)

  تفسیر ساده و روان آیات 11 تا 16 سوره زمر  

ابتدا به تلاوت آیات 11 تا 13 از سوره زمر گوش فرا می‌دهیم:

«قُلْ إِنِّی أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّـهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّینَ»، «وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَکُونَ أَوَّلَ الْمُسْلِمِینَ»، «قُلْ إِنِّی أَخَافُ إِنْ عَصَیْتُ رَبِّی عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیمٍ»       

(ای پېغمبره! دوي ته) ووایه: ماته امر شوی چې د خدای عبادت وکړم. په داسې حال کې چې خپل دین مې د هغه لپاره خالص کړی دی.

او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه تر ټولو اول مسلمان یم.

ووایه : بېشكه زه كه د خپل رب نافرماني وكړم. د ډېرې لويې ورځې له عذابه وېرېږم.

  په تېره برخه کې  د تقوا ، نیکو کارونو او صبر او پایدارۍ اهمیت ته اشاره شوه چې د ایماندارو کسانو  له نښو دي. دا ایتونه په دوام کې  پیغمبر اکرم  ته په خطاب کې فرمایي: اي پېغمبره! په ډاګه مشرکانو ته ووایه چې زه د خدای له لورې مامور یم چې  دهغه دین  له هر ډول شرکه پاک کړم او یوازې او یوازې د خدای بندګي وکړم؛ همداراز ماته حکم شوی چې په ایماندارو کسانو کې د خدای په  عبادت کې  او له شرکیه اعمالو په ډډه کولو کې تر نورو مخکې شم.

ایتونه په دوام کې فرمایي:  هر څوک چې د خدای له امره سرغړونه وکړي د خدای په عذاب ککړیږي او په دې خبره کې د پیغمبر او نورو مسلمانانو په مینځ کې هیڅ فرق نیشته. د خدای د اوامرو په وړاندې تسلیمیدل، په دنیا او اخرت کې د خدای له قهره د نجات لاره ده او په دې خبره کې د پېغمبر مسوولیت تر نورو زیات دی.

 پېغمبرانو د نورو انسانانو په پرتله د ځان لپاره هیڅ امتیاز نه غوښته او ځانونه یې د نورو خلکو په شان  د خدای امر ته تسلیم او د خدای بندګان ګڼل. دا په خپله د هغوي په حقانیت دلیل و. د نبوت د دروغجنو مدعیانو په خلاف چې په ځای د دې چې خلک د خدای لور ته وبلي، هغوی د ځان لور ته بلي او یا د ځان لپاره ځانګړې امتیازات غواړي.

 درسونه :

۱: پېغمبران خلکو ته د خدای د امر په رسولو مامور دي. هغوي له ځانه څه نه وایي او یا هم له ځانه کوم کار نه کوي.

۲:   له هر ډول کفریه او شرکیه افکارو د خدای د  عبادت او پرستش پاکول د پیغمبرانو یوه مهمه دنده وه.

۳:  په قیامت کې د خدای په محکمه کې د پیغمبرانو او نورو خلکو په مینځ کې څه فرق نیشته او هغوی کوم خاص امتیازات یا ځانګړنې نه لري.

  تلاوت آیات 14 و 15 از سوره زمر  

 

«قُلِ اللَّـهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهُ دِینِی»، «فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُم مِّن دُونِهِ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِینَ الَّذِینَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِیهِمْ یَوْمَ الْقِیَامَةِ  أَلَا ذَلِکَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِینُ»

 ووایه: زه یوازي د خدای عبادت کوم په داسې حال کې چې  خپل دین مې د هغه لپاره خالص کړی  دی.

نو تاسو له هغه نه غیر د څه شي چې غواړئ، عبادت وكړئ، ته ووایه: بېشكه نقصان كوونكي هغه كسان دي چې د قیامت په ورځ يې خپلو ځانونو او خپل اهل ته تاوان رسولى دى. خبردار شئ، دغه (تاوان) همدغه ښكاره تاوان دى

