Sep 12, 2020 15:57 Asia/Kabul
  • بې نقابه امريکه ۱۳۹۹-۰۶-۲۲

ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره بې نقابه امريکه نومې د دې هفتې له مطلب ستاسو په خدمت کښې يوو،

له هر څه مخکښې په تېره هفته کښې د امريکې ډېرو مهمو خبرونو او بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو.

د کورونا ګواښ په قصداً وړوکې ښودلو باندې د ټرمپ اعتراف، په امريکه کښې د اجتماعي ناآراميو د زياتېدو په باره کښې خبردارے، د امريکې د کورنيو چارو د وزارت لخوا په اطلاعاتو کښې د لاسوهنې افشاء کېدل، د ناوالني د ادعائي مسموميت په اړه په روسيې د پومپئو تور لګونه او د ټرمپ لخوا د کيوبا د تجارتي بنديزونو تمديد په تېره هفته کښې د امريکې ځينې ډېر مهم  خبرونه او بدلونونه وو.

د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وخت په نزدې کېدو سره د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې رسوائۍ په ډاګه کيږي چې ترټولو تازه يېد کورونا وائرسو او کوييډ – ۱۹ نومې بيمارۍ قصداً وړوکې ښودلو سره اړوند ده. ټرمپ په يوې مرکه کښې اعتراف وکړ چې قصداً يې د کورونا په وجه رامنځته شوے کواښ يې وړوکے ښودلے دے. سي اېن اېن چېنل د هغه غږيز فائل په بنياد چې د مارچ په ۱۹ يې له باب ووډورډ نومې خبريال سره د ټرمپ له يوې مرکې څخه ترلاسه کړے دے د ټرمپ په نقل سره ليکلي دي: «تل غواړم چې دا مسئله وړه وښيم.» ټرمپ همدارنګ ويلي دي: «اوس هم غواړم هغه وړه وښيم، نه غواړم چې په خلقو کښې ويره رامنځته کړم.» امريکائي رسنيو ليکلي دي چې ټرمپ له دغې مرکې يوه مياشت مخکښې هم له ووډورډ سره په خبرو کښې اعتراف کړے ړ چې پوهيږي چې کوييډ نولس نومې بيماري مرګونې ده. دا خبره د ټرمپ له جوتو څرګندونو سره په تناقض کښې ده چې تل ادعا کوي چې کورونا څه مشکل نه رامنځته کوي او تر زيات حده په کڼترول کښې راغلې  ده. د کورونا وائرسو د خپرېدو د واړۀ ښودلو په باره کښې د ټرمپ د غږيز فائل له په ډاګه کېدو وروسته هغه په يوه ناقابل قبول توجيه کښې ادعا وکړه چې د ګډودۍ او وحشت له رامنځته کېدو څخه د مخنيوي لپاره يې دا موضوع مطرح کړې ده.

د ټرمپ د مکالمې غږيز فائل په داسې حال کښې خپور شوے دے چې همدااوس په امريکه کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر له شپږ ميلين او دوه لکه تنو اوړېدلے دے او له دغې بيمارۍ څخه  مړۀ شويو کسانو شمېر دوو لکو ته نزدې شوے دے. زياتره روغتيائي کارپېژاندي باوري دي چې د روغتيائي اصولو او مقرراتو د اجرا لپاره په فرورۍ او اپرېل مياشتو کښې د ټرمپ د حکومت کوتاهۍ د پېړۍ د ترټولو خطرناکې بيمارۍ په وړاندې د ټولنې د تحفظ لپاره يو مهم فرصت له لاسه ورکړ.

ټرمپ به ترمودو وعده ورکوله چې کوئيډ – ۱۹ بيماري ترکنټرول لاندې ده او حتی د قرنطينو له عملي کولو او د ماسکو له استعمالولو سره يې هم مخالفت کوۀ. د امريکې د ولسمشر دغه چلند د کورونا وائرسو په وړاندې د دغه هېواد په ټولنه کښې د يو ډول اطمينان حاصلولو او بې پروائۍ سبب شو او تر يوې مودې پورې به خلقو د روغتيائي پروټوکولونو له عملي کولو څخه ډډه کوله. همدغه موضوع د دې سبب شوه چې په امريکه کښې د وائرسو د خپرېدو اندازه په نړۍ کښې بې مخينې ځغل سره مخامخ شي او دغه هېواد په چټکتيا سره په کوييډ نولس نومې بيمارۍ د اخته او مړو کسانو هېوادونو د لېسټ په سر کښې راشي.

