دپاکستان د شیعیّانو صبر نور په ختمیدو دی ،حکومت دې په خود کې شی
د پاکستان داهل تشیَع بیلابیلو غورځنګونو اوډلو هم ددغو مظلومو کسانو له هڅو په ملاتړ سره حکومت ته ګواښ کړی،چې له دې مخکې چې حالات ئې له کنټروله ووځی په خود کې دې شی او د تورمخو او پټ مخو دجنایتونو مخه دې ونیسی او بې درکه شوی کسان دې یا په محکمې کې محاکمه کړی او یائې خوشی کړی ،څو په خلکو کې روانې اندیښنې او نهیلیتوب خطرناکه بڼه غوره نه کړی .
زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ دپاکستان د اهل تشیَع د وفاق المدارس ټولنې مرستیال مشر حجةالاسلام علامه سید نیاز حسین نقوی پرون ناوخته په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی ، په جبری توګه دبې درکه کړائ شوو کسانو باندې تر دې دمه هیڅ ډول تورونه نشته ، او که چیرې پرې کوم تور هم وی نو باید په محکمې کې حاضر شی او محاکمه دې شی ،چې البته له کومې محاکمې او تورونو پرته دهغوی برمته کیدا یا بې درکه کیدا د ځنګل د قانون نښې دی چې له اسلام او اساسی قانون سره هیڅ تړاؤ هم نه لری او دا به د دهیواد او حکومت لپاره دخطرې یوه ټلۍ ثابته شی .
علامه نیاز حسین نقوی د پاکستان د ولسمشر عارف علوی دکور په وړاندې د سلګونو بې درکه شوو کسانو دکورنیو له پرلتۍ وهونکو څخه په ملاتړسره چې په هغو کې له واړو ماشومانو رانیولې تر بوډا ښځو او سړیو پورې په لسګونو کسان هم ترسترګو کیږی ، پر لومړی وزیر عمران خان د پوځ پر ستر قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه او دسپریم کورټ پر مشر قاضی غږ کړی ، له دې مخکې چې حالات ئې له کنټرول بهر شی په خود کې دشی او دبې درکه شوو کسانو د نه ظاهرولو په اړه دې د روان ظلم اوبې انصافیونوټس واخلی ، که چیرې په دې اړه داهل تشیَع عالمانو اوپوهنو په یوه خوله او په یوه واحد اقدام کې دخپلوبې درکه شوو کسانو د غورځنګ په ملاتړ کې دتحریک د پیلولو ملاتړ وکړ،نو بیا به د حکومت او نظام لپاره د اسې ستونزې راولاړې شی،چې کنټرول به ئې سخت وی اودرست مسئولیّتونه به هم دحکومتی لوری په غاړه وی .
داپه داسې حال کې دی چې له تیرو څو کلونو راهسې په پاکستان کې د اهل تشیَع په ضد پر ترهه ګرو اوجنایتکارو بریدونو سربیره ، حکومتی ادارو تورمخو او پټ مخو مامورانو په سلګونو شیعه غوره شخصیتونه او ځوانان دخپلو بچیانو اوکورنیو دسترګو په وړاندې له کورونو او لارو برمته کړی اونامعلومو ځایونو ته ئې منتقل کړی چې تر دې دمه ئې هیڅ برخلیک هم نه معلومیږی .
دپاکستان دبې درکه شوو کسانو کورنیو له تیروڅوورځو راهسې په کراچۍ کې د پاکستان دولسمشر عارف علوی دکور مخې ته په پرلتۍ وهلو سره ګواښ کړی،تر څو چې دهغوی بې درکه شوی کسان خوشی شوی نه وی ،ترهغه به خپل غورځنګ ته دوام ورکړی . له دې سره په یووخت د پاکستان داهل تشیَع بیلابیلو غورځنګونو اوډلو هم ددغو مظلومو کسانو له هڅو په ملاتړ سره حکومت ته ګواښ کړی ، چې له دې مخکې چې حالات ئې له کنټروله ووځی په خود کې دې شی او د تورمخو او پټ مخو دجنایتونو مخه دې ونیسی او بې درکه شوی کسان دې یا په محکمې کې محاکمه کړی او یائې خوشی کړی ،څو په خلکو کې روانې اندیښنې او نهیلیتوب خطرناکه بڼه غوره نه کړی .