حج؛ د خدای د اطاعت سمبول
(last modified Tue, 14 Aug 2018 06:57:21 GMT )
Aug 14, 2018 11:27 Asia/Kabul
  • حج؛ د خدای د اطاعت سمبول

ابن ابی العوجاء، یو کافر سړئ او په ملحد والی مشهور ؤ. په عین حال کی یو بی باکه وینا وال، او بد ژبئ ؤ. عالمانو او پوهانو له هغه سره له ناستی پاستې او خبرو څخه ډډه کوله، او د دی لپاره چی د هغه د ژبې له شر څخه په امان کی وی، له نوموړی څخه یی لیری توب کاوه.

د حج موسم را ورسید. ابن ابی العوجاء، له یو شمیر ملحدینو او همفکرانو سره، په مسجد الحرام کی ناست ؤ، او د حاجیانو اعمالو او د هغوی سعی او طواف ته یی کتل. کله کله په ګډه سره خندیدل، او حاجیان او د حج مناسک او اعمال یی مسخره کول. شپږم معصوم امام، حضرت صادق ع، د مسجد الحرام په یوه بله برخه کی ناست ؤ، او ګڼ شمیر شیعیان د انحضرت په خواؤ شا را ټول شوی ؤو، او د دوی له ویناؤو او آسمانی علومو څخه یی ګټه اخیستله. د ابن ابی العوجاء ملګرو هغه ته وویل: اوس مناسب وخت دئ، چی له دغه سړی سره بحث وکړې. خلګ او یاران یی د هغه په خواؤ شا را غونډ شوی دی. ډیره به ښه وی، چی که وکړای شی هغه د دومره زیات شمیر کسانو په منځ کی شرمنده او خجالت کړې.

*******

ابن ابی العوجاء، په تکبر او غرور سره پورته شو، او ځان یی د حضرت جعفر صادق ع غونډې ته ورساوه. د کنایی په ډول یی وویل: تر څو پوری تاسو غوبل کوئ، او دغې ډبری ته پناه وړئ. او دغه له خټو او ډبرو څخه د جوړې  خونی پرستش کوئ، او د یاغی اوښانو په شان د هغې په شاوخوا څرخئ؟ هر څوک چی د دغه کور د اعمالو او تشریفاتو په هکله سوچ وکړی، پوهیږی؛ هغه کس چی د دغو اعمالو دستور ورکړئ، نه یی په کار کی حکمت شته، او نه یی درست نظر او فکر لرلئ دئ.

ته؛ چی د مسلمانانو لوړ پوړئ شخصیت یی، او له ټولو مسلمانانو څخه د حج په اعمالو او آدابو باندی پایبند یی، او ستا نیکه دغه ځای جوړ کړئ دئ، او د هغه متولی او ستاتونکئ ؤ، ماته ووایه چی د دغو اعمالو او مراسمو سرته رسول څه فایده لری؟

******

حضرت جعفر صادق ع وفرمایل: کعبه؛ هغه خونه ده چی متعال خدای د هغه زیارت کول د خپلو بندګانو د آزمویلو وسیله ګرځولې ده، او هغوی ته یی فرمایلی دی: چی هغه ستر وشمیری او زیارت یی کړی، تر څو څرګند شی انسانان څومره د متعال  خدای په عبادت، او د هغه په وړاندی په خضوع او انکسارۍ کی  ا خلاص لری، او څومره د خدای د دستور په وړاندی تسلیم دی، او د هغو کسانو لیکه؛ چی ایمان یی خالص او سوچه دئ او د خدای د دستور اطاعت کونکی دی، د منافقو بی ایمانو کسانو له لیکې څخه بیله شی.

******

حضرت جعفر صادق ع خپلو خبرو ته دوام ورکړ، او ویی فرمایل: کعبه؛ د الهی پیغمبرانو د را ټولیدو ځای او اډه، او د لمونځ ګزارانو قبله ده. د کعبی احترام ساتل او زیارت کول، د خدای رضایت ته د رسیدو لار ده. ځکه نو؛ د کعبی زیارت کول د ډبرې پرستش، او د یوې خونی عبادت کول نه دی، بلکه؛ الله و تعالی دئ، چی په حقه د عبادت وړتیا لری، او د انسانانو د بدن او روح خالق دئ. د ځمکی او آسمان پنځونکئ دئ. د کعبی احترام کول، او په حجرالاسود لاس تیرول، د متعال خدای د امر او دستور څخه د اطاعت کولو په نیت دی.

ابن ابی العوجاء کله چی دغه ویناوې، د حضرت صادق ع له خولې واوریدلې، خپل سر یی ځوړند واچوئ. نور یی د ویلو وړ خبره نه درلوده. نه پوهیده څه ځواب ورکړی. له نا چاره شرمیدلئ له غونډې څخه وؤت.

د حج مبارکی سورې د ۲۷ آیت تلاوت:  

« وَأَذِّنْ فِی النَّاسِ بِالْحَجِّ یَأْتُوکَ رِجَالًا وَعَلَى کُلِّ ضَامِرٍ یَأْتِینَ مِنْ کُلِّ فَجٍّ عَمِیقٍ »

او د خلګو ترمنځ، د حج اذان او اعلان وکړه، تر څو هغوی پلی او په چابکو سورلیو سپاره، له هرې لیری لارې څخه خواته در شی.

 

ټیګونه