یوې اتیا کلنې میرمنې د نږدې ۱۰۰ زره CC وینې په ورکړې سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ
د جوزفین میکالیک په نوم یوې اتیا کلنې کاناډايي میرمنې د تېرو ۶ لسیزو په موده کې د ۲۰۳ پاکټه وینې په ورکړې سره چې ۹۶۰۱۰ CC کیږي، د زیاتې وینې ورکړې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د یادې میرمنې د وینې ګروپ +O دی چې د تېرو شپیته کالونو راهیسې یې ۲۰۳ پاکټه وینه ورکړې چې د هر پاکټ وزن ۴۷۳ ملي لیتره دی.
د هغې یاده کارنامه د ګینس ورلډ په نړیوال ریکارډ جوړولو کې هم ثبت شوه.
تر دې وړاندې دا ریکارډ د هند د مادهورا اشوک کمار لخوا د ۱۱۷ پاکټه وینې په ورکړې سره له ځآن سره درلود.