د وحدت اونۍ، د اسلامي نړۍ د ملګرتیا د زمینو د زیاتولو لپاره یو فرصت (د وحدت د اونۍ دریم ځانګړی پروګرام)
(last modified Sun, 10 Nov 2019 12:19:12 GMT )
Nov 10, 2019 16:49 Asia/Kabul

د مسلمانانو د وحدت او یووالي په لړ کښې د امام خمیني(رح) لوړ نظر، د ټولو زیاته غوښتنو په وړاندې اودریدنه او مسلمانانو ته قدرت وربخښل وو.

د مسلمانانو وحدت او یووالی او د هغوي ترمینځ د اتحاد ضرورت د اسلام د مبین دین له تعلیماتو او د قرآن کریم له لارښوونو څخه دی. قرآن کریم د حجرات د مبارکې سورې په لسم آیت کښې فرمايي: مؤمنان د یو بل وروڼه دي، په دې وجه د خپل دوو وروڼو ترمینځ صلحه ټینګه کړئ او الهي تقوا خپله کړئ څو د خدای رحمت مو په برخه شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) چې یو دیني، سیاسي، عرفاني او معنوي شخصیت یې درلود او د قرآن کریم د مکتب او د اهل بیتو علیهما السلام د تعلیماتو ډیر غوره منونکی و، د مسلمانانو وحدت د اسلامي نړۍ د غوړیدو لامل ګڼه. د (مسلمانانو د وحدت او یووالي) مسئله په حقیقت کښې د حضرت امام یوه لرغونې او اساسي فکري مشغولتیا وه چې دوي درې یوه شیبه نه غافله کیدل. امام خمیني د مسلمانانو وحدت او د هغه په چورلیز د مختلفو اسلامي فرقو د منونکو راغونډیدل د مسلمانانو د قدرت د زیاتیدو او د اسلامي نړۍ د ستونزو او مشکلاتو د هواري لپاره د بدلانه یو پيچومی ګڼه. د دوي په لوړ لید کښې د مسلمانانو ترمینځ یووالي هغوي په یو داسې واحد امت بدلوي چې د استکباري نړۍ د زیاته غوښتنو په وړاندې لکه د یوې زورورې او ځپونکې څپې ودریدی او په نړۍ کښې د اسلام نجات بخښونکي تعلیمات خپروی شي.

*//*/*/*/*/*

د ۱۹۷۹ کال په فرورۍ میاشت کښې د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره د ایراني ولس ترمینځ د اختلاف او تیت پرکوالي رامینځته کولو لپاره د دښمنانو او ماتې خوړلو حساسیت زیات شو. هغوي د قومي او دیني تفرقو په اچولو سره له خپلې لارې د اسلامي انقلاب د غړولو لپاره ډیر کوششونه وکړل.

د وحدت اونۍ په عنوان سره د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه میلاد د ورځو نومول د دښمنانو د تفرقې د اور په وړاندې د امام خمیني یو مدبرانه اقدام و. امام خمیني د ربیع الاول د میاشتې له دولسمې نه چې د اهل سنت روایتونو له مخې د رسول ا... مبارک د زوکړې کلیزه ده، د دغې میاشتې تر اوولسمې پورې چې د اهل تشیع د روایتونو له مخې د حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه میلاد نیټه ده، د وحدت اونۍ نومولې ده.

دغه مهم پیغام د ۱۹۸۱ کال د نومبر په ۲۸ نیټه د امام خمیني له خوا صادر شو. له هغه وروسته په ایران او ټولې اسلامي نړۍ کښې د خوشالۍ په دغو ورځو د رسول اکرم(ص) د میلاد مراسم او خوشالۍ او هم داشان سترې سترې غونډې ترسره کیږي.

