May 04, 2016 15:44 Asia/Kabul
  • اسلام
    اسلام

پدی مطلب کی د علم او ټکنالوجۍ د زده کړې د ضرورت په هکله، د آیت الله العظمی خامنه ای د ویناؤو یوه برخه څیړو. د ایران علمی پرمختګونه؛ په تیره بیا په وروستۍ یوه لسیزه کی، ټولو ته څرګند او معلوم دي. ګواکی بی رحمانه بایکاټونو، د ایران د ملت لپاره یو زرین فرصت رامنځته کړ، او ایرانی رسیدلو ځوانانو وکولای شول، پدغه تیاره فضا کی د ستورو په شان وځلیږی، او په علمی کشفیاتو سره؛ ایران په سیمه او نړۍ کی په یو پرمختللی هیواد باندی بدل کړی.

آیت الله العظمی خامنه ای، د ایران د علمی پرمختګونو په باره کی فرمایی:« پدی وروستیو لسیزو کی زموږ علمی پرمختګ، یو واقعیت دئ، ځینو کسانو پدغه موضوع باندی باور ونه کړ، ځینو حتی له دغې مسئلې انکار وکړ. دا چی موږ د نړیوالې ودې د منځنی حد په کچه، ۱۳ چنده د علم د پرمختګ چټکتیا لرلې ده، رښتیا ده.»
 د ۲۰۰۶ م کال د اپریل په ۹ مه نیټه، د یو خبر خپریدو؛ نړیوال هک حیران کړل، او هغه اټمی پرمختللې ټکنالوجۍ ته د ایران رسیدا وه. پداسی حال کی، چی د دنیا یواځی څو پرمختللو هیوادونو، دغه تکنالوجې تر لاسه کړې ده، د سانټریفیوژونو نوی نسل ته، د ایران د پوهانو او متخصصینو د لاس موندلو خبر، د سترو قدرتونو د حیرانتیا سبب وګرځید. د دغه خبر په اعلانیدو، او د اټمی انرجۍ د نړیوال آژانس له خوا د هغه په تائیدیدو سره، ایران د یورانیمو په پخولو کی، د تکنالوجۍ د لرونکو هیوادونو په کتار کی معرفی شو. په هیواد کی اټمی پرتمین جشن جوړ شو، او د ایران په ملی جنترۍ کی، یوه ورځ، د« اټمی ټکنالوجۍ ملی ورځ » ونوموله شوه. 
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، له دغه بریالیتوب وروسته  وویل: « نن ورځ، د ایران د ځوانانو د حیرانونکو کارونو یو مثال، همدغه د اټمی موادو پخول دي، چی له ډیرو پټو نړیوالو تکنالوجیو څخه دي، چی قدرتمنو هیوادونو دغه ټکنالوجې په کلې توګه پخپل کنټرول کی ساتلې ده. ایرانیو ځوانو پوهانو، په اټمی پوهه کی پخپل ستر بریالیتوب سره، په حقیقت کی د ایران د ملت د انرجۍ، اوږد مهاله راتلونکئ تضمین کړ، او دغه لړۍ باید په هیڅ بیې سره له لاسه ور نه کړو، ځکه چی له دغه ډګر څخه هر ډول په شا تګ، سل په سلو کی زیان دئ.»
اټمی ټکنالوجۍ، د اټمونو د تجزیه کولو او د اټومونو د سره یو ځای کولو له لارې، په پاخه یورانیم باندی، د طبیعی یورانیمو بدلولو ته وایی.
له اټمی انرجۍ څخه اصلې استفاده، د الکټرونیکې انرجۍ تولیدول دي. دا د اوبو د ایشولو او د مؤلدو تور بینونو د کارکولو لپاره، یوه ساده او کارنده لاره ده. د داشان اسټیشنونو سونګ، یورانیم دئ. د اټمی سونګو څرخه، یو شمیر صنعتی عملیات دي، چی په اټمی بټیو کی، د یورانیمو په وسیله، د بریښنا تولیدول ممکنوی. په اټمی اسټیشنونو کی له موجودو بټیو څخه پرته، دغه د بریښنا اسټیشنونه، د ډبرو سکرو او د سونګو د نورو اسټیشنونو په شان ګرځی.
