د روژې د مبارکې میاشتې د دوهمې ورځې دعا
له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیا فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړی دی ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
د روژې دمبارکې میاشتې د دوهمې ورځې دعا:
اللَّهُمَّ قَرِّبْنِي فِيهِ إِلَى مَرْضَاتِكَ، وَ جَنِّبْنِي فِيهِ مِنْ سَخَطِكَ وَ نَقِمَاتِكَ، وَ وَفِّقْنِي فِيهِ لِقِرَاءَةِ آيَاتِكَ، بِرَحْمَتِكَ يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ.
ائ لویه خدایه ! په دغې پاکې میاشتې کې مو خپلې خوښئ ته نزدې کړه او له خپل قهر او غچ مې لیرې وساته ، او دتاپه آیتونو لوستو مې بریالی کړه ، ائ تر ټولو ستر مهربانه