الهي نومونه - 29 (عدل)
(last modified Tue, 05 Jan 2021 09:37:45 GMT )
Jan 05, 2021 14:07 Asia/Kabul
  • الهي نومونه - 29  (عدل)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره له الهي نومونه نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو

عزتمنو دوستانو په تېر مطلب کښې مو د خداے پاک «حَکَم» نوم ته اشاره وکړه چې خداے پاک حَکَم او مطلق داور دے او په خپل حُکم کښې هيڅوک شريک نه لري، هر هغه څه ته چې وغواړي حکم کوي او هيڅه د هغه د فېصلې او داورۍ خنډ نه شي جوړېدې. هغه احکم الحاکمين يعنې ترټولو غوره حکم کونکے او ترټولو غوره برخليک ته د انسان د رسېدو لپاره قانون جوړونکے دے. په ننني پروګرام کښې د خداے پاک «عَدل» نوم ته اشاره کوو، هغه نوم چې د هغۀ له مخې الهي احکام د پوره عدل او انصاف په خيال ساتنې سره صادروي.

«عدل» په لغت کښې د اعتدال يا  په چارو کښې د مېنځني حد خيال ساتلو او له افراط او تفريط نه د ډډې کولو په معنا دے. د عدل خداے پاک ټولې چارې د درستۍ او اعتدال په بنياد دي. د خداے له ګران رسول (ص) نه په يو حديث کښې نقل شوي دي چې وې فرمايل: «بې شکه چې آسمان او زمکه د عدل په وجه ټينګ دي» د خلقت په نظام کښې هرڅيز خپل يو مقام او حد لري چې که په هغه مقام او حد کښې راغے نو د خداے عدل اسم يې تجلي کړے دے، د دې په بل صورت کښې بيا که لږ غوندې هم له خپل حد نه کم يا زيات وي ظلم واکمن شوے دے. همدارنګ که يوه ښکارنده په وخت او ځاے کښې پکار دے ترسره شي، ترسره نه شي نو دا هم ظلم دے.

نو ځکه ظالم هغه څوک دے چې د خپلو کارونو د واقعي ځاے او حد خيال نه ساتي او په مقابل کښې عادل هغه کس ته ويل کيږي چې د خپلو کارونو د واقعي ځاے او حد خيال ساتي. امام علي (ع) په دې باره کښې فرمائي:«: العَدلُ يضَعُ الامُورَ مَواضِعَها: ، عدل، هر څيز په خپل واقعي ځاے کښې ګرځوي.» نو ځکه ويلې شوو چې عدل د نړۍ د نظام قانون دے چې له هغه نه بغېر د هستۍ د نظام شيرازه ګډوډيږي.

د خداے پاک عدل د تناست او توازن په معنا د انسان په خلقت کښې پوره څرګند دے. د سورۀ انقطار په ۷ آيت کښې راغلي دي:

«الَّذِی خَلَقَکَ فَسَوَّاکَ فَعَدَلَکَ : هغه خداے چې ته يې پېدا کړے او ستا اندامونه يې برابر کړل او او منظم او متعادل يې  کړل.»

نو په دې بنياد هم هغه ډول چې د خداے پاک عَدل هر څه په سنجول شوي او غږملي ډول او په متناسبه او مشخصه اندازو سره پېدا کړي او ګرځولي دي نو د هر مخلوق د ژوند بقاء او دوام او د غوره کمال لوري ته د هغه هدايت هم د عَدل په بنياد دي او هر څيزو او هرڅوک په خپل مقام کښې ګرځول کيږي.

