ځان مرګی وحشی کابل ښار بیا د مظلومو خلکو په وینو سورکړ
(last modified Wed, 21 Mar 2018 08:55:26 GMT )
Mar 21, 2018 13:25 Asia/Kabul
  • ځان مرګی وحشی کابل ښار بیا د مظلومو خلکو په وینو سورکړ

یو شمیر کسان له کارته سخی زیارته کور خواته روان و چې یوۀ موټر سایکل سوارۀ تیز د هغوى په مینځ کې چاودنه کړې .وئیل کیږی دچاودنې په وخت هلته ډیره ګڼه ګوڼه هم وه ،نوځکه ممکنه د مرګ ژوبلو دزیاتیدا احتمال زیات دی .

 زمونږخبریال   راپور راکړ دافغانستان د کابل ښار په کارته سخی سیمې کې  په موټر سائیکل سوارۀ  جنایتکار   او وحشی ځانمرګى  د کارته سخی واخوا ته دتلونکو یوشمیر کسانو په مینځ کې  په موټر سائیکل کې ځای په ځای کړی  چاودیدونکی توکی چاودولی ، چې له امله  ئې دخبر ترمخابیره  پورې  ۲۴ کسان وژل شوی او کابو پنځه ویشت نور ټپیان شوی دی .

راپورښئ ممکنه ده د مړو شمیر نوره هم زیات شی .

د  افغانستان دعامې روغتیا وزارت ویاند وحیدا....  مجروح په همداوروستیو کې وئیلی دی ، دغه پیښه د دریمې حوزې په اړونده سیمې کې  شوی او ممکنه ده دمړو شمیر نوره هم زیات شی.

ځینی سرچینې راپورورکوی ،  یو شمیر کسان له کارته سخی زیارته کور خواته روان و چې یوۀ موټر سایکل  سوارۀ تیز   د هغوى په مینځ کې چاودنه کړې .وئیل کیږی  دچاودنې په وخت هلته ډیره ګڼه ګوڼه هم وه ،نوځکه ممکنه د مرګ ژوبلو دزیاتیدا احتمال زیات دی .

دخبر ترمخابیره کیدا پورې د دغه جنایت پړه چا په غاړه نه ده اخستې  خو  په همداوروستیو څو میاشتو کې  دکابل پشمول  دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې  په ځان مرګو حملو اوبم چاودنو کې  په سلګونو عام کسان قربانی شوی چې  دهغو جنایتونو پړه هم  یا د اعش تکفیری  ترهه ګرې ډلې او یا هم طالبانو په غاړه اخستی ده .

 

 

ټیګونه