د جاپان لومړي وزیر خپل زوی د دولتي لګښتونو له امله له دندې ګوښه کړ
(last modified Tue, 30 May 2023 07:34:35 GMT )
May 30, 2023 12:04 Asia/Kabul
  • د جاپان لومړي وزیر خپل زوی د دولتي لګښتونو له امله له دندې ګوښه کړ

د جاپان هېواد لومړي وزیر کیشیدا فومیو خپل مشر زوی شوتورو له ځآن سره د سکرتر په توګه ګمارلی وو چې د دولتي بودیجې د زیاتې استفادې او بې ځایه لګښتونو له امله یې له دندې ګوښه کړ.

د جاپان لومړي وزیر خپل زوی د دولتي لګښتونو له امله له دندې ګوښه کړ

د جاپان هېواد لومړي وزیر کیشیدا فومیو خپل مشر زوی شوتورو له ځآن سره د سکرتر په توګه ګمارلی وو چې د دولتي بودیجې د زیاتې استفادې او بې ځایه لګښتونو له امله یې له دندې ګوښه کړ.

شوتورو چې د خپل پلار سره په رسمي سفر امریکا او اروپا ته تللی وو، په تفریحي ځایونو کې لیدل شوی، دغه راز یې د لومړي وزیر په ماڼۍ کې د نوي کال جشن د خپلې کورنۍ سره نمانځلی چې دواړه چارې یې د جاپانیانو د نیوکو لامل شوې.

د همدغه نیوکو له امله د جاپان لومړي وزیر خپل زوی له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې نوی سکرتر ګمارلی دی.

 

ټیګونه