د انګلستان خلکو لومړی وزیر دروغجن سړی بللی
ایران پریس خبري اژانس وايي د بریتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسن له استعفا وروسته د لندن ګڼ شمیر وسیدونکو د لومړي وزیر د دفتر مخ ته مظاهره وکړه او بوریس جانسن دروغجن دی شعارونه یې ورکړل.
بوریس جانسن په داسې حالاتو کښې له لومړي وزارت څخه استعفا ورکړي ده چې د هغه رسوایۍ له یوې خوا د بریتانیا په خلکو کښې د بې اعتمادۍ سویه زیاته کړي ده او بلې خوا انفلاسیون او نه کنټرولیدونکي ګرانۍ هم د خلکو ژوند مشکل کړی دی.
د بریتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسن له ناکارندوالي وروسته د واکمن کنزرویټو ګوند غړیو هغه د دغه ګوند د مشرۍ د دوام لایق ونه باله او د هغه له استعفا کیدا سره یې موافقت وکړ.
د لندن یوشمیر خلکو پرون په مارپل ارچ سیمه ،اکسفورډ واټ او میډاول کوڅو کښې چې د لندن مشهورې کوڅې دي وویل دوې د لومړي وزیر بوریس جانسن په استعفا ورکولو خوشحاله دي.
د لندن یوه ښاریز د بوریس جانس د استعفا په هکله وویل له کورونا سره په مبارزې کښې مو سخت مشکلات لرل او د پارټي ګیټ او له جنسي مجرمانو سره د ملګرتیا په شان رسوایانو ته په پام سره بوریس جانسن له استعفا ورکولو پرته بله چاره نلرله.
د لندن یوه بل ښاریز د بوریس جانس په کړچار باندې نیوکې سره وویل جانسن هغه وخت چې د لندن ښاروال و همدغه ډول عمل وکړ.
د لندن یوه بل وسیدونکي وویل لومړی وزیر بوریس جانسن کمزوری چارواکی و او ډیر لانجمن او دروغجن سړی و.