Feb 19, 2024 05:35 Asia/Kabul
  • په مونیخ ناسته کې د افغان ښځو په اړه یادې شوې اندېښنې بې‌بنسټه دي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مونیخ ناسته کې د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي چې، په دې غونډه کې د افغان ښځو د حقونو په اړه یادې شوې اندېښنې بې‌بنسټه دي او ټول افغانان خپلو حقونو ته لاسرسی لري.

هغه ټینګار کوي چې افغانان اوس ځاني، مالي او رواني خوندیتوب لري او په خبره یې: «د پروپاګنډا خپرول او له افغانستان څخه د ډار او ګواښ احساس رامنځته کول یا د هېوادونو د اطلاعاتو کموالی ښيي او یا مغرضې کړۍ ورته غونډو ته ناسم معلومات ور رسوي.»

د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي وو چې طالبان د بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو د ملاتړ برخه کې هېڅ ډول پرمختګ نه‌ لري.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې لیکل شوي: «طالبان له ټولیز ژوند او سیاسي پرېکړو څخه د افغانستان د نیمايي وګړو په لیرې ساتلو سره، د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.»

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې نړیوالو ژمنو، په تېره بشري حقونو ته د طالبانو ژمنتیا هغه څه دي چې افغانستان بیا په نړیوال نظام کې مدغمولی شي.

بلخوا په کابل کې یوشمېر نجونې او د ښځو حقونو فعالانې وايي، د افغان ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو دوام پر ټولنې منفي اغېزې کوي.

دوی له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار اسانتیاوې برابرې کړي.

د البانیا، بلجیم، بلغارستان، کاناډا، المان، کوسوو، لیختن اشتاین، مغولستان، هالنډ، فرانسې او رومانیا هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته غاړه کېږدي او ملاتړ یې وکړي.

ټیګونه