د تورخم دروازه بیا د افغانستان د مېوو او سبزیانو د بارسلګونو یګاډو پر مخ تړل شوې
د ګاډو خا ندان وائي چې ټاډ سند نه لري ،البته ویزې او پاسپورټونه لري ، خو بیا هم ډير ځورول کیږي.
زمونږخبریال د افغان خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ، د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تورخم دروازه يوځل بیا تړل شووې چې سلګونه افغان سوداګر او د مېوو او سبزیانو لېږدونکي ئې اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، دغه لاره بیګاه شپې له ۱۲ بجو وروسته د باروړونکو ګاډو پر مخ تړل شوې چې له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي. او په ګاډو کې بار میوې اوسیزیانې که سملاسی ونه رسول شي ، نو په میلیونونو افغانیو ارزښت لرونکي میوې او سبزیانې به خرابې شي. باید د پاکستان او افغانستان سرحدي مسئولان په دې اړه د افغان تاجرانو او د ګاډو د خاوندانو ستونزو ته په پام سره چارې آسانې او د لارې د پرانیستو اقدامات وکړي.
د ګاډو خا ندان وائي چې ټاډ سند نه لري ،البته ویزې او پاسپورټونه لري ، خو بیا هم ډير ځورول کیږي.
د مسئولانو د معلوماتو په اساس ، ټاد يو لنډمهالى سند دى چې د افغانستان او پاکستان د ګډې هوکړې پراساس باروړونکو ګاډو ډرائيورانو ته ورکړل شوى او د پاسپورټ او ويزې پر ځاى کارول کېږي د اعتبار موده يې د لومړي ځل لپاره شپږ مياشتې ښودل شوې چې نوي کېدو ته اړتیا لري.
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د دغو موټرو د درېدو او د تورخم دروازې د تړل کېدو لامل د صادراتي او وارداتي وسایطو د موقتي قرارداد (ټاد) پای ته رسېدل بولي.