د هرات والي د ایران د اسلامي جمهوریت له سر قونسل سره وکتل
Feb 08, 2024 05:20 Asia/Kabul
د افغانستان د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو د مرستیال په حضور کې، د ایران د اسلامي جمهوریت له سر قونسل صديقي فر سره وکتل.
په دې کتنه کې د هرات والي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو اړيکو د ټينګار ترڅنګ، په دغه ولايت کې د ايران د اسلامي جمهوریت له خوا د سياحتي ويزو په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي ټینګار وکړ چې په بېلابېلو برخو کې آسانتیاوې رامنځته کول د ښاریانو حق دی او هڅه کوي چې د دوی ستونزې هوارې کړي.
په دغه کتنه کې د ايران د اسلامي جمهوریت سرقونسل صديقي فر د هرات خلکو ته د ويزو په ورکولو کې د آسانتياوو د برابرولو ژمنه وکړه.