سیمه او نړۍ کښې نوی نظم رامینځته کیدونکی دی
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ټولو قواو د مشر لورتبه سلاکار او مرستیال برید جنرال سید یحیی رحیم صفوي د ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په درشل کښې وویل
په دنیا او سیمه کښې نوی نظم د رامینځته کیدا په حال کښې دی او د امریکا یو قطبي سلطه غواړي قدرت کاملا ماتي خوړلي ده.
هغه د شهید سلیماني د مکتب او د نوي نړیوال نظم په ملي غونډه کښې وویل امریکا په تیرو څو لسیزو کښې سترې غلطیانې وکړې او سترې ماتي یې هم وخوړلې.
صفوي د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ یوه سټراټيژیکه غلطۍ د ډګر جنرال قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس او د ورسره ملګرو ټرور کول وبلله او ډاګینه یې کړه امریکا داسې تصور کاوه چې د دغو دوو سترو شخصیتونو په شهیدولو سره به د مقاومت جبهه دړې وړې شي خو دغه جبهې بریالیتونه ترلاسه کړل.
د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لوړرتبه سلاکار او مرستیال رحیم صفوي زیاته کړه امریکا په افغانستان کښې شل کاله څه د پاسه اته زره میلیارډه ډالره ولګول خو د پینځودیرشو زرو کسانو په وژلو او له هیڅ بریا ترلاسه کولو کولو پرته له افغانستان څخه تښتیدا ته مجبوره شوه.
هغه په دې خبرې سره چې امریکا د ایران اسلامي انقلاب نه پيژندي وویل د ټکر دوه نړیوال او سیمه ییز ډګرونه لیدل کیږي یوه د ایران د اسلامي انقلاب د مقاومت جبهه او بل د استکبار جبهه ده چې اوس یې د خپلې ارادې د تپلو او سیاسي او اقتصادي مسائیلو ته د لاسرسي لپاره ترکیبي جنګ پیل کړی.
صفوي په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د مقاومت جبهه به د استکبار د جبهې په مقابل کښې نوی نړیوال نظم رامینځته کړي وویل د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په مشرۍ د مقاومت د جبهې سټراټيژۍ د نرم قدرت له لارې کلتوري نفوذ او د استکبار د جبهې په مقابل کښې دریدل دي.
هغه وویل په تیرو دیرشو کلونو کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د مقاومت جبهه د مدیترانې سمندر له ختیځ څخه تر مرکزي اسیا پورې پراخه او پیاوړي کړه او د حاج قاسم سلیماني په شان سردار د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په پیروۍ کولو سره دغه جبهه نوره هم پسې پراخه کړه او هغه هم د مبارزې په میدان او هم د ډیپلوماسۍ په میدان کښې وځلید.