له ټولنیز ژوند او تعلیم څخه د نجونو محرومېدل نه جبرانېدونکي زیانونه لري
(last modified Sat, 12 Oct 2024 00:33:23 GMT )
Oct 12, 2024 05:03 Asia/Kabul
  • له ټولنیز ژوند او تعلیم څخه د نجونو محرومېدل نه جبرانېدونکي زیانونه لري

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په بشري ټولنه کې نجونې د هلکانو په څېر د ټولنې په پرمختګ کې پوره ونډه لري.

کرزي یو ځل بیا پر اېکس خپور کړي پیغام کې په ټینګار سره لیکلي، چې له ټولنیز ژوند او تعلیم څخه د نجونو محرومېدل نه جبرانېدونکي زیانونه لري.

نوموړي ویلي: پر موږ لازمه ده، چې د خپل ګران هېواد د خیر او فلاح لپاره د نجونو د تعلیم او هر اړخیزې ودې لپاره بشپړه هڅه وکړو.

د افغانستان پخواني ولسمشر بیا ځلې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې ژر تر ژره د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

د ښاغلي کرزي په خبره، د ځوانانو لپاره د زده کړو د زمینې په برابرولو سره به افغانستان له احتیاج څخه خلاص شي.

په نړۍ کې سږکال د نجونو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې له درېیو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا د نجونو پروړاندې د منځنیو او لوړو زده کړو دروازې بندې شوې دي.

سره له دې چې د افغانانو سربېره په نړیواله کچه د بشري حقونو بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالینو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د افغان ښځو پروړاندې خپله تګلاره بدله کړي، خو طالبان دغه خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې ګڼي او ورځ تر بلې یې پر خلکو د ژوند شرایط سخت کړي دي.

ټیګونه