تل پاتیدونکئ حج
(last modified Tue, 14 Aug 2018 07:11:07 GMT )
Aug 14, 2018 11:41 Asia/Kabul
  • تل پاتیدونکئ حج

عبدالجبار مستوفی حج ته په سفر ته. د خپل سفر د لګښت لپاره زر دیناره سره زر درلود. په زړه کی یی د خدای د کور د زیارت شوق او مینه وه، او پدی خیال کی ټول وجود یی له خوشحالۍ ډک کیده. د خدای د کور د لیدلو او د مهربان معبود سره د مناجات کولو فکر، یوه شیبه د هغه له یاده نه وته.

د حج په لاره کی کوفې ته ورسید. په همدی فکر او خیال سره د کوفې له کوڅو څخه تیریده. په لاره کی یوې ورانۍ او کنډوالی ته ورسید. یوه ښځه یی ولیده؛ چی په کنډواله کی د یو څیز په لټه کی وه. ښځی د کنډوالی په یو کُنج کی یوه مرداره چرګه ولیده. ډیر ژر یی هغه تر خپل څادر لاندی ونیوله، او له کندوالی څخه ووته. عبدالجبار له ځانه سره وویل؛ دغه ښځه څه کوی، آیا نه پوهیږی چی د مردار د غوښې خوړل، حرام دی؟

لکه څرنګه چی متعال خدای ج د بقرې د مبارکی سورې په ۱۷۳ آیت کی فرمایلی دی:

« إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیْکُمُ الْمَیْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِیرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَیْرِ اللَّهِ ۖ فَمَنِ اضْطُرَّ غَیْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَیْهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ »

یعنی: خدای؛ یواځی د مردار غوښی، وینه، د خنزیر غوښی، او د هغه څه غوښی چی د ذبحی په وخت له خدای څخه د غیر نوم پری یاد شی حرام کړی دی. مګر؛ هغه کس چی مجبور شی، په هغه صورت کی چی ستمګر او تیری ګر نه وی، په هغه کومه ګناه نشته؛ متعال خدای بخښونکئ او مهربان دئ ».

عبدالجبار مستوفی؛ د ښځی پسی لاړ. له ځانه سره یی وویل: حتماً دغه ښځه بی وزلې او مسکینه ده. باید ور پسی لاړ شم او د ژوندانه وضعیت یی له نږدی څخه ووینم.

ښځه؛ په چټکۍ سره له کوڅو څخه تیریده. بالآخره یو کور ته ننوته. د ښځی ماشومان؛ د هغې په شاوخوا را ټول شول، او خپلې مور ته یی وویل: له لوږې څخه هلاک شوؤ، زموږ لپاره دی څه راوړی دی؟ ښځی په شرمیدلی لحن سره وویل: یوه چرګه می درته راوړې ده چی درته پخه کړم.  

عبدالجبار، په یوه ګوښه کی دریدلئ ؤ. د دغې پیښی په لیدو او ماشومانو د خبرو په اوریدو سره یی؛ اوښکی له سترګو څخه وبهیدلی. بیا یی د هغې ښځی د ژوند حالات، له ګاونډیانو څخه وپوښتل. ویی ویل: د عبدالله بن زید علوی میرمن ده. حَجاج د هغې خاوند وژلئ، او ماشومان یی یتیمان کړی دی. د هغې قانع او لوړه طبع د دی سبب شوې؛ چی له نورو څه ونه غواړی.

عبدالجبار؛ له ځانه سره وویل: که غواړی حج وکړې؛ ستا حج دا دئ. د خپلو سرو زرو کڅوړه یی له ملا څخه خلاصه کړه، د هغې ښځې د کور در وازه یی وټکوله، د سرو زرو کڅوړه یی ورته ورکړه، و بیرته ستون شو.

******

عبدالجبار؛ هغه کال په کوفه کی پاتی شو، او په سقاوی لګیا شو. کله چی حاجیانو د حج اعمال او مناسک سرته ورسول، او بیرته ستانه شول؛ د کوفې په نږدیو کی خلګ د هغوی هرکلی ته لاړل. عبدالجبار هم له هغوی سره مل د حاجیانو هرکلی ته لاړ. د حاجیانو د قافلې نږدیو ته چی ورسید، په اوښ یو سپور کس را مخته شو، هغه ته یی سلام وکړ، او ویی ویل: ای خواجه عبدالجباره! له هغې ورځی څخه، چی په عرفات کی دی زر دیناره ماته را سپارلی دی، ستا پسی ګرځم. خپله د سرو زرو کڅوړه واخله. په اوښ سپور شخص لس زره دیناره هغه ورکړل او له نظر څخه پنهان شو.

پدی وخت کی عبدالجبار یو آواز واورید؛ چی ویل یی:

« ای عبدالجباره! زر دیناره دی زموږ په لاره انفاق کړل، لس زره دیناره مو درته واستول، او یوه فرشته مو ستا په بڼه خلق کړه، چی ترڅو پوری چی ژوندئ یی، هر کال ستا لپاره حج سرته ورسوی، او زما بندګان دی وپوهیږی؛ چی زموږ په درګاه کی د هیڅ نیکوکاره کس زیار نه ضایع کیږی.

هلته چی متعال خدای؛ د قرانکریم د یوسف د مبارکی سورې په ۵۶ آیت کی فرمایی:« نُصِیبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَشَاءُ ۖ وَلَا نُضِیعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِینَ »

یعنی: موږ خپل رحمت هرچا ته چی وغواړو او وړ وبولو بخښو؛  او د نیکو کارانو اجر نه ضایع کوؤ.                                  

                                                                                   

 

ټیګونه