کتابونه د علم باغونه (15)
(last modified Sun, 12 Dec 2021 10:21:19 GMT )
Dec 12, 2021 14:51 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه (15)

ډېرو عزتمونو او خوږو دوستانو د تودو سلامونو او نېکو هيلو په وړاندې کولو سره کتابونه د علم باغونه نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

قرآن مجيد د خداے پاک کلام او د مسلمانانو آسماني کتاب دے چې د جبرائيل (ع) په وسيلې سره په خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی (ص) باندې وحي شوے دے. د قرآن مجيد وړومبني مبارک آيتونه په ابتداء کښې له مکې سره نزدې د نُور نومې غرۀ په حراء نومې غار کښې د خداے په ګران رسول (ص) وحي شول. مشهوره نظريه دا ده چې د دغه آسماني کتاب مبارک آيتونه هم د وحي د فرښتې له لارې او هم بې له څه واسطې نېغ په نېغه په پېغمبراکرم (ص)  نازل شوي دي. د زياترو مسلمانانو په عقيده د قرآن مجيد نزول په تدريجي توګه شوے دے؛ خو ځينې په دې باوري دي چې په تدريجي توګه د آيتونو له نازلېدو نه علاوه هغه چې ټاکل شوې وه په يو کال کښې په حضرت محمد مصطفی (ص) نازل شي د روژې د مبارکې مياشتې د قدر په شپه کښې په يو ځاے په هغه حضرت نازل شوے دے.

د قرآن مجيد آيتونه د پېغمبراکرم (ص) په زمانه کښې په تيت پرکه توګه د حېواناتو په څرمنو، د کهجورو يا خرما د ونو په پټونو او لرګيو، کاغذ او ټوکو باندې ليکل کېدل.

د قرآن مجيد  د دغو ټولو تيت پرک نازل شويو آيتونو د راغونډېدو په اړه هم دوه نظريې دي يوه نظريه د سني وروڼو ده چې هغوي عقيده لري چې دغه تيت پرک نازل شوي آيتونه په کتابي شکل کښې د پېغمبراکرم (ص) له رحلت نه پس د هغه حضرت د صحابه کرامو په ذريعې سره راغونډ او مرتب کړے شول. خو د شيعه وروڼو د عقيدې مطابق دغه مبارک آيتونه هم د خداے د ګران رسول (ص) په موجودګۍ کښې  او د هغه حضرت ترڅارنې لاندې د حضرت امام علي (ص) په لاس راغونډ کړې شول او دا موجوده قرآن چې زمونږ په لاسو کښې دے مرتب کړے شو او امت ته په کتابي شکل کښې پرېښودل شو.

 قرآن، فرقان، الکتاب او مصحف د قرآن مجيد ځينې مشهور نومونه دي. قرآن مجيد ۱۱۴ سورتونه او له شپږو زرو زيات آيتونه لري او د پارو په نامه په دېرشو پارو چې سيپارې ورته ويل کيږي وېشل شوے دے. په قرآن مجيد کښې د توحيد، قيامت، د پېغمبراکرم (ص) د غزاګانو او جنګونو، د انبياء عليهم السلام داستانونو د اسلام د مبين دين د شرعي اعمالو، اخلاقي فضائلو او رذائلو او له شرک او نفاق سره د مبارزې په شان موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

قرآن مجيد د مسلمانانو د تفکر ترټولو مهمه سرچينه او د حديث  او سنتو په شان د اسلامي تفکر سرچينې يې بل معيار دے؛ په دې معنا چې هغه تعليمات چې د نورو اسلامي سرچينو له لارې رسېدلي دي، له قرآني تعليماتو سره د مخالفت په صورت کښې اعتبار نه لري. له پېغمبراکرم (ص) او د هغه حضرت له اهلبېتو څخه د پاکو امامانو عليهم السلام نه د پاتې شويو مبارکو روايتونو په بنياد حديثونه پکار دے له قرآن سره تطبيق کړے شي او که ورسره منتطبق نه وي نو پکار دے نامعتبره او جعلي يې وبولوو.

د خداے ګران رسول (ص) د قرآن مجيد د ايتونو په حفظ کولو، صحيح قرائت کولو او د هغو په کتابت کولو زيات تاکيد کړے دے. د بعثت په ابتدائي کلونو کښې د تعليميافته کسانو او د ليکلو د اوازرو د کمښت په وجه له دې ويرې چې يوه کلمه له ياده اوځی يا ناسمه وليکل شي، کوشش کېدۀ چې آيتونه په صحيح شکل کښې حفظ او قرائت کړې شي. کله چې به يو آيت يا څو آيتونه نازلېدل نو هغه حضرت به د وحي کاتبان رابلل چې هغه اوليکي. هغه حضرت (ص) به خپله د وحي د کتابت په کار باندې څارنه او نظارت لرۀ او د هغوي لپاره له تلاوتولو وروسته به يې له هغوي غوښتل چې هغه څه مو چې ليکلي دي ولولئ چې په ليکلو کښې احتمالي اشتباهات رفع شي.

