په ننګرهارکی له ډاکټرانود وسلو اوګواښ په زور پیسی اخیستونکی درې کسان ونیول شول
(last modified Tue, 23 Apr 2019 00:27:44 GMT )
Apr 23, 2019 04:57 Asia/Kabul
  • په ننګرهارکی له ډاکټرانود وسلو اوګواښ په زور پیسی اخیستونکی درې کسان ونیول شول

افغان امنیتی ځواک د ننگرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍکې ۲۳ قومی مخور او سپین ږیری چې داعش وسله والو برمته کړی و، د هغوې له منګولو خوشی کړل .

زمونږخبریال له ننګرهاره راپورراکړی ،دافغانستان د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل پرون ناوخته په یوه خبری ناسته کې وویل دملی امنیت اداری کارکوونکو هغه دری تنه نیولی چې  ډاکترانو ته به یی ګواښونه کول او له هغوۍ به ئې پیسی تر لاسه کولی .

Image Caption

 

ننګرهار والی وویل زړور ،نقیب ا... او نور ا... چې دداعش او طالب وسله والو له پلوه به ئې  ډاکترانو ته ټیلیفونونه کول او له هغوې به یی پیسی تر لاسه کولې . دده پر وینا په دغو نیول شوو درو  تنو کی یو تن له یو ډاکتر څخه دیو ملیون اخیستل شویو پاکستانیو روپیو سره یو ځای نیول شوی دی .ننګرهار والی په دې خبری ناسته کې د امنیتی ځواک له لورې د پنځلسو داعشی  او طالب وسله والو د نیول کیدو خبر هم ورکړ.  نیول شوی کسان چې ددې خبری ناستی پر مهال رسنیو ته وښودل شول په خپلو جرمونو یی اعتراف هم کړی دی . .بل پلو د ننګرهار د  والی ویاند عطا ا....خوګیانی وایی امنیتی ځواکونو د دی ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ۲۳  قومی مخور او سپین ږیری چې داعش وسله والو برمته کړی و، د هغوې له منګولو  خوشی کړل . نوموړی وویل ددغو کسانو د خوشی کولو پرمهال داعش وسله والو له امنیتی ځواک سره نښته کړې چې پکې دده پر وینا دری  داعشی ترهه ګر  او یو عام کس ټپیان شوی دی   .

 

ټیګونه