Dec 29, 2022 14:42 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د امریکا دشتون اصلی موخه دګاونډیانوکنټرولول وو

په افغانستان کې د ایران سفیر  زیاته کړې ، امریکا په نیابتي جنګ سره هڅه کوي، په افغانستان کې خ پل کارونه پر مخ بوځي.

په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر له ترهه ګرۍسره د مبارزې په پلمه  په افغانستان کې د امریکا دشتون اصلي مقصد،ددغه هیواد د ګاونډیانو کنټرولول وبلل.

زمونږخبریال راپو رارکړ،د افغانستان په کابل کې د ایران سفیرحسن کاظمي قمي بیګا له العالم ټيلیویژنی چینل سره په خبروکې روښانه کړه،امریکایانو افغانستان له ترهه ګرۍ سیره د مبارزې په پلمه ونیوۀ، خو د هغوي اصلی هدف د افغانستان پر شاوخوا هیوادونو سلطه او په جنګونو کې ددغه هیواد دنمایندګانو په توګه د دداعشي او القاعدې دترهه ګرو ډلو پیاوړتیاوه.

کاظمي قمي ووئيل، امریکایان  تر نن ورځې پورې د پوځي نیواکګرۍ او شتون له لارې  خپل پروګرامونه تعقیبوي،په داسې حال کې چې  القاعده په نیابتي بڼه  جنګیږي او ورسپارل شوي ماموریتونه ترسره کوي.

په افغانستان کې د ایران سفیر  زیاته کړې ، امریکا په نیابتي جنګ سره هڅه کوي، په افغانستان کې خ پل کارونه پر مخ بوځي.

 

ټیګونه