د قرآن مجيد ترجمه زياته پخوانۍ مخينه لري او د اسلام وړومبني دور ته ګرځي. البته په فارسۍ ژبه د قرآن مجيد وړومبنۍ پوره ترجمه په څلورمې هجري پېړۍ کښې شوې ده. ويل شوي دي چې د قرآن مجيد وړومبنے مترجم سلمان فارسي ؤ چې د " بسم الله الرحمان الرحيم" ترجمه يې  "به نام يزدان بخشاينده مهربان"  يعنې «د مهربان بخښونکي يزدان په نامه» الفاظو سره وکړه. خو ځينو دا الفاظ داسې نقل کړي دي: «به نام خدای مهربان بخشاينده» يعنې «د مهربان بخښونکي خداے په نامه»

د فارسۍ ژبې د پوره قرآن وړومبنۍ ترجمه په څلورمه قمري پېړۍ کښې او په لاتيني ژبه وړومبنۍ ترجمه په شپږمه قمري پېړۍ کښې ليکل شوې ده. په نړۍ کښې د چاپ د صنعت په راتلو سره قرآن مجيد هم چاپ شو. دا آسماني کتاب په اول ځل په 950 هجري قمري کال کښې په اېټاليا کښې چاپ شو. او د مسلمانانو په لاس دا کتاب په اول ځل په 1200 هجري قمري کال کښې د روسيې په پېټرزبورګ کښې چاپ شو. ايران وړومبنے مسلمان هېواد ؤ چې قرآن مجيد يې په 1243 يا 1248 هجري قمري کال کښې چاپ کړ.

قرآن مجيد د مسلمانانو ترمېنځ د زياتو علومو د پېدائش سرچينه ګرځېدلې ده. د قرآن تفسير، د قرآن تاريخ، د قرآن د لغاتو علم، د قرآن د اِعرابو او بلاغت علم، د قرآن داستانونه او د قرآن اعجاز له دغو علومو څخه ځينې علوم دي.

قرآن د مسلمانانو په هنر کښې زيات انعکاس لرلے دے. زياتره نمونې يې د خوش نويسۍ، تذهيب، تجليد (يعنې جلد کول) ادبياتو او معمارۍ په شان هنرونو کښې ليدل کېدې شي. له دې امله چې د قرآن حفظ کول او خپرول به د نسخه نويسۍ په ذريعې سره بڼه نيوله د مسلمانانو ترمېنځ د خوشنويسۍ هنر زيات پرمختګ وکړ او ورو ورو د نَسخ، کوفي، ثلث، شکسته او نستعليق په شان مختلفو خطونو سره وليکل شو. په فارسي او عربي ادبياتو کښې هم د قرآن آيتونو زيات استعمال لرلےدے. د فارسۍ او عربۍ هم په نثر او هم په شعر کښې قرآني عبارتونه او مضمونونه په زياته اندازه کارول شوي دي.

له هر څه زيات د اسلامي معمارۍ هنر د قرآني آيتونو ترتاثير لاندې ؤ او دے. د جوماتونو او ماڼيو په شمول د مسلمانانو په زياترو تاريخي ودانيو کښې قرآني عبارتونه ليدل کيږي. همدارنګ د جنت او دوزخ او له مرګه وروسته د دنيا په اړه د قرآني اوصافو په شان ځينې قراني مضامين د ودانيو په معمارۍ کښې کارول شوي دي.

د نورو مقدسو کتابو په نسبت د قرآن کريم د برترۍ يو خصوصيت د قرآن مجيد جامعيت او بشپړوالے دے. قرآن داسې پراخ بنسټه او هر اړخيزه کتاب دے چې د تېرو او راتلونکو وختونو او واقعاتو په اړه يې بيان کړے دے. له يوې خوا د تېرو خلقو او انبياء کرامو (عليهم السلام)  تاريخ او واقعات  او د پخوانيو خلقو او د هغوي د ژوند  څه رنګوالے بيانوي او له بلې خوا د تاريخ راتلونکو واقعاتو په اړه خبرونه او معلومات لوستونکو ته وړاندې کوي. همدارنګ د قرآن مجيد يو اړخ د احکامو او قوانينو بيان دے چې په هغو باندې د عمل کولو په سيوري کښې خلق له روغ او سم ژونده برخوريږي.

بل ټکے چې د قرآن مجيد د جامعيت او بشپړوالي د بحث ترڅنګه زيات د اهميت وړ دے له نورو آسماني کتابونو سره په پرتله کښې د دغه آسماني کتاب نه تحريف والے دے.د قرآن کريم سلامتي او نه تحريف والے د هغه د پېغام د ژوندي پاتے کېدو سبب شوے او دا د انسان د هدايت د لارې نقشه ده چې د قيامت تر ورځې پورې د ټولو انسانانولپاره يې حفاظت او ساتنه شوې ده.

