له افغانستان سره مرسته د نړۍ پر مسلمانانو فرض ده
(last modified Fri, 01 Dec 2023 07:29:01 GMT )
Dec 01, 2023 11:59 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره مرسته د نړۍ پر مسلمانانو فرض ده

د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې د پلاوي مشر ډاکټر علي قرداغي ویلي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته د نړۍ پر ټولو مسلمانانو فرض ده.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، نوموړي تېره ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان کې د میلینونه راستنېدونکو، بېځایه شویو او زلزله ځپلو خلکو ستونزو ته په پام سره، پر ټولو مسلمانانو فرض ده چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

قرداغي  دغه راز د خپلو همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

په همدې حال کې نوموړي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي چې پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې متقي ویلي، افغانستان په بېلابېلو ډګرونو کې راپورته کېږي، چې اوس مهال د تیلو د تولیدوونکو هېوادونو په لیست کې هم شامل شو.

امیرخان متقي له طالبانو سره د دوی او قطر له ملاتړ هم مننه کړې.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوی تېره ورځ کابل ته راغلی او په پام کې ده چې دلته به له بېلابېلو چارواکو سره وګوري.

ټیګونه