*/*/*/*

امام خمیني(رح) د مسلمانانو د وحدت او یووالي په هکله په یولړ مهمو څرګندونو کښې فرمايي: له ملي پالنې لاخطرناک او لاغمناک د اهل سنت والجماعت او شیعیانو ترمینځ د اختلاف رامینځته کول او د مسلمانو وروڼو ترمینځ د فتنه اوچونکو او دښمن جوړونکو تبلیغاتو القاء ده. الحمد لله تعالی د ایران په اسلامي انقلاب کښې د دې دوو مذهبونو ترمینځ هیڅ اختلاف نشته او ټول په دوستۍ او ورورولۍ سره د یو بل ترڅنګ اوسیږي، اهل سنت چې په ایران کښې یې نفوس بې شمیره دي او د هیواد په اطرافو او سرحدي سیمو کښې ژوند کوي او ډیر عالمان او مشایخ لري لري، زمونږ وروڼه او مونږ د هغوي وروڼه یو او هغوي له هغو نفاق اچونکو سندرونو سره چط ځینو جنایتکارانو او په صهیونزم او امریکې پورې پیئلو کسانو جوړې کړې دي، مخالف دي. په اسلامي هیواد کښې دې اهل سنت وروڼه پوه شي چې په سترو شیطاني قدرتونو پورې پیئلي مزدوران د اسلام او مسلمانانو خیر او ښه نه غواړي او ضروري ده چې مسلمانان له هغوي تبرا وکړي او د هغوي نفاق اچونکو تبلیغاتو ته غوږ کښې نه ږدي. زه د نړۍ ټولو ژمنو مسلمانانو ته د دوستۍ لاس ورکوم.

*/*/*/*

د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ ډیر دیني اشتراکات شته دي لکه د دواړو خدای یو، پيغمبر یې یو او قرآن او کتاب یې یو دی، قبله یې یوه ده او دواړه د قیامت په ورځ عقیده لري او هم داشان په ډیرو شرعي احکامو کښې سره نزدې دي. حتی زیاتره اهل تسنن وروڼه او خویندې د امیر المومنین حضرت علي علیه السلام په عظمت باندې د اعتقاد او د هغوي د منلو په بحث کښې له شیعه و سره یوشان دي. زیاتره اهل تسنن مشرانو او حتی د هغوي مشهورو شاعرانو امام علي علیه السلام په نیکۍ او اخلاص او صداقت او شجاعت او د پیغمبر اکرم(ص) په ملګرتیا ستایلی دی.

*/*/*

د وحدت اونۍ که چیرې د ټولو اسلامي هیوادونو په پراخې ملګرتیا او پوره پرتم سره سره ترسره شي، نو د دښمنانو ټولې دسیسې به شنډې کړي. په دغو ورځو کښې اسلامي او وحدت بخښونکې غونډې د ورورولۍ، یوزړه توب او هم د اسلامي نړۍ د کړکیچونو د هواري لپاره یو ښه فرصت ګرځیدلی شي.

نن سبا په خواشینۍ سره ځینې اسلامي هیوادونه په تیره بیا سعودي عربستان چې ځان خادم الحرمین بولي او د کعبې شریفې، د رسول ا... مبارک د پاک حرم او مسجد النبي او مقام ابراهیم په شمول ډیر مهم اسلامي سمبولونه لري، د غاصب اسرائیل او د امریکې د چارواکو له غلیمانه سیاستونو سره له ټولو زیاته ملګرتیا کوي. په داسې حال کښې چې د اسلامي هیوادونو ترمینځ د حقیقي یووالي او ملګرتیا او یوزړه توب په سیوري کښې د اسلامي نړۍ مهمه مسئله یعنې د فلسطین کشاله ښه په اسانه هواریدی شوه او د یمن، عراق، بحرین او شام په شان کړکیچونه به نه رامینځته کیدل.

*/*/*/*/*

که د مسلمانانو ترمینځ اتحاد وی او د ټولو اسلامي هیوادونو له خوا همفکري او همکاري او یوشان فیصلې غوره کیدې نو نړیوال مستکبران به د مسلمانانو له اقتدار سره مخامخ کیدل او نور به یې د اسلامي هیوادونو د تیلو په سترو زیرمو او نورو پانګو باندې تیری نه کوه. مسلمان هیوادونه د نړۍ د ټولې انرجۍ ۷۰ سلنه برخه لري او د نړۍ د طبیعي زیرمو کابو ۶۵ فیصده ذخایر د مسلمانانو په واک کښې دي. نن سبا مینځنی ختیځ د نړۍ په جیوپالیټک معادلاتو کښې یوه مهمه او موثره سیمه ده او د طمعې ډیرې سترګې غواړي چې هغه ونیسي او ویې لوټي. صرف په ټولو اړخونو کښې د مسلمانانو وحدت او یووالی کولی شي چې اسلامي هیوادونو ته قدرت او عظمت ورکړي. اسلامي وحدت مسلمانانو ته د قدرت ورکولو نه علاوه د اسالمي هیوادونو له علمي، کلتوري او اقتصادي پرمختګونو سره هم ډیره مرسته کولی شي او د هغوي د پرمختګ او ترقۍ لاره هوارولی شي. د اسلامي هیوادونو سترو پانګو ته په پام سره که چیرې د دغو هیوادونو ترمینځ د پيسو او اسعارو یو واحد نظام ټینګ شي نو د نړۍ اقتصادي معادلات به په یو بل ډول وی او نړیوالې پانګې به د څو مستکبرو هیوادونو په خدمت کښې نه وې

