د مارچ اتمه چې د ښځو نړیواله ورځ وه، په دې اړه د هیندارې ځآنګړې خپرونه
(last modified Sat, 11 Mar 2023 08:12:32 GMT )
Mar 11, 2023 12:42 Asia/Kabul

د مارچ اتمه په نړۍ کې د میرمنو نړیواله ورځ ده، دغه ورځې څخه په داسې حال کې یادونه کیږي چې په افغانستان کې د تحوالاتو وروسته په میرمنو او نجونو وخت په وخت تازه محدودیتونه وضعه شوي دي.

د مارچ اتمه په نړۍ کې د میرمنو نړیواله ورځ ده، دغه ورځې څخه په داسې حال کې یادونه کیږي چې په افغانستان کې د تحوالاتو وروسته په میرمنو او نجونو وخت په وخت تازه محدودیتونه وضعه شوي دي.

د طالبانو حکومت په راتګ سره په نجونو د شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو بندیدل، د لوړو زده کړو پر مهال نجونو ته لومړی ټولګي جلا او ورسته د دوو پرمخ په بشپړ ډول د پوهنتون دروازې تړل، په حکومتي ادارو کې میرمنې له دندو ګوښه کول او ګڼ نور هغه موضوعات وو چې د خبرونو سرټکي ګرځیدلي وو.

که  څه هم د طالبانو حکومت یادو ټولو چارو ته د یوه نوي طرحې له مخې د اجازې ورکولو ژمنې کړي، خو تر یو نیم کاله پورې د طرحې نه جوړیدل د میرمنو پر وړاندې د دوی سخت دریځي لا ثبوتوي.

په داسې حال کې چې وایي، میرمن نیمه نړۍ ده او ټولنه له میرمنې پرته نیمګړې ده، خو د میرمنو پر وړاندې د طالبانو اوسنۍ پالیسي به بالاخره څه پایلې ولري ؟

موږ هم اوسنۍ هینداره خپرونه د مارچ اتمې په مناسبت د میرمنو نړیوالې ورځې او په افغانستان کې د دوی وضعیت ته ځآنګړې کړې، په خپرونه کې را سره په ختیځ کې د بشر حقونو پخوانی رئیسه صبرینه حمیدي او په افغانستان کې د میرمنو فعاله ظریفه غفاري میلمني دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ

 

ټیګونه