اسرائیلو ته د ایران د ځواب ورکولو حق خوندي دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست د شهید اسماعیل هنیه په ټرور کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د جایز ځواب لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د حق په خوندي کیدا ټینګار وکړ.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني پرون د مصر له خارجه وزیر بدر العاطي» سره په ټیلي فوني خبرو کښې په تهران کښې د شهید اسماعیل هنیه ټرور ته په اشارې سره د صهیونیسټ رژيم جنایتونو ته د ځواب د ورکولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په جایز او ذاتي حق باندې ټینګار سره ډاګینه کړه د فلسطین خلک هم د خپل د مثال وړ زړورتیا سره د اسرائیلو جعلي رژیم ته نه تسلیمیږي.
د مصر خارجه وزیر بدر العاطي هم په غزې کښې د اوربند د ټینګولو لپاره د قاهرې د څو اړخیزه غونډې د ترسره کیدا په هکله وویل د مصر هڅه د فلسطین له خلکو مرستو او په غزې کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو سمدستي بندیدا ته اوړیدلي ده.