 د تېر ایت په دوام کې چې پېغمبر وفرمایل ماته امر شوی چې د خدای دین په خالصه توګه معرفي کړم او خدای په پوره اخلاص سره ومنم او عبادت یې وکړم، دا ایتونه فرمایي: ما په عمل کې هم دغسې کړې دي ځکه اول خو دا چې د خدای عبادت کوم نه د بل چا او دوهمه دا چې له هغه سره هیڅوک شریک نه ګرځوم. بیا مشرکانو ته په خطاب کې فرمایي: ماتاسو پاک او خالص دین ته بللې یئ، په داسې حال کې چې  هغه نه منئ، نو د هر څه چې مو زړه غواړي عبادت وکړئ خو پوه شي چې په لوی تاوان اخته شوې یئ ځکه چې بې له خدایه د بل چا په عبادت سره مو په حقیقت کې خپل ځان او کورنۍ په قیامت کې په  ښکاره تاوان اخته کړی دی.

 ګمان مه کوئ چې مالي تاوان  تر ټولو لوی تاوان دی. بلکې اصلي تاوان د اخرت تاوان دی. هغه ورځ به بدچاري متوجې شي چې خپل استعدادونه ، خدای ورکړې وړتیاوې او د خپل وجود ټوله پانګه  چټي له لاسه ورکړې او په ځای د دې چې کمالات لاسته راوړي او ابدي سعادت ته ورسیږي، بې له خسارته یې بل څه نه دي حاصل کړې. پر دې سربېره، د هغه لپاره هیڅ لاره نیشته چې تېرې خطاګانې جبران کړي، دا هماغه ښکاره خساره او تاوان دی.

درسونه:

 ۱: پېغمبران د الهي اوامرو په سرته رسولو کې تر نورو مخکې وو. هغوی  تر نورو زیات او  په ټول وجود سره د خدای فرمانونه اجرا کول. هیڅکله داسې نه وه چې هغوي خلک حق ته وبلي او په خپله پرې عمل ونه کړي.

۲: د پېغمبرانو یوه مهم دنده  له ډول ډول شرکونو،بدعتونو خرافاتو او تحریفاتو د خدای د دین پاکول دي ځکه چې دا د دین لوی افتونه ګڼل کیږي.

۳: پېغمبران خلکو ته د خدای د دین د رسولو مامور دي،  خو پوهیږي چې ځینې کسان حق نه مني سره له دې  نهیلي او پښېمانه کیږي نه او له خپل کاره لاس نه اخلي.

 ۴: انسان نه یوازې د خپل ځان بلکې د خپلې کورنې په وړاندې هم مسوول دی. د دیني تعلیماتو او ارزښتونو په اساس د بچو تربیت  په کورنۍ کې د والدینو یوه دنده ده.

 

  تلاوت آیه 16 از سوره زمر  

«لَهُم مِّن فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ وَمِن تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ذَلِکَ یُخَوِّفُ اللَّـهُ بِهِ عِبَادَهُ  یَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ»

 د دوى لپاره به د دوى له پاسه د اور چوپالونه وي او د دوى له لاندې نه به هم چوپالونه وي. دغه (عذاب) دى چې الله په ده سره خپل بنده ګان وېروي، اى زما بنده ګانو! نو تاسو له ما  وویرېږئ.

 دا ایت په قیامت کې د واقعي تاواني کسانو حالت بیانوي او فرمایي:  د دوزخ د اور لمبو به هغوی له هر لورې راګېر کړې وي او د تېښتې هیڅ لاره به نه لري. دا په حقیقت کې  ټولو انسانانو ته یو خبرداری دی چې که په دنیا کې پرهیزګاري خپله نه کړي او له خدایه ونه ویریږي کیدی شي په قیامت کې  په دغه شان دردناک برخلیک اخته شي.

درسونه :

۱:   کفر او شرک او د خدای هېرول د انسان د بدبختۍ او  هلاکت سبب کیږي. څوک چې په دنیا کې د کفر او شرک لاره  خپلوي په اخرت کې به د خدای په قهر او عذاب اخته کیږي  او اورو به یې له هر لورې راګېروي.

۲:  د دوزخ له اوره د ژغورېدو یوازینۍ لاره  پرهیزګاري او  له ګناه ډډه کول دي.  ګناه د اورینې مادې په شان ده چې یوازې په  مخنیوي سره یې  د جهنم د اور د بلېدو مخه نیولی شو.

 پای.

 

------------------                                                                                                                                                                                         کلید واژه: بسوی نور، زمر، شرک، پیامبران، قیامت، خسارت،  دوزخ