دافغانستان په ننګرهارکی دری برمته ګر ونیول شول
Oct 18, 2016 15:29 Asia/Kabul
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان دننګرهار دوالی ویندوی عطا ا... خوګیانی نن په یولړ څرګندونو کې وویل ددغه ولایت دملی امنیت اداری موظفینو په جلال اباد ښار کې دری سړی تښتونکی ونیول او هغه اته کلن ماشوم یی هم د هغوی له منګولو ژغورلی چې دری ورځی وړاندی د ښار له درییمی ناحیی ئې تښتولی و.
دوالی ویاند وویل نیول شویو دری واړو چی د ننګرهار ولایت د خوګیانیو ولسوالی اوسیدونکی دی په خپل جرم اعتراف کړی او د نورو څیړنو په موخه تر پوښتنو ګرویږنو لاندی دی .دا دری واړه برمته ګر داسی مهال نیول شوی چی په دې وروستیو کی یو ځل بیا په جلال اباد ښار او خواوشاه سیمو کی د نا امنۍ سړی تښتونې او د وسله والو غلاگانو پیښی خورا زیاتی شوی دی .