د عاشورې د تل پاتې کېدو راز (2)
(last modified Sat, 22 Aug 2020 12:21:57 GMT )
Aug 22, 2020 16:51 Asia/Kabul
  • د عاشورې د تل پاتې کېدو راز (2)

ګرانواو قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره د عاشوې د تل پاتې کېدو راز نومې لړۍ له يو بل پروګرام سرهستاسو په خدمت کښې يوو.

ګرانو او قدرمنو دوستانو په تېرمطلب کښې مو د عاشورې د تل پاتې کېدو د راز په اړه يوه لنډه شننه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړه او يادونه مو وکړه چې د حسيني حماسې يو همېشنے راز د اسلام د حفاظت او بقا تفکر ؤ چې د امويانو له جدي ګواښونو سره مخامخ شوے ؤ. هم هغه اسلام چې قرآن مجيد يې د سوره آل عمران په نولسم آيت کښې  په وصف کښې داسې فرمائي: بې له شکه د خداے پاک په نزد غوره دين اسلام دے.»

هغه دين چې لوے خداے پاک يې د کورنيو او بهرنيو دښمنانو د ټولو دسيسو او چټي هلو ځلو باوجود  د بقاء او پائېدارۍ ضمانت ورکړے او د سورۀ صف په اتم آيت کښې فرمائي: هغوي تل کوشش کوي او غواړي چې د خداے نُور خاموشه کړي خو هغه غواړي چې خپل نور (اسلام) کامل کړي (يعنې حتمي کاميابۍ ته يې اورسوي، که څه هم کافران يې نه خوښوي.»

نو په دې بنياد د امام حسين عليه السلام انګېزه د الهي ارادې او مشيت په لړ کښې د اسلام له حريم څخه د دفاع او ساتنې په ستنو ولاړه وه. او يو همېشنے رنګ يې خپل کړ، په همدې وجه کله چې د اموي خاندان د اقتدار تږو او جاه طلبو سرغنه ؤ د خپلو تالي څټو په ذريعې سره غوښل عامه افکارو ته دا القاء کړي چې له يزيد سره د امام حسين (ع) د مقابلې پاڅون مقصد د اقتدار جنګ دے او امام حسين (ع) کوشش کوي د امويانو د حکومت په ختمولو سره د اقتدار واګې په خپلو لاسو کښې واخلي، امام حسين (ع) په ډاګه اعلان وکړ: اے خدايه! ته بې له شکه پوهېږې چې زمونږ د پاڅون مقصد د سياسي اقتدار په ترلاسه کولو کښې سيالي نه ده او د مادي پپړق پړوق او سرمائې د ترلاسه کولو په فکر کښې نه يوو بلکه زمونږ اصلي او بنيادي انګېزه ستا د دين د نښو نښانو ژوندي کول او خلقو ته څرګندول او ستا په ټاټوبو کښې د فساد د جرړو وېستل او د اصلاح رامنځته کول دي. مونږ غواړوو ستا مظلوم بندګان له نااميدۍ وژغوروو او د هغوي ترپښو لاندې شويو حقوقو دفاع وکړوو او ورته يې ستانۀ کړوو او غواړوو په هغو احکامو چې په خپلو بندګانو دې  واجب کړي او ستا په سنتو عمل وکړوو....»

هم هغه ډول چې وينو چې د دغې وېنا په ټولوبرخو کښې له هر اړخه او په ټولو زمينو کښې د الهي انګېزو لرل په واضحه توګه ليدل کيږي او دا د عاشورې د تل پاتې کېدو يو بل راز دے، ځکه چې هر هغه عمل، ګفتار او کردار چې خدائي رنګ پېدا کړي ،همېشنے او ابدي کيږي.

قرآن مجيد دغه پس منظر او نه انکارېدونکےحقيقت په سوره رحمن کښې داسې بيانوي او فرمائي: «هر څيز فناکېدونکے دے (اويوازې) هغه څه چې پکښې ستا د پروردګار چې عظمت، بزرګي او کرامت لري څه نښه وي باقي پاتې کيږي.»

