په پاکستان کې په بې درکه شووکسانوکې کابو څلویښت کسان راڅرګند شول.
(last modified Sat, 11 May 2019 11:59:37 GMT )
May 11, 2019 16:29 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې په بې درکه شووکسانوکې کابو څلویښت کسان راڅرګند شول.

ددغو کورنیو دغړو کمیټی دا هم په نظر کې لری چې دهغو تور مخو او پټ مخو کسانو په ضد چې دغه بې ګناه کسان ئې له عدالتی حکم پرته دشپې مهال او یا دکورنۍ دغړو په وړاندې تښتولی ، په عدالت کې شکایت وکړی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دپآکستان په کراچۍ کې چې د دغه هیواد دولسمشر عارف علوی دکور مخې ته په دغه هیواد کې د  ځینو ادارو د تورمخو او مخ پټو مامورانو په لاس د بې درکه کسانو د هغوکورنیو دغړو کمیټې چې زیاتره پکې ماشومان اوښځې لیدل کیدې پرلتۍ  وهنې پرون پائ ته رسیدلی دی، نن ئې د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی،د بې درکه کسانو څخه څلور نور هم نن خوشی شوی او د خپلو کورنیو غیږې ته رسیدلی دی .

Image Caption

 

راپور ښئ  ددغې کمیټې مسئولانو دپاکستان د امنیتی ادارو له لوړپوړو چارواکو سره کوټلی خبرې کړی چې په نتیجې کې ئې وئیل کیږی تردې دمه  په بې درکه شوو کسانو کې څلویښت کسان معلوم شوی دی، په دوی کې زیاتره خوشی شوی،البته ځینی پکې محکمې ته وړاندې کړائ شوی دی .دبې درکه شوو کسانو دکورنیو هم همدا غوښتنه وه چې که دمخ پټو اوتورمخو په لاس بې درکه شوی کسانو باندې کوم تورونه وی نو باید په محکمې  دې محاکمه شی ګنی خوشی دې شی .

Image Caption

 

راپورښئ  ددغو کورنیو دغړو کمیټی دا هم په نظر کې لری چې دهغو تور مخو او مخ پټو مامورانوپه ضد چې دغه بې ګناه کسان ئې  له عدالتی حکم پرته دشپې مهال او یا دکورنۍ د غړو په وړاندې تښتولی ، په عدالت کې شکایت وکړی  .

 

ټیګونه