-
مونږ په تیرو اوو څلویښتو کلونو کښې هیڅکله د جنګ پیلونکي نه وو
Feb 03, 2026 02:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د دفاع په لوړې شورا کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي استازي علي شمخاني په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې مونږ په تیرو اوو څلویښتو کلونو کښې هیڅکله د جنګ پیلونکي نه وو وویل تهران له امریکا سره د عملي خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او د جنګ د رامینځته کیدا د مخنیوي امکان شته.
-
صهیونیسټ نیواکګرانو د امریکا په ملاتړ سره په غزې کښې د نسل کشۍ جنګ زیات کړی
Feb 03, 2026 01:29ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د ازادۍ لپاره د خلق جبهیې په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ چې نیواکګرانو د امریکا له ملاتړ څخه په برخمنیدا سره په غزې کښې د نسل کشۍ جنګ زیات کړی او په وینې او جنګ سره د میداني واقعیتونو د تپلو هڅه کوي.
-
یمن د صهیونیسټ رژیم لپاره نیغ په نیغه چیلنج دی
Feb 03, 2026 01:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «یروشلم پوسټ» صهیونیسټي ورځپاڼې په یوه راپور کښې ولیکل چې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو اختلافات د یمن د انصار الله غورځنګ د توان د زیاتیدا او یمن هم د صهیونیسټ رژیم نیغ په نیغه امنیتي چیلنج بدل شوی دی.
-
د وسلو پورته کونکي او د خلکو شهیدونکي د هیواد دښمانان دي
Feb 03, 2026 00:27زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر «بیرسټر ګوهر» په ملي پارلمان یعني قومي اسمبلۍ کښې په وینا کښې وویل هغه کسان چې په لاسونو کښې وسلې اخلي او خلک شهیدوي د هیواد دښمانان دي.
-
د روسیې او د اوکراین د جنګ د بندیدا په هکله د ښه خبر هیله شته
Feb 03, 2026 00:18زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل د روسیې او د اوکراین ترمینځ د جنګ د بندولو هڅه کوو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د جنګ د بندیدا په هکله د ښه خبر توقع شته.
-
د ایران پرضد د پوځي اقدام ګواښ د منلو وړ نه دی
Feb 03, 2026 00:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې د ایران په کورنیو سیاسي بهیرونو کښې د خارجي لاسوهنو په غندلو سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د پوځي اقدام د ترسره کولو ګواښ کاملا د نه منلو وړ دی.
-
روسیه له نړیوال تاوتریخوالي او د جنګ له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلري
Feb 02, 2026 23:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت د شورا د مشر مرستیال «دیمیتري مدودف»په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې ماسکو هیڅکله د نړیوالې جګړې غوښتونکی نه دی ټینګار وکړ روسیې په اوکراین کښې د ځانګړیو عملیاتو د پیلولو په وخت هم د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلرله.
-
واشنگتن پوسټ لیکلي؛ ایران د امریکا د پوځي اډوټارګټ کولو وړتیالري
Feb 02, 2026 01:20پارس ټوډی - د واشنگتن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د متحدینو د امنیتي ارزونو پراساس ویلي چې ایران اوس هم د اغیزشیندونکي توغندوي قدرت لري او د امریکا د پوځي ګټو، چې په هغو کې له ۱۰ پوځي اډې او د دغه هیواد ګڼ شمېر پوځيان په سیمې کې دي،په شیشت کې راوستلی شی.
-
په افریقا کې د بریتانیا جنګي جنایتونه: د بوئر جګړې او د استعمار د تاریخ ننګ او پیغور
Feb 01, 2026 12:11پارسټوډې – د نولسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې، د افریقا په لوئې وچې کې د لوېدیځ استعمار د تاریخ یو له تر ټولو تورو او شرموونکو پړاؤنو څخه ولیکل شو. د سویلي افریقا د بوئر جګړې، چې له ۱۸۹۹ څخه تر ۱۹۰۲ میلادي کلونو پورې ئې دوام وکړ، نه یوازې د یوه ملت د خپلواکۍ لپاره د سخت مقاومت نښه وه، بلکې د بریتانیا د بېرحمانه تاوتریخوالي او د سختو جنګي جنایتونو له امله د استعمار په تاریخ کې د نه هېریدونکي او ډېر دردناک پړاؤ په توګه ثبت شوې
-
افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
Feb 01, 2026 09:46د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.