په فراغت غونډه کې د ګډون ارمان مو په زړه پاتې شو
وروسته له هغه چې د تېر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په مياشت کې د طالبانو حکومت د نجونو محصلانو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې، یو شمېر هغه محصلانې چې د ماسټرۍ د زدهکړو وروستی سمسټر يې تېزس ليکلو ته ځانګړی شوی وو او سږ کال بشپړ شو، وايي ناهیلي دي چې د ماسټرۍ د زدهکړو د بشپړېدو خوښي نهشي نمانځلی.
د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، نازيه کاکړ چې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د مالدارۍ څانګه کې يې کې يې سږ کال د ماسټرۍ زدهکړې بشپړې کړي وايي، د ماسټرۍ د زدهکړو ارمان يې پوره شو، خو د دې خوښۍ د نمانځلو ارمان چې په بېصبرۍ ورته په تمه وه پوره نهشو.
نوموړې د طالبانو له حکومته غواړي چې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې بېرته پرانيزي.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ماسټرۍ زدهکړو محصله ولوله چې دا هم سږ کال فارغه شوې، ورته خبره کوي او وايي د فراغت غونډې ارمان يې لا هم پر زړه دی.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ماسټرۍ دورې محصل سميعالله شاهد وايي، دوی سره درې سمسټره نجونې ټولګيوالې وې، خو اوس ترې هغوی جلا دي او فراغت غونډه کې ورسره برخه نهشي اخيستلی.
د ماسټرۍ دورې دا نجونې داسې مهال د فراغت غونډو د خوښیو د نه نمانځلو خبره کوي، چې د طالبانو حکومت لا هم د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو بېرته پرانيستلو لپاره کوم اقدام نهدی کړی.
د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت تېر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر مياشت کې د نجونو محصلانو پر مخ په ټول هېواد کې د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
سره لهدې چې د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او په نړيواله کچه وغندل شوه او له دوی بيا- بيا غوښتنه وشوه چې نجونو ته د تحصيل دروازې پرانيزي، خو طالبانو لا هم خپله دا پرېکړه نهده بدله کړې.