افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي خبرې اړینې دي
Oct 22, 2023 04:33 Asia/Kabul
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو ټینګښت یوازینۍ لار، ملي تفاهم بللی دی.
حامد کرزي په دې لیدنه کې نجونو ته د زدهکړو د زمینې برابرېدل او کار ته د ښځو بېرته ستنېدل، د افغانستان په پرمختګ کې حیاتي بللي او په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او همدارنګه د تلپاتې سولې او ټیګاو د ټینګښت په برخه کې د اوغلو له هڅو ستاینه کړې ده.