د اټمی بریښنا تولیدول، د ایران د اسلامی جمهوریت د سترو پلانونو له جملې څخه دي، چی پدې زمینه کی د اټمی سونګو د څرخې  لرل، او د اټمی اسټیشنونو زیاتول، مهم رول لری. 
 د هیواد په داخل کی د پوهانو په وسیله، اټمی ټکنالوجۍ ته د ایران لاس موندل، پداسی حال کی ؤو، چی د نړۍ د مهمو علمی مرکزونو ورونه، د ایرانیو پوهانو او ایرانیو محصلینو پرمخ تړلي ؤو. مګر ځان باورۍ؛ زړه ورتیا او د« موږ کولای شو » په شعار باندی تکیې ته، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود تشویقونه، په اټمی ډګر کی د ځوانو پوهانو د پرمختګ او غوړیدا سبب شول. د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د ایران د بریالیتوب او پخپلې توانایۍ باندی، د اټمی پوهانو د تکیې په هکله خبرې کوی. دوی، پدې باره کی هغې مقالې ته، چی یو امریکایی لیکلې ده اشاره کوی. دغه مقاله د اوریدو وړ ټکی لری. د اسلامی انقلاب معظم لارښود وایی:« ما یوه مقاله لوستله، چی له یوې امریکایی ورځپاڼې څخه یی نقل کړئ ؤو، چی وایی: « ایران؛ په اټمی مسئله کی یوه اشتثنا ده.» دغه مقاله په توضیح کی زیاتوی: چین چی اټمی ټکنالوجۍ ته ورسید، له چا څخه یی تر لاسه کړه، پاکستان او هند دغه ټکنالوجې له چا څخه واخیستله؛ خو کله چی ایران ته رسیږی، پوښتنه کوی؛ ایران دغه ټکنالوجې له چا څخه تر لاسه کړه؟ دغه مقاله لیکی:« له هیچا څخه.» یاده مقاله په دوام کی توضیح ورکوی؛ ایران پداسی شرایطو کی چی هم بایکاټ ؤ، او د اټمی پرمختګ امکانات یی ورته نه ورکول، او هم یی له هغه سره مبارزه کوله؛ اټمی پوهې ته لاس پیدا کړ. دغه مقاله حتی، د ایران د اټمی پوهانو ټروریدو ته اشاره کوی. دا هغه څیزونه دي چی زموږ دښمنان یی وایی. دغه مقاله د واشنګټن پست په ورځپاڼه کی لیک شوې ده.»
هو! لوړو څوکو ته رسیدا، یواځی په شعار او خبرو سره کیدونکې نه ده، بلکه د هدف لرل؛ د هغه په لور د ټینګو او دوامدارو ګامونو اوچتول، او هڅه او هاند کول، ستر بریالیتوبونه په سوغات راوړی. د قرآنکریم آسمانی کتاب هم د الم نشرح د مبارکې سورې په ۵ مو  او ۶ مو آیتونوکی، دوې ځلې په تاکید سره فرمایی: « په تحقیق سره د هرې سختۍ سره آسانې شته. هو؛ په تحقیق سره له هرې سختۍ سره آسانې شته.»
 د علم د تولیدولو، او د هیواد د پرمختګ لپاره، د علم د تولیدولو د اهمیت په اړه، د آیت الله العظمی خامنه ای تشویقونه هم، د قرآن عظیم الشان همدغو آیتونو ته په توجه سره دي. دوی په ځلونو پخپلو ویناؤو کی دې مسئلې ته اشاره کړې ده، چی ایرانی رسیدلی ځوانان او پوهان، په هره زمینه کی چی هڅه وکړی، وبه کړای شی سترو علمی بریاؤو ته ورسیږی.