له دې نه علاوه په قرآن کريم کښې په ګڼ شمېر آيتونو کښې پېغمبران د داسې کسانو په توګه معرفي شوي چې نېکيو او ښو کارونو ته خلق رابولي او له بديو څخه يې منعې کوي. د قرآن مجيد په ځينو آيتونو کښې راغلي دي چې پېغمبران (عليهم السلام) د انسانانو ترمېنځ غوره کړې شوي او ښۀ اخلاق لرونکي دي او له هغو کسانو څخه دي چې د نړۍ په نورو خلقو يې برتري موندلې ده او صراط مستقيم يعنې نېغې لارې ته رسېدلي دي او د ډېر علم او پوهې خاوندان دي. هغه کسان چې کله به ورته د خداے پاک آيتونه تلاوت کېدل نو په ژړا ژړا به په زمکه په سجده پرېوتل او دا رنګ ګوروو چې قرآن، نور الهي انبياء عليهم السلام تائيد کړي او د هغوي په نبوت باندې تاکيد کوي.

همدارنګ پکار دے يادونه وکړوو چې له انبياؤ عليهم السلام څخه د پاتې مقدسو کتابونو ترمېنځ قرآن مجيد يوازېنے هغه کتاب دے چې د اعجاز جلوې پکښې په ښه توګه بيان شوې دي. د قرآن د اعجاز لپاره مختلف اړخونه بيان شوي چې په دوو برخو يې وېشلې شوو: د قرآن لفظي اعجاز او د قرآن محتوائي اعجاز. د قرآن لفظي اعجاز دوه رنګه بيان شوے دے، بلاغي اعجاز او عددي اعجاز.

البته ځينو د قرآن بلاغي اعجاز د قرآن د بيان د طريقې  نظم او اسلوب په شان چارو څخه جدا کړے دے ويلي يې دي: د قرآن مجيد د اعجاز يو اړخ  بلاغي اعجاز دے  او بل اړخ يې د قرآن بياني نظم او اسلوب دے. ځينو نورو هم د قرآن د اعجاز اړخ د هغه له بلاغت، نظم او اسلوب څخه تشکيل شوې ټولګه بللې ده. خو په حقيقت کښې د قرآن له بياني طريقې سره ټول اړوند موارد د قرآن ابلاغي اعجاز ته ورګرځي.

د قرآن د بلاغي اعجاز يا قرآني بلاغت بحث له ډېرو پخوانيو وختونو پېژندل شوے، او تقريباً د ټولو اسلامي مذهبونو ورباندې اتفاق او التفات ؤ او دے.

د قرآن مجيد د لفظي اعجاز اړخ د هغه عددي اعجاز دے. دغه اړخ يې په وروستيو وختونو کښې مطرح شوے دے او په دې لړ کښې له کمپيوټر څخه د کار په اخېستلو سره د زيات پام وړ ګرځېدلےدے او د قرآن د الفاظو او حروفو ترمېنځ د دغه خاص عددي ارتباطاتو په بيانولو سره کوشش شوے دے چې د  دې خبرې ښودنه اوشي چې دغه عددي روابط په بشري خبرو کښې نه شي عملي کېدې.

البته د قرآن مجيد د محتوائي اعجاز لپاره مختلف اړخونه ذکر شوي دي چې له هغو څخه دې مواردو ته اشاره کولې شوو: په قرآن کښې د اختلاف نيشتوالے، د غېبي خبرو بيان او د قرآني علومو او تعليماتو بيان.

او وروستۍ خبره دا چې قرآن مجيد د خداے پاک تر ټولو لوړ او وروستے پېغام او د خداے له ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) څخه پاتې يو ترټولو ګرانبيه او ترټولو لوے ګوهر او مرغلره او د اسلامي تعليماتو خوټکېدلې چينه او د حقائقو بې پايانه اوقيانوس او بحيره ده. امام علي (ع) د نهج البلاغې په يوې خطبه کښې د دغه آسماني کتاب په تعريف او توصيف کښې داسې فرمائي: «قرآن داسې نور دے چې خاموشه او ختميږي نه، داسې څراغ دے چې ځلا او رڼا يې زوال نه لري، داسې سمندر دے چې ژورتيا يې نه شي معلومېدې، داسې لار ده چې لاروے يې نه ګمراه کيږي، داسې لمبه ده چې رڼا يې نه تياره کيږي، د حق او باطل داسې بيلؤنکے دے چې د دليل او برهان ځلا يې نه خاموشه کيږي، داسې وداني ده چې ستنې يې نه رانړيږي، داسې شفاء ورکؤنکے دے چې وحشتناکې بيمارۍ ختموي، داسې قوت دے چې ملګري يې ماتې نه خوري او داسې حق دے چې ملګري يې نۀ مغلوبيږي....،داسې سمندر دے چې تږي يې ټولې اوبۀ نه شي تشولې او داسې چينه ده چې اوبۀ يې نه نقصانؤنکې دي.»

معاصر ختيځ پېژاندے مېکس مېنين باوري دے چې:« قرآن يوازې يو ديني کتاب نه بلکه د انسان د ورځينيو چارو لارښؤنکے، او د سياست او اجتماعي اصولو او اخلاقو کتاب دے.»

----------

 

ټیګونه