وحشي صهیونیسټي رژیم ته پریکنده او غاښ ماتونکی ځواب ورکوو
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست د مصر له خارجه وزیر سره په خبرو کې جوته کړه ، صهیونیسټي رژیم په سیمې کې د بې ثباتۍ اصلي عامل دی او اسلامی ایران به په خپل چورلټ ځواب سره په عمل کې د سیمې د بې ثباتۍ او ناامنۍ له عامل سره مقابله وکړي.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی،علي باقري کني بیګا له هغه سره دمصر د خارجه وزیر بدرا عبدالعاطي په ټيلیفوني خبروکې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیّه په شهیدولو کې د وحشي صهیونیسټي رژیم دترهه ګر اقدام د نتیجو او په دې باب د اسلامی ملګرتیاموسیسې د بیړنۍ غونډې د ترسره کیداپه باب مشورې او خبرې وکړې.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست د وحشي صهیونیسټي رژيم د وروستیو جنایتونو دارزونې او هم د صهیونیسټي رژیم په وسیله د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړي په توګه د ایران د اسلامی جمهوریت دملی حاکمیّت او ملی امنیت د خلاف ورزۍ د ارزونې په باب په جدې کې د اسلامی ملګرتیا د بیړنۍ غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره هیله وښودله، د اسلامی ملګرتیا موسیسې ناسته د اسلامی نړۍ او د فلسطین دموضوع لپاره ښه او اغیزشیندونکي شي او په رټونکي او ګواښونکو لارو چارو سره ، د صهیونیسټي رژیم د پوځي او امنیتی وحشيتوب مخه ونیول شي.
باقری کني د اسماعیل هنیّه په شهادت کې د صهیونیسټي رژیم د ترهه ګر اقدام په نه محکومولو کې د امریکا او اروپائي حکومتونو کړچار ته اشاره وکړه او وې وئيل، صهیونیسټي رژیم په سیمې کې د بې ثباتۍ اصلی عامل دی او د ایران اسلامی جمهوریت به پخپل پریکنده ځواب سره د سیمې د بې ثباتۍ او ناامنۍ له عامل سره په عمل کې مقابله و کړي.
د مصر خارجه وزیر بدر عبدالعاطي هم په سیمې کې د قدس د نیواکګر رژيم تاؤتریخجنو ا قداماتو او په نیواکي ټاټوبو کې د اور بند بې نتیجې کیدا ته په اشارې سره ووئیل؛ مصر د صهیونیسټ رژیم دخطرناکو اقداماتو په وړاندې امریکا او ټولو اروپائي لورو ته خبرداری ورکړی دی او هیله مند دی په سیمې کې تاؤتریخوالي کم شي.