له الهي ارادې او مشيت نه علاوه د هدايت د مشال د بل ساتلو لپاره پکار دے ولسي پرګنې په تېره بيا عالمان او ديني روشنفکران هم د ذمه وارۍ احساس وکړي او له دښمنانو سره د مقابلې په ډګر کښې شتون پېدا کړي. او د رښتينو رهبرانو ملاتړ ته راپاڅيږي او په کوټلو صفونو کښې د کفر له لښکر سره وجنګيږي. په داسې يو نظر سره د پيتيالو سردار امام عاليمقام (ع) د خپلې زمانې علماو ته په خطاب سره فرمائي: «که تاسو زما مرسته او ملګرتيا ونه کړئ او د حق په اخېستلو کښې له مونږ سره غږملي نه شئ نو ظالمان به مو په مقابل کښې لا زيات قوت پېدا کړي او ستاسو د پېغمبر (ص) د ورښانه نمر په خاموشه کولو کښې به له زيات فعال شي.»

هغه حضرت د خپلې  وېنا په دوام کښې يو ځل بيا د خداے محورۍ په اصل باندې تکيه وکړه او وې فرمايل، که زمونږ له مرستې لاس واخلئ نو خداے زما لپاره کافي دے او په هغۀ به تکيه او توکل کوو او هغۀ ته به مخه کوو او زمونږ برخليک د هغه له قوت نه په ډک لاس کښې دے او د هغه لوري ته ستنيږوو.» 

( تحف العقول – له مدينې نه تر کربلا د حسين بن علي عليه السلام  وېناوې، 295 مخ.)

له دغې کلام نه علاوه چې د خداے باورۍ د اصل بيانونکے دے د امام حسين (ع) د پاڅون په ټولو لوړو ژورو کښې د دغه اصل زياتې جلوې څرګنديږي. هغه حضرت هغه وخت چې له وليد سره له خپل مشکل رامنځته کېدونکې کتنې وروسته د هغه له دارالخلافې بهر شو نو د خداے د ګران رسول (ص) مزار مبارک ته ورغے او دعا ته يې لاس اوچت کړ او الهي درګاه کښې يې داسې عرض وکړ: « له تا غواړم چې زما مخې ته داسې لار  پرانېزې چې ستا د خوښې او رضا او ستا د پېغمبر (ص) د خوشحالۍ وړ وي. « مقتل خوارزمي ۱ ټوک، ۱۸۶ مخ.)

 د سوچه اسلام د عرفان د وادۍ رښتيني سالکان د سېر و سلوک يوه ترټولو لوړه درجه د الهي رضا د مقام حاصلول بولي،ځکه چې دغه لوړ مقام دے چې انسان په خپل ټول وجود سره ځان خداے پاک ته سپاري او په ډېر اطمينان سره د هغو ټولو پېښو په مقابل کښې چې خداے پاک د هغه لپاره رامنځته کړې دي د امام حسين (ع) په شان خپله رضايت مندي څرګندوي. هغه حضرت په مکه مکرمه کښې يوه خطبه ارشاد وفرمايله او بيا يې د ټولو هغو ترخو پېښو ذکر وکړ چې يې اټکل کوۀ چې به ورته راپېښيږي او وې فرمايل: « په هغه څه چې خداے پاک راضي دے مونږ هم راضي او خوشحال يوو، د هغه د آزمېښت او امتحان په وړاندې له صبر او زغم نه کار اخلوو او مونږ ته به د صبر کونکو انعام راپه برخه کړي.» (لهوف ص 52)

د شهيدانو سردار بيا د دې لپاره چې د عمل په مقام کښې وښئ چې د خپلې رضامندۍ دغه څرګندونه يې د خپل زړۀ او روح له تله راوتلې ده د هغو ټولو کسانو د نصيحتونو او مخالفتونو په وړاندې چې غوښتل يې هغه د کربلا لوري ته له تګه منعې کړي وفرمايل: «آګاه اوسئ، هرڅوک چې تيار وي چې زمونږ  په لار کښې (يعني الهي لار کښې) د خپل زړۀ له وينو تېر شي او د خداے په لاره کښې د هغه د ملاقات ( يعنې شهادت) ليواله وي تګ ته دې آماده شي چې زۀ به سبا که د خداے خوښه وي حرکت کوم.»

