د وحدت اونۍ او د نبي اکرم (ص) نېکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وي
(last modified Mon, 16 Sep 2024 09:16:56 GMT )
Sep 16, 2024 13:46 Asia/Kabul
  • د وحدت اونۍ او د نبي اکرم (ص) نېکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وي

نن د دوشنبې ورځ د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الاول ۱۲ مه نېټه چی د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۱۶مې نېټې سره سمون خوري، د یوه روایت له مخې، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د نېکمرغه زوکړې ورځ او د وحدت اونۍ ده.

اهل سنت د ربیع الاول ۱۲ مه او اهل تشیع د ربیع الاول ۱۷ مه نېټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)  د نېکمرغه زوکړې ورځ بولي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) چی پخپله په اسلامي نړۍ کې د وحدت غوښتونکی وو ، له دغې موضوع څخه د اسلامي ډلو د نږدې کولو او اتحاد لپاره استفاده وکړه او د همدې میاشتې له ۱۲ مې څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې، د وحدت اونۍ ونوموله .

دا اونۍ مناسب فرصت دی چی د اسلامي نړۍ د پیوستون او یووالي ضرورت، په تېره بیا له فتنې  په دغه ډک وخت کې، په زیاتې پاملرنې سره وڅېړل شي.

که څه هم د بېلا بېلو مذهبونو مسلمانان په ځینو احکامو او رایو کې له یوه بل سره د نظر اختلاف لري، خو په واحد خدای، آسماني کتاب قرآنکریم، پیغمبر اکرم (ص) او یوې قبلې په څېر ډېرمشترکات لري. همدارنګه، مسلمانان د لمانځه، روژې، حج، زکات او داسې نورو مهمو عبادتونو د ترسره کولو پر سر هم ګډ نظر لري.

د ایران د راډیو او ټلویزیون اداره د وحدت اونۍ په پیل کې، چې د نبي اکرم (ص) په نېکمرغه زوکړې ښکلې ده، د همدې ښکلي او نېکمرغه مناسبت له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو، آزادې غواړو په تېره بیا، تاسو ټولو مینوالو ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوي.

ټیګونه