د نړۍ لپاره به د طالبانو د رسميت پېژندنې پايلې ډېري ترخې وې
د «جمعیت اسلامي افغانستان» ګوند لوړپوړی غړی محمد اسماعيل خان ویلي چې «نړۍ د طالبانو او افغانستان د شرایطو په ليدلو سره جرأت نه کوي، چې طالبانو ته مشروعيت ورکړي، د دې کار پايلې به ترخې وي.»
د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر له مخې، اسماعيل خان د تاجيکستان په دوشنبې ښار کې ويلي چې «د طالبانو پر وړاندې د نړۍ حوصله پر خلاصېدو ده.»
اسماعيل خان په دې غونډه کې زیاته کړې: «د طالبانو د ۸۰۰ ورځو جابرانه او ظالمانه واکمنۍ پر مهال د هېواد معدنونه لوټل شوي، د هېواد اقتصاد پاشل شوی او وحشتناک فقر غوړېدلی دی.»
ده زياته کړې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته «ميليونونه کسانو هېواد پرېيښی او د دې پر ځای له پاکستانه راتلونکې په ميليونونه کډوال او پناه غوښتونکي ځای پر ځای کېږي، چې موخه يې د هېواد د نفوسو د ترکيب بدلون او د هېواد لوېديځو او شمالي پولو ته د ناامنۍ انتقال دی.»
اسماعيل خان د طالبانو د جهادي مدرسو جوړېدو ته هم اشاره کړې ده او ويلي دي: «د زرګونو داسې مدرسو جوړول چې د ګټور علم پر ځای ځانمرګي روزي، سيمه او نړۍ اور ته نيسي.»
ده د سيمې له هېوادونو غوښتي چې متوجې دي وي چې د طالبانو د ملاتړو استخباراتو «تر پردې شاته او څو اړخيزې برنامې» به نړۍ او سيمه وننګوي او له بې مخينې کشمکشونو سره به يې مخ کړي او يوازې د افغانستان خلک به د شته شرايطو له دوامه ونه کړېږي.
اسماعيل خان ويلي چې تېرو تجربو ښودلې چې د غير متمرکز نظام له جوړولو او په هېواد کې د کلتوري تنوع او تکثر له منلو پرته او همدا راز د افغانستان په چارو کې د نه مداخلې اصل ته د سيمې او تر سيمې د هاخوا هېوادونو له احترام ماسوا «په هېواد کې د ثبات او ټيکاو د راوستلو بله هېڅ لار نشته».
ده د طالبانو واکمنېدل يوه «نړيواله دسيسه» بللې او ويلي دي چې کومو هېوادونو د دې ډلې له راوستلو سره مرسته کړې ده، پښېمانه دي.