هغه قصداً د کورونا همه ګيري وړه وښوده او اوس دا دے له يو لک نوي زرو نه زياته کسان مړۀ شوي دي. شواهد ښودنه کوي چې ټرمپ په اقتصادو او انتخاباتو باندې د کورونا وائرسو له ويجاړونکو اثراتو څخه د مخنيوي په خاطر دغه خطرناکه لاره اختيار کړه. د کورونا له خپرېدو نه ترمخکښې پورې په امريکه کښې د بې روزګارۍ اندازه 3.5 فيصده ته راټيټه شوې وه او ټرمپ هيله من ؤ چې د اقتصادو د رونق د دوران په کارولو سره به د نومبر د مياشتې په انتخاباتو کښې په آسانس سره کامياب شي. له دې امله د تامين د وظيفې د پوره کولو او د امريکائي ښاريزو د امنيت د ساتنې په ځاے يې له کورونا سره د اړوندو حقائقو د پټولو لار غوره کړه. په داسې حال کښې چې اوس انتخاباتو ته څو هفتې باقي پاتې دي، له يوې خوا له کورونا څخه د انسانانو د سرتاوانونو شمېر هم هغه شان مخ په زياتېدو دے او اقتصاد هم احياء شوي نه دي او له بلې د ګڼ شمېر رسوائيو په وجه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ماتې خطر د ټرمپ مخې ته راغلے دے.

په امريکه کښې د مختلفو ډلو ترمېنځ له تاوتريخوالي ډکو نښتو له رامنځته کېدو وروسته د ډونالډ ټرمپ او د ډېموکرېټ ګوند نامزد جوبائيډن ترمېنځ د انتخاباتي سيالۍ په بهير کښې په دغه هېواد کښې د اجتماعي نااراميو د زياتېدو د احتمال به باره کښې  کارپېژاندو خبردارے ورکړےدے. ۲۰۲۰ کال د مۍ په پينځويشتمه د ميناسوتا ايالت د مينياپولس سپين پوستکي پوليس افسر په لاسو د يو امريکائي تورپوستکي ښاريز جارج فلويډ له وحشيانه قتل وروسته په دغه ښار کښې د امريکې د پوليسو د تشدد په خلاف پراخه احتجاجونه شروع شول او د امريکې نورو ښارونو اوحتی نورو هېوادونو ته يې لمن وغزېده او لا تراوسه هم دوام لري. د تېرې نهې په ورځ اورګن ايالت په دغه ايالت کښې د نااراميو له يو سل دويمې ورځې سره په يو وخت د ښي لاسو او کيڼ لاسو ډلو ترمېنځ له تشدده ډکو نښتو په ډګر بدل شو. د اورګن ايالت په سيلم ښار کښې پوليسود ټرمپ دوه پلويان «د تورپوستکو ژوند مهم دے» ترعنوان لاندې ډلې په مظاهرچيانو باندې له حملې وروسته ونيول.

په پورټلېنډ ښار کښې هم د ترمپ د طرفدرانو يوه ډله کسان د تورپوستکو په خلاف له نسل پرستانه تبعيض سره د مخالفو ډلو له مظاهره کونکو سره ښکېل شول او په هغوي يې د مرچکو په سپرې ګانو سره حمله وکړه. ټرمپ په دې وروستيو کښې په يو ټوئيټ کښې پورټلېنډ ښار ته د فيډرل پوليسو د لېږلو غوښتنه وکړه چې د دغه ښار احتجاجونه وځپي. کارپېژاندو دغو تاوتريخوالو ته په پام سره خبردارے ورکړے دے چې د پوسټ له لارې له انتخاباتو سره اړوند شکونه چې ټرمپ ورته تل لمن وهي،کېدې شي اجتماعي نااراميو د رامنځته کېدو سبب شي. ځينو پېنډولي ايالتونو يعنې هغه ايالتونو چې د رائې نتيجه پکښط کله د ري پبلکنانو او کله هم د ډېموکرېټانو په ګټه وي لکه مېشيګان، پنسيلوانيه او وېسکانيسين کښې له انتخاباتو نه تر يوې ورځې پس پورې د رايو شمېرنه ممنوع کړې ده.