دوی په اټمی زمینه کی، د ایرانی پوهانو حیرانونکی پرمختګ ته پام سره، فرمایی: « په هره برخه کی چی تاسی وکولای شئ، له ځانه تحرّک او پرمختګ وښيئ، د دښمن لورئ احساسوی، چی بایکاټ یو پوچ او بی ګټئ کار دئ، یو ناوړه کار دئ؛ څرګند مثال یی هم، همدغه د یورانیمو شل فیصدې پاخه شوې مواد دي، چی موږ د تهران د تحقیقاتی اسټیشن لپاره، ورته ډیره ضرورې اړتیا لرله. د هیواد ذخیره مخ په تمامیدو وه، دغه اټمی اسټیشن بندیده، د راډیو درمل چی د اړتیا وړ ؤو، پدی ځای کی تولیدیدل، خو د خلګو له لاسرسۍ څخه وتل؛ مسؤلانو هڅه وکړه، چی شل فیصدې یورانیم چمتو کړی. د شل فیصدۍ قضې په سر ، د دنیا د قدرتمنو هیوادونو، او د هغوی په سر کی د امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو، د سیاسی لوبې ماجرا، یوه د اوریدو وړ، خوږه او اوږده ماجرا ده، چی هغوی څه کارونه وکړل! موږ غوښتل هغه رانیسو، هغوی په ډول ډول چلولونو لاس پوری کاوه، چی خنډ اچونه وکړی، تر دې چی باالآخره اسلامی جمهوریت، دې نتیجې ته ورسید، چی شل فیصدې یورانیم پخپله تولید کړی، خو هغوی باور نه کاوه، چی دغه   شل فیصدې یورانیم تولید شو، له هغه څخه د سونګو د تولید امکان پیدا شی، یعنی وکولای شی؛ د سونګو میله، او د سونګو صفحه جوړه کړی، چی دغه کار هم، د اسلامی جمهوریت ځوانانو او ځوانو پوهانو وکولای شول، پخپلې هوښیارتیا، پخپل نووښت، او په ښه مدیریت سره سرته ورسوی. اوس چی ټوله دنیا وپوهیدله چی د ایران اسلامی جمهوریت، دغې ټکنالوجۍ ته لاس موندلئ دئ، او محصول یی تولید کړئ، او کولای شی له دغه محصول څخه استفاده وکړی، زارۍ کوی؛ دا وایی له ما څخه واخلئ، او هغه وایی له ما څخه رانیسئ، وایی چی چمتو یو پر تاسو باندی وپلورو، خو مه یی تولیدوئ، دنیا داسی ده. د اسلامی جمهوریت د نظام او د هر بل خپلواک نظام په وړاندی، د دنیا دباؤ، او د نړۍ د سترو او وړو ډول، ډول قدرتونو پلمه لټونه، د نظام د کمزورتیا او غښتلتیا تابع ده، په هر ځای کی چی تاسی کمزوری اوسئ، د هغوی پلمه لټونه زیاتیږی، هر چیری چی تاسی پیاوړی اوسئ، توانمن اوسئ او وکولای شئ پخپلو پښو باندی ودریږئ، هغوی مجبوریږی په لا زیات ادب سره ستاسو سره چلند وکړی، په منطقی توګه ستاسو سره برخورد وکړی، دا د هیواد د ټولو مشکلاتو د حل کلې ده.»  
اټمی پرمختللې ټکنالوجۍ ته له لاس موندلو وروسته، د اسلامی انقلاب د دښمنانو، او د هغوی په سر کی د امریکا د دولت، او د اسرائیلو د نیواکګر رژیم کړچار او برخوردونه له انتظار څخه لیری نه ؤو. هغوی په شدیده توګه؛ غلیمانه دریځونه غوره کړل، او ایران یی د اټمی وسلو په جوړولو باندی تورن کړ. دا پداسی حال کی ده چی امریکا نه یواځی زیات شمیر اټمی بمونه، پخپلو اټمی بټیو کی ذخیره کړی دي، بلکه تر اوسه یی دوې ځلې؛ له دغه ورانونکی بم څخه استفاده کړې ده. په ناکازاکی او هیروشیما کی د جاپان د خلګو وژل، او د هغه غمجنونکی عواقب، ټولو ته معلوم دي.
