په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور خپل ژوند بايلي
(last modified Fri, 25 Oct 2024 03:08:16 GMT )
Oct 25, 2024 07:38 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور خپل ژوند بايلي

اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د کمښت له امله په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې د څه باندې ۳۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړې دي.

دې ټولنې پرون پنج‌شنبې د (اکټوبر په ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دې مرستې ۱۶ میلیونه یورو به د روغتیا نړیوال سازمان او ۱۵ میلیونه به یې د ملګروملتونو د وګړو صندوق له لارې په افغانستان کې د غیرساري ناروغیو، د ماشوم د زېږون او د مور او ماشوم د روغتیا او لویانو ته د روغتیايي خدمتونو د برابرلو په برخه کې ولګول شي.

دې ټولنې وړاندې ویلي وو چې، په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور مري، چې په نړۍ کې د ماشوم د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه ده.

د دې ټولنې په خبره، په افغانستان کې ۹۰سلنه ښځې روغتیايي خدمتونه ته لاسرسی نه‌لري.

اروپايي ټولنه دا مرسته داسې مهال اعلانوي چې، ګڼ عام افغانان هم په خپلو سیمو په ځانګړې توګه له ښارونو لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي یا کموالي شکایت کوي.

اروپايي ټولنه وړاندې ویلي وو چې، په افغانستان کې ۵۰سلنه مړینه د غیرساري نارغیو، له هغې ډلې د زړه ناروغي، سرطان، شکر، سټروک او د سږو اوږد مهاله نارغیو له امله ده، چې د دې شمېر سمې نیمايي يې ښځې جوړوي.

ټیګونه