د امام حسين (ع) د خداے محورۍ يوه بله تجلي په هغه ځواب کښې چې امام د هغه امان ليک په وړاندې چې د مکې والي عمر بن سعيد لخوا د حضرت بي بي زينت (س) د خاوند عبدا... بن جعفر په ذريعې سره هغه ته راوړلے شو په واضحه توګه ليدې شوو چې يې وفرمايل: «هغه کس چې د خداے او د هغه د پېغمبر (ص) لوري ته دعوت کوي او نېک عمل کوي او د حق اوامرو ته تسليم وي بې شکه به له خداے پاک او د هغه له پېغمبر (ص) سره مخالفت نه کوي...... خو د هغه امان ليک په اړه چې مو راوړے دے،پوهه شئ چې  ترټولو غوره امان د خداے پاک امان دے، هغه څوک چې د دين په قلمرو کښې له خدايه ويره ونه لري په آخرت کښې به امان ونه لري، په الهي درګاه کښې په دې دنيا کښې له هغه څخه د ويرې توفيق لروو چې په آخرت کښې مو د هغه امان په برخه شي. »

(انساب الاشراف ج 3/164 تاريخ طبری ج 7/280 )

امام حسين (ع) د دې لپاره چې د عمل په مقام کښې وښئ چې د هغه دښمن له امان ليک سره زړۀ تړل چې د هيڅ الهي او انساني حدودو خيال نه ساتي د توحيدي نظرياتو په خلاف چاره ده، هغه وخت چې خبر شو چې  اموي اېجنټان په مکه مکرمه کښې د الهي امن په حرم کښې د هغه د قتلولو اراده لري او غواړي د خداے پاک د کور حرمت مات کړي وې فرمايل: « په خداے مې دې قسم وي چې که له مکې نه يو ګام لري ووژل شم ما  ته له دې زياته خوښه چاره ده چې په حرم کښې مې وينه توې کړې شي او که له مکې نه دوه قدمه لرې ووژل شم زما لپاره له دې نه زياته غوره چاره ده چې له مکې سره نزدې مې وينه توې کړې شي.»

( تاريخ طبری ج ص 384) 

له دې نه علاوه هغه حضرت لکه د هغه شناخت په وجه چې د يزيد او د هغه د ملګرو له ماهيت څخه يې لرۀ اټکل کوۀ چې هغوي به بالاخره د کعبې حرمت ماتوي او دغه راتلونکي ته کتنه په څلور شپېتم هجري قمري کال کښې يعنې د يزيد د غېر اسلامي حکومت په دريم کال کښې په هغه لښکر سره چې يې لېږلے ؤ رامنځته شوه او هغه لښکر د مکې د مسلمانانو د لنډمهاله مقاومت له ماتولو وروسته کعبې ته اور ورته کړ او د هغې حرمت يې ترپښو لاندې کړ.»

(مروج الذهب ج 3ص 71/کامل ابن اثیر،ج 3 ص 60-258)

