د پور ادا کول
(last modified Thu, 16 Aug 2018 11:21:46 GMT )
Aug 16, 2018 15:51 Asia/Kabul
  • د پور ادا کول

عبدالرحمن د سیّابه زوی ؤ، او په کوفه کی اوسیده. عبدالرحمن په ځوانۍ کی خپل پلار له لاسه ورکړ. کله چی سیّابه له دنیا لاړ، خپل زوی ته کوم څیز په میراث پری نه ښود.

عبدالرحمن له یوې خوا خپل پلار له لاسه ورکړ، او له بلې خوا مسکینۍ او بی کارۍ د عبدالرحمن رنځ او غم دوه چنده کړ. نه پوهیده چی څه وکړی. څرنګه د خپل ژوند او د خپلې مور اړتیاوی پوره کړی. یوه ورځ؛ هماغه ډول چی ناست ؤ، او له ډیره غمه یی سر په زنګانه ایښئ ؤ؛ د کور دروازه یی وټکوله شوه. کله چی یی ور خلاص کړ، د خپل پلار یو دوست یی ولید. هغه؛ عبدالرحمن ته د پلار د مړینی په  خاطر تسلیت ووایه، او له هغه سره یی غمرازې څرګنده کړه. بیا یی له عبدالرحمن څخه پوښتنه وکړه: پلار دی یوڅه پانګه در پریښی ده؛ چی وکولای شی د خپل ژوندانه چاری وچلوی؟ عبدالرحمن خپل سر ځوړند واچاوه، او ویی ویل: نه. سړی؛ یوه کڅوړه هغه ته ورکړه، او ویی ویل: دا زر درهمه دی. دا واخله او سعی وکړه دغه پیسې د یو کار د پیلولو لپاره پانګونه کړې، او د خپل کار له عاید او ګټی څخه خپلې اړتیاوی پوره کړې. سړی؛ دا خبری وکړې او له عبدالرحمن سره یی خدای په امانی وکړه او لاړ. عبدالرحمن په خوشحالۍ سره خپلی مور ته ورغئ. د پیسو کڅوړه یی هغې وښودله او پیښه یی ورته بیان کړه.

******

عبدالرحمن د خپل پلار د ملګری له سپارښتنی سره سم؛ تصمیم ونیو، یو کسب او کار ځانته پیدا کړی. فرصت یی له لاسه ور نه کړ، په هماغه ورځ یی په یادو پیسو سره کالی او شیان واخیستل، او یو پلورنځئ یی ځانته چمتو کړ، او په کار او کسب لګیا شو. زیاته موده تیره نه شوه، چی د عبدالرحمن کار او کاسبی رونق وموند. سربیره پردی چی یی وکولای شول، په هغې پانګی سره د خپل ژوندانه اړتیاوی پوره کړی؛ یوه زیاته اندازه پیسی یی هم، پخپلی پانګی ور زیاتی کړې. دیته په پام سره؛ چی له مالی نظره یی حج ته د تلو توان درلود، فیصله یی وکړه چی د خدای د کور زیارت ته لاړ شی. په همدی خاطر خپلې مور ته لاړ، او هغه یی له خپل تصمیم څخه خبر کړه. مور یی وویل: زویه! اول د خپل پلار ملګری ته لاړ شه، او هغه زر درهمه پیسی چی تا ته

یی پور در کړی دی، او زموږ د ژوندانه برکت شوې، هغه ته بیرته ورکړه او بیا حج ته لاړ شه. 

******

عبدالرحمن؛ د هغه سړی حضور ته لاړ. د زرو درهمو کڅوړه یی د هغه په وړاندی کیښوده. سړی؛ کڅوړې ته وکتل او ویی پوښتل دا څه دی؟

عبدالرحمن وویل: هماغه زر درهمه دی؛ چی ماته دی په پور راکړل. سړی وویل: که په زر درهمو سره ستا مشکل نه دئ حل شوئ، او تا نه دی کړای شوی په هغو سره یو کار او کسب ځانته برابر کړې، نوری پیسی به هم ورباندی علاوه کړم. عبدالرحمن وویل: نه؛ دا پیسی لږی نه وې. بلکه ډیر برکتناکی هم وې. ما پدغو پیسو سره یوه کاسبې پیل کړې ده، او د خدای تعالی په مهربانۍ سره می یوه اندازه پانګه سپما کړه، او نور نو دغو پیسو ته اړتیا نه لرم. زه؛ له تاسو څخه ډیر منندوی یم، او له دې کبله چی د حج په سفر روان یم، راغلی یم خپل دین ادا کړم، او ستا پور درکړم. سړی؛ خوشحاله شو او د عبدالرحمن لپاره یی د سلامتیا هیله وکړه. 

عبدالرحن حج ته په سفر لاړ. د حج د اعمالو او مناسکو له سرته رسولو وروسته، په مدینه منوره کی د شپږم معصوم امام، حضرت صادق ع حضور ته لاړ. د دوی په کور کی زیات شمیر کسان ؤو. عبدالرحمن؛ د ټولو ترشا کیناست، او په انتظار کی ؤ. کور؛ یو څه کرار شو او کسان لاړل، حضرت صادق ع عبدالرحمن ته اشاره وکړه، او هغه د امام حضور ته لاړ. حضرت صادق ع پوښتنه وکړه؛ تاسی څه کار لرئ؟ عبدالرحمن وویل: زه عبدالرحمن د سیّابه کوفی زوی یم. انحضرت وپوښتل؛ د پلار حال دی څنګه دئ؟ عبدالرحمن ځواب ورکړ، پلار می وفات شو. حضرت صادق ع وفرمایل: خدای دی هغه وبخښی. آیا ستا له پلار څخه کوم میراث هم در پاتی شول؟ عبدالرحمن وویل: نه. هیڅ شی له هغه پاتی نه شو. دوی وپوښتل: نو څرنګه دی وکولای شول حج ته په سفر راشی؟ عبدالرحمن د خپلی مسکینۍ او بی کارۍ، او د خپل پلار د ملګری کیسه بیان کړه او ویی ویل: زه؛ د هغو پیسو د ګټی له لاری حج ته په سفر راغلم. کله چی د عبدالرحمن خبره دې ځای ته ورسیده، مخکی تر دې چی د هغه خبری پایته ورسیږی، حضرت صادق ع وفرمایل: د خپل پلار د ملګری زر درهمه دی څه کړل؟ عبدالرحمن وویل: د خپلې مور په سپارښتنی سره می، حج ته له سفر کولو مخکی خپل پور ادا کړ.

انحضرت وفرمایل: شاباش! تل صادق او درستکار اوسه. درستکاره او صادق انسان، د خلکو په مال کی شریک دئ.      

 

ټیګونه