زموږ د زمانې ترخه ټوکه داده، چی د امریکا دولت؛ چی تر ټولو زیات   وژونکی اټمی وسلې، او نوری ډل وژونکې وسلې لری،او یواځنئ دولت دئ، چی له اټمی وسلو څخه یی کار اخیستئ، نن ورځ غواړی د اټمی وسلو د پراختیا سره د مخالفت بیرغ، په لاس کی واخلی! دوی، او د هغوی لویدیځو ملګرو،صهیونیسټی نیواکګر رژیم؛ په اټمی وسلو باندی سمبال کړئ، او د دغې حساسی سیمې لپاره یی، ستر خطر  په وجود راوړئ دئ. مګر، همدغه دوکه ماره ډله، د خپلواکو هیوادونو لپاره، له اټمی انرجۍ څخه سوله ایزه استفاده، نشی زغملای؛ او حتی د راډیو درملو او نورو انسانی سوله ایزو مصرفونو لپاره، د اټمی سونګو له تولیدولو سره، پخپل ټول توان مقابله کوی. او پدې هکله د هغوی درواغه پلمه؛ د اټمی وسلو له تولیدولو څخه ویره ده. 
د ایران د اسلامی جمهوریت په هکله هغوی پخپله پوهیږی چی درواغ وایی، موږ نه غواړو اټمی وسلې جوړې کړو؛ نه پدی خاطر چی امریکا له دې کبله غصه کیږی، زموږ خپله عقیده دا ده. موږ باوری یو، چی اټمی وسلې، په بشریت باندی جنایت دئ، او باید تولید نه شی؛ هغه څه چی په دنیا کی شته هم، باید محو او نابود شی.»
اټمی او پرمختللې ټکنالوجۍ ته رسیدل، د اټمی وسلو د نه پراختیا تړون، د غړیو هیوادونو له جوتو حقوقو څخه دي؛ چی ایران هم د هغه یو غړئ دئ. د دغه تړون په اساس، هغه هیوادونه چی اټمی پرمختللې ټکنالوجې لری، دنده لری چی له نورو غړیو هیوادونو سره مرسته وکړی، تر څو غیر پوځی اټمی ټکنالوجۍ ته لاس پیدا کړی. د دغې مرستې په بدل کی د نظر وړ هیوادونه ژمن کیږی، چی اټمی وسلو ته د لاس موندلو لپاره، له هر ډول هڅې څخه لاس واخلی.   په نتیجه کی ویلای شو؛ چی د حضرت آیت الله العظمی خامنه ای له نظره، دا د ایران د ملت حق دئ، چی له اټمی ټکنالوجۍ څخه چی لاسته یی راوړې ده، ساتنه وکړی؛ او هغې ته پرمختګ ورکړی.
ګرانو اوریدونکو! د دغې لاسته راوړنې د اهمیت په هکله، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په مهمو ویناؤو سره نننئ پروګرام پایته رسوؤ:
دوی فرمایی:«داچی موږ وایو، اټمی انرجې، یا په لا درست عبارت اټمی ټکنالوجې، د سونکو څرخه، او د یورانیمو پخول؛ زموږ د ملت جوت حق دئ، دا پدې معنا ده؛ چی که دغه چارې په اوس حال کی د دغه ملت لپاره برابرې نه کړو، په راتلونکی کی دغه ملت؛ د خپلو دښمنانو او مخالفینو په لور د سؤال لاس ور اوږد کړی.
که د ایران ملت نن ورځ، د خپل هیواد لپاره اټمی ټکنالوجې لاسته را نه وړی، څو کاله وروسته؛ هغه مهال چی دغه ځوانان د کار او فعالیت بازار ته ګام ایږدی، هغه ورځ چی د ایران د ملت نفوس، له اوس وخت څخه میلیونونه تنه زیات دي، هغه ورځ دغه ملت پخپله یوه ډیره اساسې اړتیا کی، دیته مجبور دئ چی خپل لاس د پردیو خوا ته، او احتمالاً دشمنانو ته ور اوږد کړی. د ملت آبرو او عزت له منځه وړی، تر څو له هغه څه چی په واک کی یی لری، لږه برخه دغه ملت ورکړی. موږ دغه د زور خبره نده منلې، او تاسی د ایران ملت وپوهیږئ، چی د هیواد مسؤلان به قبول نه کړی، او زه به په هیڅ بیې سره، د زور د دغې خبرې تر پیټې لاندی لاړ نه شم.»    



  
 


ټیګونه