*/*/*/*

د مسلمانانو د وحدت او یووالي په لړ کښې د امام خمیني(رح) لوړ نظر، د ټولو زیاته غوښتنو په وړاندې اودریدنه او مسلمانانو ته قدرت وربخښل وو. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي هم د امام خمیني په شان وحدت، د اسلامي نړۍ یو ضرورت ګڼي او د اسلامي فرقو منونکو ته په خطاب کښې فرمايي: دښمنان مونږ د یو بل په سترګو کښې بد راولي، مونږ یو بل ته ناخوښ ښايي، دا د دښمنانو کار دی. هر خوځښت چې سبب کیږي مونږ یو بل سم وپیژنو، زیات وپيژنو، ښه وپیژنو، خپل پياوړي ټکي وپيژنو، دغه پیاوړي ټکي زیات کړو او یو بل ته یې منتقل کړو نو دا خوځښت به د وحدت او یوموټي توب او د اسلامي امت د لوړاوي سبب شي.

*/*/*/

له هغه وخته چې د مسلمانانو د وحدت په زړه پورې غږ له اسلامي ایرانه پورته شو، د وحدت په اونۍ کښې پتمینې غونډې او کانفرنسونه ترسره کیږي چې په کښې د مختلفو اسلامي هیوادونو وروڼه او خویندې راغونډیږي. د وحدت د اونۍ یوه بریا هم دا ملګرتیاوې، پریکړې او له یو بل سره د مختلفو اسلامي مذهبونو د منونکو د یوزړه توب اړیکې دي. دا اجتماعات د تکفیریانو د یوازې کیدو او د تفریط د بیرغوالو د غاړې ته کیدو سبب شوې دي. په دغو کښې یوه مهمه غونډه د اسلامي وحدت د نړیوال کانفرنس ترسره کیدل دي. دا کانفرنس هر کال د یو وحدت بخښونکي شعار په چورلیزتوب سره پیلیږي او د مسلمانانو یوه پرتمینه اجتماع انځوروي. اوس دا کانفرنس چې په کښې د بهرنیو هیوادونو له دریو سوو زیات سیاسي، کلتوري، مذهبي او اجتماعي شخصیتونه حاضریږي، په ټوله دنیا کښې د شیعه او سني عالمانو ترمینځ د عالمانو د ملګرتیا د روحیې د پیاوړتیا سبب شوی دی. حتی له اروپا څخه د مسلمانو متفکرانو په شمول د نړۍ ډیر ځانګړي شخصیتونه چې استکباري ضده او صهیونیسټي ضده روحیه لري، اوس د اسلامي وحدت په نړیوال کانفرنس کښې د ګډون شوق لري.

*/*/*

د اسلامي نړۍ اندیښنې له مظلومانو او ستم ځپلو د ملاتړ په لاره کښې دي او نن سبا د فلسطین حقانیت او د اسرائیل غاصب والی ټولو ته څرګند شوی دی او د ټولو دینونو د حقیقي پیروانو د عدالت غوشتنې غږ پورته شوی دی. د روان کال د وحدت اونۍ په ولوله ناکو ورځو کښې د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس (له مسجدالاقصی په دفاع کښې د امت وحدت) تر عنوان لاندې د نومبر له ۱۴ نه تر ۱۶ پورې په تهران کښې ترسره کیږي. د دغې سترې غونډې لپاره څلور اصلي کمیشنونه برابر کړی شوې دي او له مسجدالاقصی د دفاع په موضوع سره به څه باندې پنځلس تخصصي غونډې په ایجنډا کښې شاملې وي چې د هغو په هکله به درته یو بیل ځانګړی پروګرام وړاندې شي.

اوس د دې پروګرام په پاې کښې له متعال خدای نه غواړو چې د خاتم النبیین او افضل المرسلین حضرت محمد مصطفی(ص) د ولادت په دې برکتناکو شپو ورځو کښې د مسلمانانو د لازیات اتحاد او یووالي لاره هواره کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه