په ننګرهارکی دسړی تښتوونکو یوه ډله ونیول شوه
زمونږخبریال له ننګرهاره راپورراکړ دننګرهار دوالی ویاند عطا ا....خوګیانی نن خبریالانو ته وئیلی دی ، ددی ولایت دملی امنیت اداری د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه او بهسودو ولسوالۍ په اړوند سیمه کی دری سړی تښتوونکی جمیل، بشیر ا... او حزب ا. ونیول .
دوالی ویاند وویل نیول شوو کسانو چی د برمتګرۍ په لسګونو پیښو کی لاس لری او په خپل جرم ئې اعتراف هم کړی ،د تلیفون له خلکو دپیسو مطالبه کوله چی د نه ورکولو په صورت کی به یی په مرګ ګواښل او یا به یی ورته د کورنۍ د کوم غړی د تښتولو ګواښونه کول .ده وویل نیول شوی کسانو د نورو پوښتنو ګرویژنو په موخه د ملی امنیت اداری ته سپارل شوی دی . دسړی تښتوونکو دا ډله داسی مهال نیول کیږی چی د ننګرهار ولایت په بیلابیلو سیمو کی یو ځل بیا د سړی تښتونو پیښې مخ په زیاتیدو دی او له خلکو سره یی نوی اندیښنی پیدا کړی دی