د امريکې په حکومت کښې يو افشاګر وويل چې د کورني امنيت په وزارت کښې د ټرمپ منصوب شويو کسانو په ځلونو اجرائي چارواکي محبور کړي دي چې د مخالفو ډلو په باره کښې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ګمراه کونکو څرګندونو سره د مطابقت لرلو لپاره اطلاعاتي جاجونو کښې لاسوهنه وکړي. په مشخصه توګه د کورني امنيت د وزارت سرپرست چاډ وولف او  مهاجرت د دفتر سرپرست کِن کوچينلي چې دواړه د ټرمپ لخوا منصوب شوي دي ترخپل لاس لاندې چارواکو ته حکم ورکړے دے چې د اطلاعاتي جاجونې دې د ټرمپ د سياسي څرګندونو په بنياد بدلې کړي. د دغې ماجرې افشاګر چې دا چار د ټرمپ او د هغه د حکومت لخوا له اقتدار څخه ناوړته استفاده بللې ده وائي: وولف او کوچينلي دواړو کوشش وکړ چې د سپين برترګڼلو د ګواښ وړوکي ښودلو لپاره رپوټ بدل کړي او په عوض کښې دې د کيڼ پالو ډلو په رول باندې تاکيد وکړي ، ځکه چې اندېښمن وو چې وړومبنے متن به د ټرمپ په حيثيت تاثير وکړي. د امريکې د کورني امنيت وزارت د خپلو لوړرتبه چارواکو په خلاف د مطرح شويو تورونو په باره کښې مطرح شويو پوښتنو ته ځواب نه دے ويلے.

د امريکې خارجه وزير مائيک پومپئو د دغه هېواد د روسي ضده سياست په لړ کښې د روسيې د حکومت د مخالفينو د سرغنه اليکسي ناوالني د مسموميت په ماجرا کښې د تور ګوته د ماسکو د لوړ رتبه چارواکو لوري ته ونيوه. پومپئو د تېرې چارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې احتمالا د روسيې لوړ رتبه چاروکو د ناوالني د مسمولو حکم صادر کړےدے. په  دې لړ کښې واشنګټن منفي دريځ نيونې ته په پام سرهد روسيې د خارجه وزير وياند سرګئ ريابکوف وويل زيات احتمال شته چې امريکه د ناوالني د حالت په وجه ماشکو بائيکاټ کړي، خو دا د دې نه سبب کيږي چې مونږ دې خپله پاليسي بدله کړوو. په  ناوالني کښې د اګست په شلمه په روسيې کښې له تومسک ښار نه د ماسکو په لور د الوت په وخت د بيمارۍ ځينې علامات څرګند شول او په امسک ښار کښې د الوتکې په اضطراري توګه له کوزيدو وروسته په دغه ښار کښې يو روغتون ته منتقل شو. د دغې پېښې له هم هغو وړومبنيو ورځو څخه له دې مخکښې چې ټېسټونه يې ترسره شي، لويديځ د روسيې په خلاف دريځ نيونه وکړه او د تور ګوته يې د ماسکو لوري ته ونيوه. د جرمني حکومت د ستمبر په دويمه ادعا وکړه چې ناوالني د اعصاب د عامل لخوا مسموم شوےدے. روسيې د الېکسي ناوالني د ادعائي مسموميت په ماجرا کښې د لويديځ د لاسوهنو په اړه د غبرګون په څرګندولو سره دا چاره د روسيې په خلاف د نويو بنديزونو د لګولو لپاره يوه حربه بولي. د کريملين وياند ديميتري پسکوف وويل لويديځو هېوادونو د ناوالني د بيمارۍ په اړه له غلطو اطلاعاتو څخه په استفادې سره د روسيې په خلاف د نويو بنديزونو د لګولو لپاره يوه بهانه ترلاسه کړې ده. د روسيې خارجه وزارت هم د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د ناوالني په باره کښې د جرمني تورونه وغندل او هغه يې بې بنياده وبلل.

