له سرپرست حکومت څخه د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنه
(last modified Fri, 06 Oct 2023 07:58:17 GMT )
Oct 06, 2023 12:28 Asia/Kabul
  • له سرپرست حکومت څخه د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.

د کلید ګروي د خبر له مخې، نوموړي  د ښوونکي د ورځې په مناسبت پرخپله ایکس پاڼه کې لیکلي، پکار ده چې سرپرست حکومت ژر تر ژره په کور دننه ټولو ته د زده کړو یو ډول حقونه ورکړي.

په ورته مهال ډاکټر عبدالله عبدالله هم پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دی په افغانستان کې نجونو ته د زدکړو حقونو د ورکړې غوښتونکی دی.

دا په داسې حال کې ده  چې تېره ورځ د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکي ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي وو چې د ښوونیز سکټور پیاوړتیا د سرپرست حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.

که څه هم سرپرست حکومت وايي، چې د نجونو پر زده کړو لګېدلي بندیزونه لنډ مهاله دي؛ خو د دوه کالو په تېرېدو سره لاهم له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو پرانېستو په برخه کې کوم عملي اقدام نه دی شوی.

ټیګونه