د عَدل يوه بله معنا د متساوي استحقاقونو په زمينه کښې د مساواتو قائمول او تبعيض نه کول دي. مطلب دا چې هر څيز او هر کس ته هغه څه چې هغه يې لائق دے ورکړے شي. د مثال په توګه د يو کلاس د شاګردانو ترمېنځ عدل او انصاف دا دے چې لائق او نالائقه شاګرد يو شان تشويق او توبيخ نه شي ، بلکه هر زده کونکے پکار دي د خپلو معلوماتو، پوهې او لياقت په بنياد نمبرې واخلي. همدارنګ د يوې کارخانې کارکونکي او مزدوران د تنخوا په اخېستلو کښې يوشان نه دي، بلکه عدل دا دے چې هر مزدور د هغه د کار او فعاليت په بنياد تنخوا او مزدوري واخلي. نو ځکه د خداے پاک عدل دا تقاضا کوي چې له هر مخلوق سره هغه شان چې يې وړ دے ورسره چلند اوشي او هغه په هغه مقام کښې چې ورسره ښائي کېښنوي او هغه څه چې يې مستحق وي ورته ورکړې شي. د دې معنې په بنياد د اسلامي علومو پوهان عدل په درې ډوله ويشي: تکويني، تشريعي او جزائي. تکويني عدل په دې معنا دے چې خداے د خلقت په نړۍ کښې هر مخلوق ته د هغه د لياقت، قابليت او ظرفيت په اندازه نعمت ورکړے دے. تشريعي عدل په دې معنا دے چې هغه دندې او ذمه  وارۍ چې خداے پاک د پېغمبرانو عليهم السلام په ذريعې سره په خلقو نازلې کړې دي د عدل او انصاف په بنياد دي او جزائي عدل هم په دې معنا دے چې خداے پاک به د قيامت په ورځ په عدل سره فېصلې کوي او د چا حق به نه بربادوي، يعنې د نېکانو او بدانو ترمېنځ به يو شان فېصلې نه کوي او  هر کس ته به اجر او سزا د هغه د اعمالو مطابق ورکوي. خو په جزائې عدل کښې يو ظريف ټکے شته او هغه دا چې خداے پاک خداے پاک د خپل فضل او مهربانۍ په بنياد له خپلو بندګانو سره سلوک کوي، نه د هغوي د اعمالو او لياقت مطابق، ځکه چې په دنيا عامه انسانان کم و زيات له غلطيو، تېروتنو او ګناهونو سره مخامخيږي نو که د دغو ګناهونو او خطاګانو سزاګانې د الهي  عدل په بنياد وي نو ټول به په سختو او نابودونکو مصيبتونو اخته شي. نو له دې مله ټولو الهي انبياء او اولياء عليهم السلام له خدايه دا دعا کوي چې د عدل په ځاے دې يې فضل په برخه شي.

د نورو د حقوقو د خيال ساتنې په معنا عدل د نورو په حقوقو د تيري په معنا د ظلم په مقابل کښې استعماليږي. نو د مبارکو آيتونو او روايتونو په بنيا خداے پاک ډېر کم ظلم هم په بندګانو نه کوي ، هم هغه ډول چې د سورۀ نساء په ۴۰ آيت کښې فرمائي:

:« انَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ: خداے ذره برابر ظلم نه کوي.» ځکه چې خداے پاک ظلم ته هيڅ ضرورت نه لري او مقدس ذات يې له ټولو عېبونو او نيمګړتياو پاک او مبرا دے. خداے پاک نه بخل لري، نه فقر او نه جهل لري. نو ځکه که په يو ځاے کښې په مخلوقاتو کښې څه نقص او عېب په نظر راځي نو خامخا پکار له خداے نه بغېر يې وګڼل شي. هم هغه ډول چې د سورۀ يونس په ۴۴ آيت کښې فرمائي:

:« إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئاً وَلَکِنَّ النَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ:

خداے پاک په خلقو هيڅ اندازه ظلم نه کوي بلکه خپله خلق دي چې په ځانونو ظلم کوي.»

خداے پاک عَدل دے، او انسان ته چې د هغه د خليفه او جانشين په مقام کښې شتون لري د عدل حکم کوي. د سورۀ نحل په۹۰ آيت کښې خداے په وضاحت سره د عدل او احسان حکم ورکوي او له ناپاکۍ، بديو او هر ډلو ظلم او ستم نه منعې کوي او فرمائي:

:«إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَ الإِحْسانِ وَ إِيتاءِ ذِی الْقُرْبى وَ يَنْهى عَنِ الْفَحْشاءِ وَ الْمُنْکَرِ وَ الْبَغْیِ يَعِظُکُمْ لَعَلَّکُمْ تَذَکَّرُونَ:  خداے له نزديو خپلوانو سره د عدل، احسان او بخشش حکم ورکوي او له فحشاو، منکراتو او ظلم څخه منعې کوي، خداے تاسو نصحيت کوي شايد چې په ياد يې ولرئ.»

البته په دې مبارک آيت کښې خداے پاک د عدل او انصاف له خيال ساتنې نه علاوه د احسان حکم ورکوي. ځکه چې د انسانانو د ژوند په دوران کښې داسې حساسې موقعې راځي چې د مشکلاتو هوارے يوازې په عدل او انصاف سره امکان نه لري بلکه ايثار، قربانۍ ، معافۍ او سرښيندنې ته ضرورت لري او دا چاره له «احسان» څخه په استفادې سره پوره کيږي. «احسان»  په ځان باندې نورو ته ترجيح ورکولو او د خلقو د فلاح، بهبود، اسانتيا او سوکالۍ لپاره هلو ځلو کولو ته ويل کيږي چې د ايثار، قربانۍ او له ځانه د تېرېدلو له روح څخه سرچيه رامنځته شوےدے. امام علي (ع) د عدل او احسان په اړه فرمائي:

: «العدل الانصاف، و الاحسان التفضل: عدل دا دے چې د خلقو حق هغوي ته ورسوې او احساس دا دے چې ورباندې مهرباني او فضل وکړې.»

