بریتانیا له سختې اقتصادي ځوړتیا سره مخ ده
(last modified Fri, 18 Nov 2022 01:37:52 GMT )
Nov 18, 2022 06:07 Asia/Kabul
  • بریتانیا له سختې اقتصادي ځوړتیا سره مخ ده

ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا د مالیې وزیر جیرمي هانټ د دغه هیواد د مرکزي بانک له مشر وروسته پارلمان ته د انګلستان د راتلونکي کال د بودجې د وړاندې کولو په وخت د خپل هیواد اقتصادي حالت ځورتیا لرونکی وباله.

هغه پرون وویل راتلونکي کال د بریتانیا داخلي ناخالص تولید یعني جي ډي پي یو اعشاریه څلور فیصده کمیږي.

له دې مخکې د بریتانیا د مرکزي بانک مشر اینډرو بیلي په هیواد کښې د بانک د ګټې د ډیر زیاتیدا په هکله له فیصلې وروسته وویل انګلستان د ځوړتیا یوه اوږده پړاو ته  ورننوتلی دی او تر دوه زره پینځویشتم میلادي کال پورې به د بیکارۍ اندازه کابو دوه برابره شي.

ځوړتیا هغه پړاو ته ویل کیږي چې د یوه هیواد اقتصاد د دریو میاشتو د دوو پړاونو یعني پرله پسې شپږ میاشتې کوچنی شي.

د بریتانیا اقتصاد د څو پرله پسې کړکیچونو په وجه په تیرو پنځوسو کلونو کښې په تر ټولو بد حالت کښې دی او انفلاسیون لس اعشاریه یو فیصدو ته رسیدلی کوم چې په تیرو څلویښتو کلونو کښې تر ټولو لوړه اندازه ده او اټکل کیږي دغه  انفلاسیون له پینځلسو فیصدو هم زیات شي.

انګلستان د ایران په شمول د نورو هیوادونو په کورنیو چارو  کښې نیغ په نیغه لاسوهنې کوي او له ترهګرو او بلواګرو ډلو سره زیاتې مرستې او ملاتړونه کوي.

انګلستان باید د دغو ترهګرو اقداماتو د ترسره کولو پرځاې د خپل هیواد د خلکو اقتصاد ته پام وکړي او د هغوې مشکلات حل کړي.

 

ټیګونه