له دې مخکښې د کېنېډا، فرانسې، جرمني، اېټاليا، جاپان، برطانيې او امريکې هېوادونو چې اوۀ ډله نوميږي خارجه وزيرانو په يوه ګډه بيانيه کښې د ناوالني مسموميت وغندۀ او له روسيې يې وغوښتل چې په هغه باندې د ادعائي حملې عاملان دې پېدا او محاکمه کړي. ډونالډ ټرمپ هم د تېرې هفتې د سه شنبې په ورځ وويل، له نورډ سټريم دوه نومې ګېس رسونې له پروژې څخه د وتلو لپاره د ناوالني د مسموميت په اړه په غبرګون کښې د جرمني له ګواښ څخه ملاتړ کوي خو فکر نه کوي چې برلېن دې د دې کار ترسره کولو وس ولري، ځکه چې د انرجۍ د امنيت له نظره ډېر زيات کمزورے دے. هغه تاکيد وکړ، د امريکې حکومت مودې اوشوې چې په نېټو کښې خپل هرسنګ ته سپارښتنه کوي چې د نورډسټريم دوه نومې ګېسو له پروژې څخه خارج شي، که څه په اوس حال کښې برلېن د روسيې له انرجۍ سره سخت وابسته دے. ټرمپ په خپلو څرګندونو کښې په واضحه توګه دې ته په اشارې سره چې نېټو د دې لپاره چې د روسيې په وړاندې له اروپا څخه ساتنه وکړي، خو په نيوکه کونکې لهجې سره يې وويل چې جرمني ميليارډونه ډالره ماسکو ته ادا کوي. دا په داسې حال کښې دي چې له دغې پروژې څخه د وتلو په اړه د جرمني د لوړرتبه چارواکو د وروستيو ګواښونو باوجود برلېن پکښې د شتون له دوام نه بغېر بله څه چاره نه لري. په عين  حال کښې دا مسئله د امريکې او جرمني ترمېنځ د اختلاف وړ يوې مهمې مسئلې باندې بدله شوې ده او په همدې وجه هم ټرمپ اوس چې د ماسکو او برلين ترمېنځ د ناوالني د ادعائي مسموميت په سر تاوتريخوالے زيات شوے دے، کوشش کوي چې د جرمني په خلاف د دباونو په زياتولو او سپکاوي کولو سره داسې څه کار وکړي چې برلېن د نورډسټريم دوه نومې د ګېسو له پروژې څخه وتلو ته مجبور شي.

سپينې ماڼۍ د چارشنبې په ورځ د ۲۰۲۱ کال د ستمبر تر څوارلسمې پورې د کيوبا په خلاف د تجارتي بنديزونو د يو کال د تمديدولو په زمينه کښې د ټرمپ د اقدام خبر ورکړ. سپينې ماڼۍ  د يوې بيانيې په خپرولو سره وويل چې ټرمپ د بنديزونو د تمديدولو د فرمان په لاسليکولو سره تاکيد وکړ، زۀ په دې باوري يم چې د يو نور کال لپاره د کيوبا په خلاف د دغو اقداماتو تمديد د امريکې د ملي ګټو په لړ کښې دے.

د ټرمپ د حکومت د بنديزونو مطابق امريکائي شرکتونه له کيوبا سره له هر ډول تجارتي تعلقاتو منعې کيږي، د دې په غېر صورت کښې به له درنو نتائجو سره مخامخ شي. ټرمپ په اقتدار کښې د راتلو له وخت نه د امريکې او کيوبا د تعلقاتو ښه کېدو ته په بې پامۍ سره چې د امريکې د مخکښيني ولسمشر باراک اوباما د اقتدار له دورې څخه شروع شوي وو، داسې اقدامات غوره کړي دي چې هره ورځ د هاوانا او واشنګټن تعلقات خړپړيږي. د ۲۰۲۰ کال په اګست کښې د امریکې خارجه وزير مائک پومپئو د امريکې د او کيوبا ترمېنځ د چارټر الوتونو د زوړند په حال کښې د راتلو خبر ورکړ.

امريکه مودې اوشوې چې کيوبا يې په چټي بهانو سره بائيکاټ کړے دے. د هاوانا په خلاف د واشنګټن غليمانه دريځ د نړيوالو ادارو له نيوکو سره مخامخ شوے دے. د ملګرو ملتو يو شمېر کارپېژاندو د روان ميلادي کال په اګست کښې په يو رپوټ کښې په کيوبا او وېنزوېلا کښې کورونا د وائرسو د خپرېدو په دوران کښې د دغو دواړو هېوادونو د خلقو په خلاف د امريکې په بنديزونو باندې په نيوکې سره تاکيد وکړ چې د بشري حقوقو د ساتنې په بهانه دغه بائيکاټونه په حقيقت کښې د خلقو د وژله ده او د روغتيائي اصولود خيال ساتنې، د خوراکي او ژوند د موادو د برابرولو په شمول له خپلو بنيادي حقوقو څخه بې برخې کوي. د ملګرو ملتو خصوصي رپوټر آلنان دوهان د روغتيائي موادو او سامانونو په شان  بنيادي محصولاتو ته د لاسرسائي د زياتېدو د امکان لپاره د بنديزونو د ختمولو يا کمولو لپاره د يو لړ اقداماتو د زياتولو غوښتنه وکړه.

ګرانو دوستانو د دې هفتې بې نقابه امريکه نومې پروګرام وخت په همدې ځاے ختميږي بلې هفتې ته به بيا له داسې يو پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې حاضر شوو تر هغه وخته بريالي اوسئ

ګوينده: د خداے په امان

---------------

 

ټیګونه