ایران افغانستان ته د سونګو د صادراتو مجوز تمدید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128600-ایران_افغانستان_ته_د_سونګو_د_صادراتو_مجوز_تمدید_کړ
 د ایران اسلامی جمهوریت افغانستان ته د د سونګو د صادراتو د  سند تر دوو نورو میاشتو لپاره تمدید کړ.
(last modified 2023-02-26T04:12:36+00:00 )
Feb 26, 2023 08:39 Asia/Kabul
  • ایران افغانستان ته د سونګو د صادراتو مجوز تمدید کړ

 د ایران اسلامی جمهوریت افغانستان ته د د سونګو د صادراتو د  سند تر دوو نورو میاشتو لپاره تمدید کړ.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغان تاجرانو د غوښتې په اساس،د ایران اسلامی جمهوریت  د افغانستان   د ولس د اړتیاؤ د تامینولو لپاره دسونګو د صادراتو مجود د دوو نورو میاشتو لپاره تمدید کړ.

افغانستان تر دې دمه سونګ په تیره بیا ډیزل له ایرانه واردوي. د  افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي  د اقتصادي چارو سلاکار جوانمرد قصاب  په دا و روستیو کې وئیلي وو،هڅه کوود سونګو په حوزې کې د داخلی شرکتونو تولید زیات کړو.

 هغه وئيلی  وو، پلانونه شوې څو د ایران له لارې د افغانستان د سونګو درست  شرائط تامین شي.

 داپه داسې حال کې دي چې  دافغانستان  واک ته د طالبانو په بیرته رسیدا پسې د امریکا  او ناټو ځواکونه له دغه بې پلانه ووتل او واک ته د طالبانو د رسیدا په پلمې سره ئې  ددغه هیواد په میلیارډونو ډالری شتمنۍ کنګل او مصادره کړې او د افغانستان د ولس مشکلات او ستونزې  ئې لاپسې زیاتې کړې.