کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
(last modified Sun, 14 Jan 2024 01:03:48 GMT )
Jan 14, 2024 05:33 Asia/Kabul
  • کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اتونبایووا او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د غونډې پرمهال ټینګار شوی، چې په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

دا مساله پرون ښاغلي کرزي په ایکس پاڼه کې خپره کړې ده، خو دا یې نه دې لیکلي چې دا لیدنه کله ترسره شوې ده.

ښاغلي کرزي تر دې مخکې هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کړې وه.

د ۲۰۲۱م کال د اګسټ له میاشتې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند شوي دي او د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړل شوې.

ټیګونه