د امریکا ناروا یواړخیزاقدامات د نړیوالو حقوقود اصولو خلاف ورزي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106632-د_امریکا_ناروا_یواړخیزاقدامات_د_نړیوالو_حقوقود_اصولو_خلاف_ورزي_ده
ایران  له  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا یو اړخیزې اوغیر قانوني وتنې له امله د محدودیتونو پشمول ،له ډيرو دباؤنو او محدودیتونو سره سره ، سرلوړۍ  او له امیده ډک  راتلونکي د جوړولو لپاره   دوه چنده  هڅې ته دوام ورکړی  دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2021 01:58 Asia/Kabul
  • د امریکا ناروا یواړخیزاقدامات د نړیوالو حقوقود اصولو خلاف ورزي ده

ایران  له  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا یو اړخیزې اوغیر قانوني وتنې له امله د محدودیتونو پشمول ،له ډيرو دباؤنو او محدودیتونو سره سره ، سرلوړۍ  او له امیده ډک  راتلونکي د جوړولو لپاره   دوه چنده  هڅې ته دوام ورکړی  دی.

ایرنا خبری اژانس  راپور ورکړ،  په ملګروملتو کې د ایران دایمی سفیر او استاذي  مجید تخت روانچي  د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ  د دوهمې کمیټې په عمومي ناستې کې  ووئیل  په  اوسنیو شرائطو کې  او په داسې حال کې چې  د سلامتیا او روغتیا  بې مخینې بحران بشري ټولنې راګیرې کړي دي ،غیر اصولی او قهرجنو یو اړخیزو اقداماتو  غوره کولو په اساسی توګه د  هیوادونو دسلامتیا سسټمونه  په نښه او فلج کړي دي  چې دغه اقدام پر دې سربیره چې  د بشریّت په ضد یو جنایت  حسابیږي ، د پراختیا له موخو سره هم په تضاد کې دی .

 تخت روانچي  په دې خبرې په ټينګار سره چې  د ګوته په شمیر هیوادونو  غیر عادلانه ، ناروا او غیر قانوني  کړچارونو،  ،څو اړخیز پالنه  هغه هم په داسې شرائطو کې  چې نړۍ تر ټولو زیات ضرورت ورته لري ،  ګواښي او کمزوري کوي ئې ، زیاته کړې ده ،  دم ګړۍ  دبشریّت  په وړانډې تر ټولو مهم چیلنج د پراختیا ضد او ودې ضد، ورانکار ا و مرګوني  دوه ویروسونه ،یعني کرونا او د قهرجن  او سپین سترګي  یو اړخیز اقدامات  دي .

  په ملګروملتو کې د ایران دایمی استازي  د اسلامی ایران په ضد دا مریکا غیر قانوني او یو اړخیزو بندونو ته  اشاره وکړه او وې وئیل ،  ایران  له  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا یو اړخیزې اوغیر قانوني وتنې له امله د محدودیتونو پشمول ،له ډيرو دباؤنو او محدودیتونو سره سره ، سرلوړۍ  او له امیده ډک  راتلونکي د جوړولو لپاره   دوه چنده  هڅې ته دوام ورکړی  دی.