د نوروز نیکمرغه اختر دې پر ټولو بختور وی
د افغانستان دبلخ ولایت دپولیسو قوماندان سید کمال سادات نن په مزارشریف ښار کې دخبریالانو په ټول کې وئیلی دی ، په بلخ ولایت کې د نوروز دنیکمرغه اختر په مناسبت دجشنونو دامنیت دتامینولو لپاره څه دپاسه څلور زره امنیتی ماموران په بیلابیلو سیمو کې دندې ترسره کوی .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ په افغانستان کې د نوروز اختر په ځانګړو دستورو او دودونو سره لمانځل کیږی چې په هغو کې هفت سین په نامې سره دسترخوان غوړیږی ، اوه ډوله میوې ا وخوراکونه او سمنو او دنوروز داختر مخصوص خواړۀپرې کیښودل کیږی .
دافغانستان ،پاکستان ، تاجکستان ،ترکیې اوځینو نورو هیوادونو کې هم داسلامی ایران په څیر د نوروز لومړنۍ ورځ د پسرلی لومړنۍ ورّځ او دغه راز دلمریز کال هیندارې لرونکو هیوادونو له خوا د لمریز کال لومړنۍ ورځ په توګه حسابیږی .
نوروز په افغانستان کې څو زره کلن تاریخ لری او دنوروز ځانګړی دستورو سلګونه کلونه کیږی چې دافغانانو له یوه نسله بل نسل ته منتقلیږی او په پرتم سره لمانځی .
دتهران ریډیو درست کارکونکی هم په دې مناسبت دزړه له کومې مبارکی وائی .