-
په افغانستان کې د بشري بحران په اړه د خبرداريو زیاتوالی
Aug 04, 2025 02:54د نن ورځې پارس- څرنګه چې لوږه او ناروغي د ملیونونو افغانانو لپاره یو جدي ګواښ ګرځیدلی، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د دې بحران دوام د پراخ بشري ناورین لامل ګرځیدلی شي.
-
دری نیم سوه افغانان دپاکستان له زندانونو خوشې شوي اوخپل هیواد ته ستانه شول
Aug 04, 2025 01:45له جلال آباده زمونږ خبریال وايي، خواوشاه دری نیم سوه افغانان دپاکستان له زندانونوراخوشې شوي اودتورخم له لارې خپل هیواد ته راستانه شول
-
په هرات کې د ایران قونسلګرۍ د اربعین د ویزو ورکول پیل کړل
Aug 03, 2025 11:46په هرات کې د ایران قونسلګرۍ د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره غوښتونکو ته د ویزې ورکول پیل کړي دي.
-
په کابل کې د ۱۰ میلیارد ډالرو د انرژۍ ستره پروژه لاسلیک شوه
Aug 03, 2025 08:28تاند خبري سایټ لیکلي چې د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید د یوې سترې پروژې هوکړه لاسلیک کړه. د دې پروژې، چې ټاکل شوې په راتلونکو پنځو کلونو کې بشپړه شي، تمرکز به د برېښنا تولید وي.
-
متقي په دوه اړخیزو همکاریو د غور لپاره اسلام آباد ته ځي
Aug 03, 2025 08:09ټاکل شوې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سبا دوشنبه د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایز امنیت په برخه کښې د بیاکتنې لپاره پاکستان ته لاړ شي.
-
په خوست او پکتیا کې د قطر کاري ویزو د نوملیکنې بهیر د فساد او ګڼېګوڼې له امله ودرېد
Aug 01, 2025 09:18د افغان رسندویو له راپور سره سم د خوست او پکتیا ځايي سرچینې وايي چې قطر ته د کاري ویزو د ثبت بهیر د پراخې ګڼېګوڼې او فساد له کبله درول شوی دی. سرچینو خبر ورکړی چې دا بهیر دوه ورځې مخکې پیل شوی و.
-
افغانستان ته د بهرنیو ترهګرو د راتګ په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
Aug 01, 2025 00:32زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو کارپوهانو افغانستان او منځنۍ اسیا ته د بهرنیو ترهګرو د ورتګ په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
تېره میاشت ۳۹۳ زره ټنه سوداګري په ریل لارې شوې
Jul 29, 2025 09:25د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسؤلان وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېره چنګاښ میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳ زره او ۲۹۴ مټرک ټنه صادرات او واردات شوي دي.
-
قطر ته د افغان کارګرو د لېږد لپاره د نوم لیکنې پروسه پیل شوه
Jul 29, 2025 09:10د طالبانو د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو طالب چارواکو بهرنیو هېوادونو ته د افغان مسلکي کارګرو د قانوني لېږد لړۍ په رسمي ډول نن سه شنبه پیل کړه.
-
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې پولیو واکسینیشن په لړ کښې اندیښنه ښودلې
Jul 29, 2025 08:53د پولیو د نړیوال بېړني روغتیایی وضعیت د ۴۲مې غونډې اعلامیه کې راغلي چې، په افغانستان کې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د پولیو ویراس پېښو او چاپېریالي نمونو کې د زیاتوالي تمرکز تر ډېره په سویلي سیمه کې شوی.