انسان د خداے پاک د عدل په اسم باندې د سينګارېدو لپاره پکار دے د نورو په سر و ممال او ناموس باندې تېرے او ظلم ونه کړي. په حَکميّت او قضاوت کښې د عدل او انصاف حکم ورکړي او هيڅکله له يو کس يا قام سره دښمني هغه له عدل او انصاف ته بهر نه کړي. په چا کښې چې د خداے پاک عدل اسم تجلي کړې وي تل حق په نظر کښې نيسي، حتی که د ځان ‎، پلار، مور او خپلو خپلوانو په تاوان يې وي، او د سرمائې لرل يا نه لرل، ښکلے توب، اجتماعي مقام لرلو يا نه لرلو په شان د مقابل کس حالات او احوال د هغه په قضاوت او فېصله کښې څه تاثير نه کوي. داسې کس د خپل ژوند د ملګري، اولادونو، مور پلار او خپلوخپلوانو ترمېنځ عادل دے او هيڅکله په ګفتار او کردار سره په هيڅ يو ظلم نه کوي. په يو روايت کښې راغلي دي چې پېغمبراکرم (ص) اميرالمومنين  امام علي (ع) ته وفرمايل: « اے علي جان! د هغو دوو تنو ترمېنځ چې درته د فېصلې کولو لپاره راځي په خپل نظر او خبرې کولو کښې د برابرۍ خيال وساته!» همدارنګ په يو بل روايت کښې نقل شوی دي چې دوو ماشومانو خپلې ليکنې امام حسن (ع) ته راوړې چې پکښې غوره انتخاب کړي. کله چې مولا علي (ع) له موضوع خبر شو نو امام حسن مجتبی (ع) ته يې وفرمايل: « بچيه! د خپلې  داورۍ او فېصلې کولو په اړه دې نېک فکر کوه، ځکه چې خداے پاک به د قيامت په ورځ د دغې فېصلې په باره کښې درنه پوښتنه کوي.»

عزتمنو دوستانو د پروګرام په آخر کښې د نور کله په شان دعا ته لاسونه اوچتوو او له صحيفه سجاديه څخه د دعا يوه برخه سره لولوو:

« اَللَّهُمَّ اِنْ تَشَأْ تَعْفُ عَنّا فَبِفَضْلِکَ، وَ اِنْ تَشَأْ تُعَذِّبْنا فَبِعَدْلِکَ، فَسَهِّلْ لَنا عَفْوَکَ بِمَنِّکَ، وَ اَجِرْنا مِنْ عَذابِکَ بِتَجاوُزِکَ، فَاِنَّهُ لاطاقَةَ لَنا بِعَدْلِکَ، وَ لانَجاةَ لِأَحَدٍ مِنّا دُونَ عَفْوِکَ، يا غَنِىَّ الْاَغْنِيآءِ، ها، نَحْنُ عِبادُکَ بيْنَ يَدَيْکَ، وَ اَنَا اَفْقَرُ الْفُقَرآءِ اِلَيْکَ، فَاجْبُرْ فَاقَتَنا بِوُسْعِکَ، وَ لاتَقْطَعْ رَجآءَنا بِمَنْعِکَ، فَتَکُونَ قَدْ اَشْقَيْتَ مَنِ اسْتَسْعَدَ بِکَ، وَ حَرَمْتَ مَنِ اسْتَرْفَدَ فَضْلَکَ، فَاِلى‏ مَنْ حِينَئِذٍ مُنْقَلَبُنا عَنْکَ؟ وَ اِلى‏ اَيْنَ مَذْهَبُنا عَنْ بابِکَ؟

اے خدايه! که ته وغواړې ما اوبخښې نو د خپل فضل له مخې مې بخښې او که وغواړې مونږ ته عذاب راکړې نو د عدل او انصاف له مخې راته راکوې، الهي! ستا د خپل  احسان د رسم له مخې مو بخښنه او معافي په برخه کړې، او ستا د درګزر او سترګو پټولو د دود له مخې مو له عذابه وژغورې، چې مونږ  ستا د عدل او انصاف طاقت نه لروو، او ستاد عفوې نه بغېر له مونږ څخه د هيچا لپاره خلاصون نشته، اے له ټولو زيات بې نياز ذاته! اوس مونږ ستا په درګاه کښې ستا بندګان يوو او زۀ له ټولو حاجتمنو نه زيات تا  ته حاجتمن يم، نو بس زمونږ تش لاسے په شتمنۍ بدل کړے، او زمونږ د اميد مزے د خپلې مهربانۍ په ايسارولو پرې نه کړې، که دې داسې وکړل نو هغه کس چې ستا له رحمت څخه يې نېبختي غوښتې بدبخت دې کړ، او هغه څوک چې ستا له فضل څخه يې عطاء غوښتې ده بې برخې دې کړ،نو پداسې حال کښې ستا له درنه بغېر د چا در ته مخه کړوو؟ او ستا د رحمت له دره چرته لاړ شوو؟»

--------

 

ټیګونه