د کابل غوڼده لویه جرګه نه ،بلکې د طالبانو یو داخلی سیمنار ؤ
طالبانو ته په یوه لیک کې دلوئې جرګې دجوړیدا غوښته کړې وه ، یوه داسې لویه جرګه چې پکې د سړیو او ښځو پشمول د افغانستان د ولس درست استازي شتون ولرل شي ،خو د طالبانو دعالمانو په درې ورځنۍ غونډې کې د ولسی استازو او د هیواد په ګټه دفیصلو کوم درک ونه لګید او یوازې د طالبانو له رهبر سره یو بیعت ؤ .
ایسنا خبری آژانس راپور روکړ، دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د عالمانو د غونډې په عنوان سره د طالبانو ددیني عالمانو وروستۍ ناسته ،دطالبانو یوه داخلی ناسته بللې او وئيلی ئې دي ، چې ددغې غونډې ګډونوال زیاتره د طالبانو چارواکي او غړي وو .
حامد کرزي ووظیل د کابل وروستۍ ناسته د افغانستان ددیني عالمانو غونډه نه ،بلکې تر ډيره حده دافغانستان د طالبانو ترمینځ دغونډیدا لپاره یوه ناسته وه.
هغه همداراز ، د امریکا له خوا دافغانستان د مرکزي بانک دشتمنیو د کنګل کیدا په باب خپله اندیښنه وښودله او وې وئيل ، له هیواده دافغانستان دپخواني ولسمشر اشرف غني وتل د حکومت ددړې وړې کیدا لامل شوه . له کابله د اشرف غني په تښتې سره پوځ،له مینځه لاړ پولیس تباه شو او اورګانونه هم سره وپاښل شول .
هغه ووئیل ، هغه او عبدا...عبدا.... طالبانو ته په یوه لیک کې دلوئې جرګې دجوړیدا غوښته کړې وه ، یوه داسې لویه جرګه چې پکې د سړیو او ښځو پشمول د افغانستان د ولس درست استازي شتون ولرل شي ،خو د طالبانو دعالمانو په درې ورځنۍ غونډې کې د ولسی استازو او د هیواد په ګټه دفیصلو کوم درک ونه لګید او یوازې د طالبانو له رهبر سره یو بیعت ؤ .
دافغانستان پخواني ولسمشر ښونځیو ته دانجونو بیرته ستنیدا ، د ولس له خوا د طالبانو د حکومت د منلو یوه لاره چاره وبلله او زیاته ئې کړه ،باید پر انجونو د ښونځیو دروازې زرترزره پرانیستل شي او افغانستان دې هغه ځای نه شي ، چې خلک ورڅخه وتښتي. طالبان باید دا حساس راپیداکړي ، چې افغانستان ددرست ولس دی اوحکومت د افغانستان ددرست ولس نماینده دی او په داسې لاره حرکت وکړي ، چې دخلکو غوښتې پوره کړي . میرمنې په درستو اسلامی ټولنو کې زده کړې کوي اود ا د ښځو یو اسلامی حق دی او افغانستان ورڅخه مستثنی نشي کیدلی هیڅ یو حکومت دمیرمنو له شتون پرته د هیواد د پرمختګ سبب نشي کولی.