بې شکه د اموي اسلام دښمنه خاندان په اپوټه چې د ټولو الهي او اسلامي حدودو د ماتولو په اراده د اقتدار او سلطنت په تخت ناست وو حسين بن علي (ع) چې د نبوت او امامت په مرکز کښې روزل شوے ؤ د ټولو الهي اوامرو او نواهي په اړه د امويانو حرمت ماتونې ته اندېښمن ؤ او هغه حضرت په خپلو ټولو دريځ نيونو او مخالفتونو سره غوښتل دا وښئ چې پاڅون يې له هر لحاظه الهي رنګ او بو لري او تل يې خلقو او ديني عالمانو ته خبردارے ورکوۀ چې په خپله خداے پسندانه دنده دې عمل وکړي او د هغو واکمنانو چې له قرآن، اسلام د نبوت له خاندان او مسلمانانو سره د مبارزې او جاه طلبۍ نه بغېر څه مقصد نه لري د پټو او څرګندو انحرافاتو په وړاندې احتجاج او اعتراض وکړي او په خاموشۍ سره د هغوي غېر اسلامي اهدافو د پوره کېدو زمينه برابرونکے ونه اوسي. په همدې وجه يې وفرمايل: «اګاه اوسئ چې هغوي د شېطان پېروي په ځان واجب کړې ده او د خداے اطاعت يې پرېښودے دے، فساد او تباهي يې ترويج کړې او الهي حدود يې ترپښو لاندې کړي دي، د خلقو مالونه يې لوټلي او په خپل اختيار کښې يې راوستلي دي ، د خداے حرام يې حلال کړي او د هغه حلال يې حرام کړي دي او زۀ دې لپاره ترټولو غوره کس يم چې پکار دے د داسې حالاتو مخه ونيسم او بدل يې کړم.»

(مقتل خوارزمی ح1/ص 235)

په هغه مبارزه او پاڅون کښې چې سل په سلو کښې يې په الهي انګېزې سره شروع کړے ؤ د سيد الشهداء (ع) ترټولو لويه اډاڼه او د تکيې ځاے له هغه خداے پاک سره د هغه حضرت همېشنے تعلق ؤ چې د مبارزې په ټولو مېدانونو او لوړو ژورو کښې هغه حضرت او ټولو صالحو بندګانو ته الهام ورکونکے ؤ. د ننګيالو او پتياليو سردار د عاشورې په شپه هغه وخت چې احساس يې وکړ چې دښمن د حملې او جنګ اراده لري حضرت ابوالفضل عباس (ع) ته يې مارموريت ورکړ چې له هغوي وغواړي چې نن شپه ورته مهلت ورکړي او بيا يې وفرمايل: «مونږ غواړو د خداے پاک لپاره نمونځونه وکړوو، د هغه په درګاه کښې دعا او رازونياز وکړوو او بخښنه او مغفرت ترې وغواړوو او خداے پاک ښه پوهيږي چې زۀ له نمونځ، د قرآن مجيد به تلاوت او زياتو دعاګانو او د بخښنې او مغفرت سوال کولو سره ډېره زياته مينه لرم.» ("طبری 7/289- کامل 3/285)

د همدغه الهي پناه ځاے په سيوري کښې وو چې امام حسين (ع) او وفادار ملګري يې له خداے پاک سره په رازونياز او مناجاتو کښې داسې ډوب وو چې نقل شوي دي چې د هغوي عارفانه پټ غږونه چې په فضاء کښې خپرېدل د شاتو د مچيو د بنګاري په شان اورېدل کېدل او داسې په اطمينان سره لګياوو چې ته به وائې د عاشورې د ورځې په اړه چې ټاکل شوې وه په يو بشپړه نابرابره جنګ کښې شهيدان شي هيڅ اندېښنه نه لري او همدغه کم مثاله بلکه بې مثاله معنوي روحيه وه چې د دښمن د وحشيتوب په اوج کښې هغه وخت چې ابوثمامه صائدي د عاشورې په ماسپښين حضرت امام حسين (ع) ته يادونه وکړه چې د نمانځه وخت دے هغه حضرت وفرمايل:« د نمانځه يادونه دې راته وکړه خداے پاک دې له هغو نمونځګزارو څخه چې د خداے په ياد ډوب وي وګرځوه.» په داسې وخت کښې چې د دښمن غشي لکه د آسمان د شهابونو په شان په امام حسين (ع) او د هغه حضرت په ملګرو ورېدل په شانداره توګه او له معنويت نه ډک نمونځ ته اودرېدل او د دغه وړوکي لښکر د څو تنو په شهادت سره يې نمونځ تمام کړ او د عاشورې د يادګار تاريخ په پاڼو کښې يې د يوې زرينې پاڼې اضافه وکړه.

 

ټیګونه