په دوبۍ کې د ۲۰۴ میلیونه ډالرو په ارزښت یو کور خرڅلاو ته وړاندې شو
د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په اماراتو هیل سیمه کې یو کور چې ۲۰۴ میلیونه ډالر قیمت لري، خرڅلاو ته وړاندې شو.
د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په اماراتو هیل سیمه کې یو کور چې ۲۰۴ میلیونه ډالر قیمت لري، خرڅلاو ته وړاندې شو.
دا کور په ۶۰ زره مربع فوټ کې جوړ شوی، پنځه د خوب خونې لري چې د خوب تر ټولو لویه خونه یې ۴ زره مربع فوټ پراخوالی لري، دغه راز د کور لاندې برخه کې د خوړو او ساعترۍ لپاره جلا خونې او په ګراج کې د ۱۵ موټرو پارکیدو ظرفیت لري.
د دې کور د ننه او بهر د لامبو حوضونه شتون لري او په ډیکوریشن کې د مرجان څخه هم استفاده شوې.
دغه کور د ماربل پیلس په نوم یادیږي او په ۱۲ کالونو کې د نږدې ۲۷ نیم میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی چې په کې د سرو زرو د پاڼو ۷ سوه زره نمونې او ۵ سوه هنري ټوټې ځآی پر ځای شوي دي چې هنري آثارو کې ډیری د 19 او 20 پیړۍ مجسمې او نقاشۍ شاملي دي.
شرکت وویل چې د کور مالک چمتو دی چې د هنري اثارو د پلور په اړه خبرې وکړي.
شرکت اټکل کړی چې په ټوله نړۍ کې یوازې له 5 څخه تر 10 پورې خلک دومره شتمن دي چې د دې کور لګښت ولري.
تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې په رسنیو کې ویل شوي وو چې د هند سره تعلق لرونکي مکیش امباني په دوبۍ کې تر ټولو ګران بیه کور په ۱۶۳ میلیونه ډالرو اخیستی دی.